تېرو دوو میاشتو کې پاکستان کې د اورښتونو له امله له ۶۷۰ ډېر کسان مړه شوي

.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

پاکستان کې له طبیعي پیښو سره د مبارزې د ملي ادارې (NDMA) مشر، جنرال انعام حیدر، وايي په وروستیو دوو میاشتو کې په پاکستان کې د موسمي اورښتونو له امله له ۶۷۰ډېر کسان مړه شوي دي. ښاغلي حیدر ویلي، له ۸۰ تر ۹۰ کسان لا هم ورک دي. تر ټولو ډېر زیان په پښتونخوا کې اوښتی.

په یوه خبري کنفرانس کې هغه وویل چې تر اوسه د سږ کال وروستیو دوو میاشتو کې پاکستان کې د اورښتونو له امله له ۶۷۰ ډېر کسان مړه شوي د (مون سون) د موسمي بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې نږدې ۶۷۰ کسان مړه او له ۱۰۰۰ډېر ټپیان شوي دي.

د خيبر پښتونخوا ایالت طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې د وروستيو بارانونو او سېلابونو له کبله دغلته په بېلابېلو ولسواليو کې ۳۲۵ کسان مړه شوي او ۱۵۶ نور ټپيان دي.

د سېلابونو له کبله تر ټولو ډېره اغېزمن شوې سيمه بونېر کې د ۲۱۷ تنو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

په ټوله صوبه کې د باران او سېلابونو له کبله وژل شويو کې ۲۷۳ نارينه، ۲۹ ښځې او ۲۱ تنه ماشومان شامل دي. په داسې حال کې چې په ټپيانو کې ۱۲۳ نارينه، ۲۳ ښځې او ۱۰ ماشومان دي.

سېلابونه د خيبر پښتونخوا په سوات، بونېر، باجوړ، تور غر، مانسهره، شانګله او بټګرام کې راغلي دي. په شانګله کې ۳۶ تنه، په مانسهره کې ۲۴، په باجوړ کې ۲۱، په سوات کې ۱۷، په کوز دير کې ۵ او په بټګرام کې دری تنه مړه شوي دي.

د شمېرو له مخې په سېلابوو کې ۳۳۶ کورونه زيانمن شوي چې له دې ډلې ۱۰۶ کورونه په بشپړ ډول يجاړ شوي دي.

د خيبر پښتونخوا له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې په وينا، د اګست له ۱۷ تر ‍۹ د سخت بارانونو اټکل شوی دی.

د خیبر پښتونخوا په بونېر کې د سېلابونو له امله ۲۰۹ کسان نادرکه دي

په بونېر کې د وروستیو سېلابونو له امله تر پرون ماښامه د ۱۸۴ کسانو مړینه تایید شوې ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په بونېر کې د وروستیو سېلابونو له امله تر پرون ماښامه د ۱۸۴ کسانو مړینه تایید شوې ده

د خیبر پښتونخوا د بونېر ولسوالۍ د مرستیال کمېشنر دفتر بي بي سي ته ویلي، د وروستیو اورښتونو له امله په دغه ولسوالۍ کې ۲۰۹ کسان لا هم ورک دي.

ځايي چارواکو دغلته تر پرون ماښامه د سېلابونو له امله د ۱۸۴ کسانو د مړینې خبر تایید کړی دی او د مړو د شمېر د زیاتوالي په تړاو یې اندېښنه ښودلې ده.

په سیمه کې مخابراتي شبکې بندي دي چې له امله یې دغلته د پېښ شوي وروستي ځاني او مالي زیان په تړاو کره جزیات لا رسنیز شوي نه دي.

له طبیعي پېښو سره د پاکستان د مبارزې ادارې (این‌ډي‌ایم‌اې) د لا نورو سېلابونو او ځمکښویېدنو خبرداری ور کړی او له دغلته شته سېلانیانو ته یې له اړتیا پرته د سفر نه کولو سپارښتنه کړې ده.

