"له ستاژ دورې فارغه شوم، خو د خپل فراغت په خوښۍ کې د ګډون اجازه رانکړل شوه"

uni

د عکس سرچینه، Getty Images/BBC

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي بي سي

"د پوهنتون د پیل له لومړۍ ورځې راهیسې مو خپل فراغت ته انتظار کاوه، چې د فراغت چپنې به اغوندو او دغه جشن کې به مو کورنۍ د بریا شاهدانې وي. موږ فارغې شوو، نه موږ او نه مو کورنیو دا خوښي ولیده."

دا د طب پوهنځي د ستاژ (طبابت برخه کې د عملي کار) له دورې د یوې فارغې محصلې خبرې دي، چې دې رپوټ کې یې مستعار نوم "هیله" یاد شوی.

هیلې په ۲۵ کلنۍ کې د ستاژ یو نیم کلنه دوره پای ته ورسوله، خو افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا پر ښځو د "ځپونکو بندیزونو" له امله ورته په خپل فراغت مراسمو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

له دې وړاندې د جمهوریت پر مهال به د فراغت د خوښۍ مراسم په لویو هوټلونو او تالارونو کې نیول کېدل او د ښځینه او نارینه محصلینو سربېره به د دوی د کورنۍ غړو او خپلوانو هم پکې ګډون کاوه.

UNI

د عکس سرچینه، Getty Images

خو د کابل طب پوهنځي دا محصلین پر افغانستان د طالبانو دویمې واکمنۍ پر مهال له زدکړو فارغېږي او په فراغت مراسمو کی یې نجونې محصلینې نه ور پرېښودل کېږي.

د تېرې نومبر میاشتې پر نهه ویشتمه د دغو محصلینو د فراغت غونډه وه، چې د کابل پوهنتون په لوی تالار کې ورته تیاری نیول شوی و.

په دې غونډه کې چې ټول ګډونوال یې نارینه محصلین وو، د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر هم پکې ګډون کړی و.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت له خوا د خپاره شویو ارقامو له مخې، سږ کال د کابل طبي پوهنتون له پنځو بېلابېلو پوهنځیو ۴۱۸ محصلین فارغ شوي.

د دوی د شمېرو پر اساس ۴۰ کسان بیا سږ کال تخصص برخه کې له زدکړو فارغ شوي دي.

هیله وايي، له ستاژ دورې فارغه شوه، خو د خپل فراغت په خوښۍ کې له ګډونه محرومه کړل شوې.

"موږ خپلو نارینه ټولګیوالو سره په یوه ټولګي او یوه پوهنتون کې درس ووایه دوی فارغ شول، د فراغت جشن ورته ونیول شو خو موږ ته پکې د ګډون اجاره رانکړل شوه. دا ډېره سخته شېبه وي چې اوه کاله سخت درس ووایې، زحمتونه وګالې او په اخر کې ان خپله بریا و نه شې نمانځلی."

UNI

د عکس سرچینه، KMU

د هیلې په خبره، په فراغت مراسمو کې ټولو نارینه محصلینو ته سرټیفیکیټونه ورکړل شول خو "د دوی په نامه هېڅ هم نه وو لیکل شوي."

"د محدودیتونو له امله مو د ستاژ دوره هم نیمګړې وه"

د ستاژ دورې محصلینو لپاره لوړو زدکړو ته ځانګړو شویو روغتونونو کې د عملي کار زدکړې رسمي وخت "د سهار له نهو بجو د ماسپښین تر درېیو بجو وي."

په دغه ټاکلي وخت کې د طبي زدکړو ښځینه او نارینه محصلین خپلو متخصصو ډاکټرانو سره یو ځای د روغتون بېلابېلو واردونو ته ورځي او په عملیاتونو کې هم ګدون کوي.

خو هیله وايي، دوی ته اجازه نه وه چې د روغتون واردونو او عملیات خونو کې تر ډېره پاتې شي، نو له ټاکلي وخت مخکې به بېرته له روغتونه وتلې او خپلو کورونو ته به ستنېدې.

د هغې په وینا: "محدودیتونو پر موږ د ستاژ دوره ډېره سخته کړې وه، د سهار له نهو تر یوولس نیمو وخت راکړل شوی و چې روغتون کې پاتې شو، له دې ډېر وخت د روغتون واردونو کې د پاتې کېدو اجازه نه وه. موږ به ان د روغتون په دهلیزونو کې نه پرېښودل کېدو."

KMU FEMALE STUDENTS

د عکس سرچینه، Getty Images

یوازې د وخت کمښت نه دی چې د هیلې په ګډون یې د دې دورې د ښځینه محصلینو ستاژ یو نیم کلنه دوره اغېزمنه کړې او څنګه چې اړتیا وه هغسې زدکړه او عملي کار یې نه دی کړی، بلکه دوی ته د دې اجازه هم نه ورکول کېده چې نارینه متخصص ډاکټر سره هغې څانګې ته ورشي، چې نارینه ناروغ پکې وي او یا هم د نارینه ناروغ عملیات خونې ته ننوځي.

