'نه پوهېږئ چې د چا پر کور ولاړ یاست' - د بونېر هغه کلی چې ډبرو لاندې کړی

بشنوۍ څو ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا د بونیر ولسوالۍ یو ښکلی کلی و. شنه غرونه ترې چاپېر وو او د کلي په منځ کې یې در ڼو اوبو سیند بهېده. د سیند دواړو غاړو ته د خلکو کورونه ودان وو.
د اګسټ پر ۱۵مه، د جمعې پر سهار د بشنوۍ اوسېدونکي د معمول په څېر له خوبه پاڅېدل، سړي خپلو کارونو پسې ووتل، ماشومان ښوونځیو ته لاړل او ښځې د کور پر کار اخته شوې.
هېڅوک نه پوهېدل چې څو شېبې وروسته څه پېښېږي.
هماغه سهار ګڼ باران وشو. د کلېوالو په وینا، ناڅاپه د اوبو داسې سېلاب راغی چې غټې، غټې ډبرې یې راوړې او هر څه چې په مخه ورغلل وران یې کړل او په کم وخت کې یې ټول کلی یې ویجاړ کړ.
د چارواکو د شمېرو له مخې، د پنجشنبې او جمعې تر منځ بارانونو او سېلابونو په ټوله خیبر پښتونخوا کې لږ تر لږه ۳۱۴ کسان مړه او ۱۵۶ کسان ټپیان کړي دي. د بونېر مرګ ژوبله تر نورو ډېره ده، ۲۱۷ کسان مړه شوي دي.
د بیبیسی خبري ډلګۍ سیمې ته تللې او وايي. ځایي خلک سخت غمجن دي.

موږ چې کله بشنوۍ کلي ته نژدې شوو، ډېر خلک د کلي پر لور روان وو. د پیر بابا له بازاره له څو دقیقو مزل وروسته، هره خوا شنه فصلونه او د جوارو کروندې وې، مېوې پخېدو ته نږدې وې.
خو چې لږ نور هم مخکې ولاړو، د موټرو ګڼه، ګوڼه وه نو موږ پلي روان شوو.
غټې، غټې ډبرې مو تر سترګو شوې، پاخه بلاکونه نړېدلي وو، ونې پرتې وې، د کلي منځ لارې له ډبرو ډکې وې او د ژغورنې ډلې له کلیوالو سره یو ځای د ډبرو د لیرې کولو هڅې کولې.

خو د غټو ماشینونو د نشتوالي له امله دوی یوازې په وړو وسایلو دا کار کاوه. د سیند دواړو غاړو ته لوی، لوی ډبرې پرتې وې.
یو ځایي کس اسرار خان راته وویل:
هر کور ډبرو لاندې کړی. دا ډبرې دلته نه وې، د جمعې پر ورځ پر غرونو تندرونه را وغورځېدل، ورپسې بارانونه او سېلابونه راغلل او دا ډبرې یې راوړې.
هغه زیاته کړه:
"تاسو داسې فکر مه کوئ چې پر ځمکه روان یاست. اوس تاسو د کوم کور پر دویم یا درېیم پوړ ولاړ یاست، ځکه اصلي کورونه د ډبرو لاندې دي.
خلکو ویل، په کلي کې شاوخوا ۸۰ او۹۰ کورونه وو چې ډېرې کورنۍ یې په کرنه بوخت وې.
خو د سېلاب له امله شاوخوا نیمایي کورونه بشپړ وران شوي او پاتې نور هم د اوسېدو نه دي.
نړېدلي هټۍ او زیانمنې شوې موټرې

په دې پېښه کې دکانونه هم وران شوي، موټرونه تخریب شوي، ځینې په خټو کې ښخ او پر ځینو یې دیوالونه را ړنګ شوي دي.
لږ مخکې ولاړو او بل څه مو ولېدل.
په پیر بابا بازار کې د اوبو کچه دومره لوړه شوې وه چې تر دریم پوړ پورې رسېدلې وه. د اوبو ډېروالی له دې معلومولی شئ. ځینې دکانونه نړېدلي، خوراکي توکي تر خټو لاندې شوي او د ښځو کالي د خټو په منځ کې پراته وو.
خلکو له خټو او اوبو دکانونه پاکول خو بازار او د پیر بابا زیارت دواړه سخت زیانمن شوي وو
اوبه بیخي ډېرې او نېزې وې، په هېچا یې رحم و نه کړ

په بشنوۍ کلي کې د "الخدمت" او نور مرستندویه ادارو کار روان و، مرستې وېشل کېدې او روغتیايي کمپ یې هم جوړ کړی و.
اسرار خان راته د غرونو په منځ کې یو ځای را وښوده، ده وویل:
"هغه ځای چې وچ ښکاري، هملته تندر ولوېده. دا هر څه دومره ناڅاپه وشول چې هېڅوک خبر نه شول."
ده وویل، یوازې د دې کلي ۲۷ کسان لا هم ورک دي او خلک پسې ګرځي
کله مو چې هغه وپوښت چې دا پیښه څنګه وشوه، هغه ژوره ساه واخېسته او ویې ویل، "دا ټول زما د سترګو پر وړاندې پېښ شول."
هغه وویل، "زما یو ورور د توتي ډهیری په یوه لومړني ښونځي کې ښوونکی دی، ښونځی ددې ودانۍ شاته دی."
ورور مې چې د تندر غږ واورېده نو بې له دې چې بوټان په پښو کړي، په لوړ غږ یې خلکو ته ویل:
"له کورونو ووځئ، ژر ووځئ!"
خو اوبه دومره تېزې وې چې ډېر ژر یې ډېر خلک له ځان سره یوړل.
ځینې کسان لا هم ورک دي

یوه بل سړي موږ ته د یوه کور ځای وښود خو اوس یوازې د کور بنسټ ښکارېده. هغه وویل:
"دلته په یوه کور کې شاوخوا ۲۰ کسان اوسېدل خو اوس له هغوی ۱۸ نشته. یوازې دوه ژوندي پاتې دي، نور ټول یا مړه شوي یا ورک دي."
هغه زیاته کړه چې ژوندي پاتې شويو کسانو ټکان خوړلی دی، ذهنونه یې کار نه کوي، هره پوښتنه چې ترې وشي، ژاړي.
د یوه بل کور په اړه یې هم وویل چې د واده تیاری په کې روان و خو سېلاب ټوله کورنۍ یوړه.
د مرستې لپاره له لیرې ځایونو خلک راغلي.
موږ په کلی کې له سهاره تر غرمې پاتې شو. په دې موده کې مو ولیدل چې له لوې دیر او نورو سیمو ځوانان د مرستې لپاره راغلي وو.
د پوځ عسکر، ژغورنې ډلې او نورې ادارې هم په دغه ځای کې بوختې وې، د ژغورنې غټ ماشینونه هم ورو، ورو رارسېدل.
سیمهوال وايي، د دې ناورین له امله هره کلیواله کورنۍ اغېزمنه شوې، ځینې مړي موندل شوي او ځینې لا هم ورک دي.











