یو شمېر بهر مېشتو افغان ډاکترانو د طب پوهنځي سلګونه ښځینه محصلینو ته انلاین زدکړې پیل کړي

افغانې نجونې

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي بي سي

بهر کې یو شمېر مېشتو افغان ډاکترانو افغانستان کې د طب پوهنځي ښځینه محصلینو ته په وړیا ډول انلاین زده کړې پیل کړي دي.

دغه انلاین ټولګی چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو پکې شاوخوا دوه زره محصلین راټول شوي، ښځینه محصلینو ته د طب زدکړو د تدریس لپاره جوړ شوی خو ځینې نارینه محصلین هم پکې ګډون کوي.

سپوږمۍ مومند د دغه ټولګي یوه له هغو ګډونوالو ده چې، د پیل راهیسې یې پکې برخه اخیستې .

هغې بي بي سي پښتو پاڼې سره خبرو کې ویلي: "د پوهنتون له بندېدو یوه اوونۍ وروسته مې پر ټوېټر یو پوسټ ولید، چې د یوه بهر میشتې افغان ډاکټر له خوا پکې د انلاین زدکړو د پیل اعلان شوی و ما پرې کمېنټ‌ وکړ او د ګډون غوښتنه مې وکړه."

د بهر مېشتو افغان ډاکټرانو له لوري دغه هڅې وروسته له هغې پیل شوې، چې له شپږم پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو تړل کېدو وروسته د روان کال ډسبمر په ۱۲مه د طالبانو له خوا د پوهنتوني نجونو پر زدکړو هم بندیز ولګول شو.

آغلې سپوږمۍ چې د کابل طب پوهنځي د معالجوي طب برخې د څلورم کال محصله ده وايي، د انلاین زدکړو اغېز یې زیات او درسونه یې خورا ګټور دي.

" زما د تمې خلاف درسونه راته ډېر زیات ګټور تمام شوي، زمونږ خپل افغان استادان چې تدریس په انګلیسي ژبه کوي او له بهرنیو رفرنسونو درس راکوي خو هغو محصلینو ته موضوع بېرته په پښتو او دري ژبو هم تشریح کوي چې په انګلیسي ژبه کې ستونزې لري."

انلاین زدکړې

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړې وايي، پیل کې د محصلینو شمېر کم و خو وروسته دومره ډېر شو چې د زوم ویدیویی اپ یې د ګډون ظرفیت نه درلود.

د نوموړې په خبره، استادانو یې پر وټس اپ ګروپ د محصلینو ټولنه (کمیونیټي) جوړه کړه چې له هغې لارې د زوم په مرسته ریکارډ شوي درسونه نورو محصلینو سره شریکوي.

آغلې مومند د دغو رضا کاره افغان استادانو شمېر ، چې له لندن او پاکستانه ورته انلاین زده کړې ورکوي څلور یاد کړي خو وايي،‌ کله یې بهرني استادان هم تدریس ته راځي.

د هغې په ټکو: "د پوهنتون له تړلو ورروسته ټول په ژور خپګان اخته وو فکر مو کاوه، چې هر څه تمام شول. مونږ ټولو نجونو راتلونکي ته هېلې بایللې وې، خو اوس د دې ټولګي هره محصله او محصل خپل راتلونکي ته هیله من دي او په همدې تمه دا درسونه تعقیبوي. د وټس اپ په دغه کمیونیټي کې شاوخوا دوه زره محصلین دي"

زهره هم د یاد ټولګي یوه بله محصله او د انلاین نړۍ پر مټ د زدکړو په دغه سفر کې سپوږمۍ سره ملګرې ده.

افغان محصلینې

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه وایی، اوس چې نړۍ انټرنټ سره تړل شوې، نو هېڅ څوک او هېڅ څه یې د درسونو مخه نه شي نیولی او نه یې له زدکړو راګرځولی شي.

د نوموړې په ټکو: "مونږ اوس د انټرنټ له لارې نړۍ سره وصل یوو. که طالبانو مو پر مخ د حضوري درسونو دروازې وتړلی او په کورونو یې کینولو خو دا کار هېڅکله نه شي کولی چې زمونږ له لاسه کتابونه واخلي. مونږ به د انلاین زدکړو له لارې خپل خوبونه په رښتیا بدلوو او پوهه به ترلاسه کوو."

دغه محصلینې وايي، په انلاین زدکړو کې د برق او انټرنټ له ستونزو سره مخ دي خو بیا هم خوښې دي، چې که د مهال وېش له مخې په خپل وخت درس ته حاضرې نه شي، نو بیا یې د وټس اپ له ګروپونو له ریکارډ شوي بڼې ګټه اخلي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت ښوونځيو، پوهنتونونو او ښوونیزو کورسونو کې د نجونو د زدکړو له بندیز وروسته له طبي زدکړو د فراغت ازموینه کې هم د نجونو ګډون وځنډاوه.

په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د ازموینو ملي ادارې د فبرورۍ پر ۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې له طبي زده کړو فارغو ځوانانو ته خبر ورکړی و، چې د سلواغې میاشتې پر ۲۹وروستۍ ازموینه چې 'Exit exam' یې بولي ددغه ادارې له لوري اخستل کېږي.

افغان محصلینې

د عکس سرچینه، Getty Images

خو یادې ادارې دغه اعلان کې ویلي و چې، د نجونو لپاره به بیا بله نیټه اعلان او جلا ازموېنه وي.

د ازموینې له اخیستلو وروسته د فبرورۍ پر۲۶تمه یې پایلې هم اعلان شوې، خو لا هم د هغو نجونو د ازموینې برخلیک نامالوم پاتې دی چې له طبي زدکړو فارغه شوې دي.

د ۲۰۲۱ کال اګست راهیسې پر افغانستان د طالبانو له واګو وروسته پر ښځو بېلابېلو برخو کې ګڼ بندیزونه لګول شوي دي.

د ښځو پر کار، زدکړو او نورو حقونو بندیزونو پر دغې ډلې د نړیوالو نیوکې راپارولي او پر ښځو ځپونکې پرېکړې د دوحې د سولې له تړونه ښکاره سرغړونه یادوي.

د نجونو پر زدکړو د بندیز برخه کې د طالبانو تر منځ هم د نظر اختلاف دی. د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزي په ګډون یو شمېر لوړ پوړو طالب چارواکو یې په لویو غونډو کې د ښځو د نجونو پر مخ د ښوونیزو بنسټونو پر پرانیستو ټینګار کړی او زدکړې یې د هغوی اسلامي او شرعي حق په توګه یادې کړې دي.