سړو سیمو کې د پوهنتونونو پیل؛ ښځینه محصلینو او استادانو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, تورپېکۍ غرنۍ
- دنده, بي بي سي
نن د ۲۰۲۳ کال مارچ ۶مه چې د ۱۴۰۱ هجري شمسي کال د کب له ۱۵ نېټې سره برابره ده د افغانستان په سړو سیمو کې پوهنتوني زدکړې پیل شوې، خو لا هم ښځینه محصلینو او استادانو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.
د حسینې په نامه د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یوه محصله چې، دلته یې د خوندیتوب لپاره نوم مستعار یاد شوی بي بي سي پښتو پاڼې سره خبرو کې ویلي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو له سخت دریځۍ او ځپونکو پرېکړو سربېره یې هم تمه وه، چې د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره به یې پر مخ د پوهنتون دروازې پرانیستل شي، خو د تمې خلاف یې ورځ په نهیلۍ پیل او تېره شوه.
د هغې په ټکو: " طالبان پر خپلو دروغجنو ژمنو مونږ خطا باسي او مونږ خپل ځان. دغه حالت ډېر ځوروونکی دی، مونږ باید پخوا پر دې قانع شوي وای چې طالبان هېڅکله نه غواړي چې افغانې نجونې دې زدکړو ته لاړې شي."
آغلې حسینه وايي، "طالبان هڅه کوي د اسلام او حجاب له نامه په ګټې اخیستنې افغانې ښځې له ټولنې لېري کړي او له خپل اسلامي او شرعی حقونو یې محرومې کړي."
حمیرا هم یوه له همدغو محصلینو ده، چې دې ورځې ته یې شېبې شمېرلې او په دې تمه وه چې، ښايي په حق کې یې د طالبانو پرېکړه بدله شي او د پوهنتون تړلې دروازې یې پر مخ پرانیستل شي.
نوموړې بي بي سي پښتو پاڼې سره خبرو کې غریو نیولې شوه او په راډک ستوني یې د خپلې نننۍ نهیلۍ کیسه وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
"ډېره سخته ورځ وه ، ما لیدل چې وروڼه مې پوهنتون ته د تګ لپاره په تیاریو لګیا وو او په خوشالۍ خپلو درسونو ته روان شول، خو ماته اجازه نه راکول کېږي چې پوهنتون ته لاړه شم. ژمی مې په دې تمه تېر کړ چې نوي تعلیمي کال کې به مې زدکړو ته لاړه شم خو په خبرپاڼه کې د امر ثاني کلمې مې یو ځل بیا هیلې مړې کړې."
هغه زیاتوي: " کاش طالبان راته تر ټولو سخت قوانین وضع کړي، مونږ د هر ډول شرایطو منلو او پلي کولو ته چمتو یوو خو چې پر مخ مو د پوهنتون دروازې پرانیزي."
د زرګونه ښځينه محصلینو سربېره د پوهنتون ښځينه استادانو او اداري کارمنانو ته هم پوهنتون ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.
د نجونو محصلینو په څېر دوی ته هم ویل شوي چې د کار پیلیدو په اړه یې تازه پرېکړه نه ده شوې او باید تر امر ثاني په تمه پاتې شي.
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځیو ځنډول شوې مشرې راحله حمیدزۍ بي بي سي پښتو پاڼې سره مرکه کې ویلي، دندې ته نه ده پرېښودل شوې او هېڅ تمه نشته چې راتلونکې کې به یې په اړه څه ډول پرېکړه کېږي.
د آغلې راحلې په وینا: " مونږ اداري کارونه پر مخ وړو نو تمه مې وه چې ښايي د تلو اجازه راکړل شي، خو چې مکتوب مې ترلاسه کړ پکې لیکل شوي و چې تر امر ثاني پورې د راتلو اجاره نشته، نه ښځینه محصلینو ته او نه هم اداري کارمنانو ته د تلو اجازه شته."

د عکس سرچینه، Getty Images
له نوموړې مو د ښځینه محصلینو په اړه وپوښتل چې آیا اړیکې ورسره لري او د خپل برخلیک په اړه یې کله پوښتلې چې بلاخره به څه کېږي؟ وویل: " هو ډېرې محصلینې مې راسره اړیکه کې دي، ټولې مې پوښتي چې پوهنتون به کله پیل شي او څه وخت به بېرته درشو؟ خو زه ورته ځواب نه لرم ځکه زه پخپله دوی ته ورته حالت کې یم ."
له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو له تړلو وروسته د ۲۰۲۲ کال ډسمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه طالبانو پر پوهنتوني نجونو هم د زدکړو دروازې بندې کړې
چې دغې پرېکړې په کور دننه سربېره نړیوال غبرګونونه هم راوپارول.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسبمالي وزیر ندا محمد ندیم له دغې پرېکړې وروسته ملي تلویزیون سره مرکه کې له خپل لوري څلور لاملونه یاد کړي و چې له مخې یې پوهنتونونو کې د نجونو زدکړې بندې شوې دې.
نوموړي د ښځینه محصلانو لپاره د پوهنتون درسي نصاب، نارینه محصلانو سره ټولګیو کې یو ځای تدریس، لیلیو کې د نجونو پاتې کېدل او د حجاب نه مراعتول هغه څه یاد کړل، چې له مخې یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې.
د طالبانو له دغې پرېکړې هم میاشتې اوړي خو ظاهرا داسې څه نه ښکاري چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو د بېرته پرانیستلو پرېکړه کې دې څه بدلون راغلی وي او نه یې هم د پورته یادوشویو شرایطو د بدلون لپاره په ښکاره عملي اقدامات ترسره کړې دي.