هیله وايي دوی یوازې خپلو ښځينه متخصصو ډاکټرانو سره ښځینه ناروغانو ته د ورتلو اجازه لرله.

" محدودیتونو زموږ د ستاژ دوره ډېره اغېزمنه کړه، زموږ ۹۰ سلنه استادان او متخصص ډاکټران نارینه وو او د روغتون ډېر مراجعین هم سړي و نو موږ ته ډېر وخت نه و چې عملي کار او زدکړه وکړو."

هیله زیاتوي "کله خو به آن د عملیات پر مهال موږ ته ټاکل شوی وخت ختم شو او له عملیات خونې به راووتو."

"یوه نیمه میاشت وروسته به یو ځل نوبت راته چې روغتون ته لاړې شو"

UNI

د عکس سرچینه، Getty Images

هیله وايي، په ستاژ دوره کې ورسره ۷۰ نورې نجونې وې چې په بېلابېلو ډلو وېشلې وې، خو د ښځینه متخصص ډاکټرانو د کمښت له امله به ډېر په ځنډ نوبت ور رسېده چې روغتون ته لاړه شي او عملي کار وکړي.

هیله وايي: "ډېر کله داسې هم شوي چې زموږ د ډلې نوبت به و، خو یا به په عملیات خونه کې نارینه ناروغ و او یا به ښځینه متخصصه ډاکټره نه وه،‌ زموږ عملي درس به پاتې کېده، یوازې حاضري به مو امضا کړه او بېرته به راغلو."

هیله وايي، ستاژ ډېره مهمه او هغه دوره ده چې د طب پوهنځي محصلین پکې د خپلې څو کلنې تیوري دورې زدکړې په عملي بڼه یادوي "د طب پوهنځي تېرو دورو محصلینو که له دې فرصته ۹۰ سلنه ګټه پورته کړې وي د محدودیتونو له امله ترې موږ ۳۰ سلنه ګټه واخیسته."

"کورنۍ مې راته کور کې د فراغت خوښي ونمانځله"

له هیلې که له کوره بهر د فراغت د خوښۍ نمانځلو حق اخیستل شوی و، خو کورنۍ یې دا شېبې ورته رنګینې کړې.

هغه وايي، خپه وه چې د خپل فراغت په مراسمو کې یې د ګډون اجازه نه وه ورکړې خو د کورنۍ ناڅاپي لمانځنې حیرانه کړه.

د نوموړې په وینا: "کوټې ته راننوتم او یو ناڅاپه مې په سینګار شوي میز سترګې ولګېدې، کیک او نور خواږه پرې اېښي وو، په لیدو یې خوشاله شوم او کله مې چې مور په غېږ کې ونیولم او د فراغت مبارکي یې راکړه له ما یې خپل خپګان هېر کړ."

د طبي شورا ازموینه (Exit Exam) او د فارغه شویو نجونو محصلینو اندېښنې

UNI

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې طبي شورا د روان کال فبرورۍ میاشتې په ۱۲مه نارینه وو لپاره د فعالیت د جواز ازموینې نېټه چې مخکې د (طبي شورا ازموینې یا Exit Exam) په نامه یادېده اعلان کړه، خو د نجونو ګډون یې پکې وځنډاوه.

له خصوصي او دولتي پوهنتونونو د طب برخه کې فارغ شوي هلکان او نجونې تر هغې چې د (فعالیت جواز) په ازموینه کې نه وي بریالي شوي، د کار جواز نه ورکول کېږي.

هیله وايي، سره له دې چې طالبانو نورو برخو کې د ښځو کار او زدکړې محدودې کړي، په طبابت برخه کې یې هم فرصتونه ترې اخیستي دي.

د هغې په وینا: "سره له دې چې له ستاژ دورې فارغه شوو خو که Exit Exam کې د ګډون اجاره رانګړل شي، مونږ ته په خپل مسلک کې د کار اجازه نه راکول کېږي."

په افغانستان کې هر کال زرګونه ځوانان او پېغلې د طب له پوهنځي او طبي انستیتیوتونو فارغېږي او دغه وروستۍ ازموینه کې فراغت ته شېبې شمېري.

طبابت یو له هغو مسلکونو دې چې د اړتیا له مخې او همدا رنګه له کلتوري پلوه افغانې نجونې یې د لوړو او نیمه لوړو زدکړو لپاره غوره کوي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو په امر په ډېرو ادارو کې ښځې له کاره راګرځول شوي او سخت شرطونه ورته اېښودل شوي، خو روغتونونو او ښوونځیو کې د کار دروازې پرې بشپړې نه دي بندې.

د ډسمبر په ۲۰مه داسې مهال چې پوهنتونونو کې عمومي ازموینې روانې وې، طالبانو ښځینه محصلینو ته امر وکړ چې تر "امر ثاني" دې پوهنتونونو ته نه ځي.

له دغه اعلان وروسته یې بیا طبابت برخه کې هم پر ښځو سخت بندیزونه ولګول.