د ځايي چارواکو په خبره، په سیمه کې له ۱۵۰۰ ډېر پرسونل چې په ډله کې یې ژغورنډلې، ډاکټران، طبي کارکوونکي، پولیس او د ملکي دفاع کارمنان شامل دي، ځای پر ځای شوي دي.

چارواکو ویلي، دغه کسان په فعاله توګه د مرستې په عملیاتو کې ښکېل دي او پر دې سربېره د پوځ څلور کنډکونه هم سیمې ته رسېدلي چې له ملکي ادارو سره د ژغورنې په روانو هڅو کې مرسته وکړي.

اورښتونو بونیر ته غځېدلي سړکونه هم زیانمن کړي چې له نورو سیمو د خلکو ورتګ ستونزمن شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اورښتونو بونیر ته غځېدلي سړکونه هم زیانمن کړي چې له نورو سیمو د خلکو ورتګ ستونزمن شوی دی.

ځايي چارواکو ویلي، د اتو هغو ناپېژاندو کسانو جسدونه یې خښ کړي چې ژغورندویانو پیدا کړي وو، خو د جسدونو د ور سپارلو لپاره یې د هغوی د کورنۍ کوم غړی نه دی موندلی.

له سیمې خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي، سېلابونو بونېر ته غځېدلي سړکونه هم سخت زیانمن کړي چې له امله یې له نورو سیمو د خلکو ورتګ ستونزمن شوی دی.

ځايي چارواکو ویلي، "تر دمګړۍ د سېلابونو له امله د بندو شویو لارو د خلاصون او کنډوکپرو د پاکولو لپاره ۲۲ ماشینونه په کار لګیا دي."

له سیمې راپورونه وايي، د وروستیو اورښتونو له امله بې ځایه شوي خلک په ځايي ښوونځیو کې اوسېږي.

تر دمګړۍ هلته د ۱۵۰ خېمو د وېشل کېدو او له ۱۰۰۰ څخه ډېرو کسانو ته د لومړنیو مرستو د وېشل کېدو خبر ور کړل شوی دی.

علي امین ګنډاپور: له ژغورنې وروسته به قربانیانو ته تاوان ور کړو

سختو سېلابونو د خیبرپښتونخوا ایالت ځينو سیمو کې ځاني او مالي تاوانونه اړولي

د عکس سرچینه، KP

د عکس تشریح، سختو سېلابونو د خیبرپښتونخوا ایالت ځينو سیمو کې ځاني او مالي تاوانونه اړولي

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، هغه به خپل ایالت کې خلکو ته د سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي.

ښاغلي ګنډاپور زیاته کړې چې "له ژغورنې وروسته به د بیارغونې کار پیل کړو او بیا به د احصایو په رڼا کې قربانیانو ته تاوان ورکړو."

نوموړي ویلي چې د بیارغونې اړوند کارونو د سملاسي پیلولو لارښوونه یې کړې ده.

ښاغلي ګنډاپور د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "ټولو اعلی وزیرانو او لومړي وزیر له ما سره اړیکه نیولې ده." او راته یې ویلي چې "دوی دوې چورلکې درلودې چې یوه یې د ژغورنې پر مهال ویجاړه شوې ده."

علي امین ګنډاپور وویل چې هغه د ۱۹۰ میلیارد روپیو فنډ رامنځ ته کړی چې ایالتي حکومت ترې هره ورځ ۸.۵ ميلیارد روپۍ ترلاسه کوي او د قربانیانو لاسنیوي له همدې فنډ څخه کېږي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ایالتي ادارې (پي‌‌ډي‌ایم‌اې) په وینا، تر اوسه په ایالت کې ټول ۳۱۴ کسان مړه شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د وروستیو اورښتونو له امله ۱۵۹ کورونه، ۵۷ ښوونځي او ۲۲ نورې ودانۍ په جزوي یا بشپړ ډول ویجاړې شوې دي.