د طالبانو حکومت د پوهنتون نجونو پر فراغت غونډو تازه محدودیتونه لګولي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
"سخته ده. یو څوک چې درس وايي، هیله او ارمان لري چې خپله د فراغت ورځ په ویاړ ونمانځي، استادان او خپلوان یې ګډون ورسره وکړي، د فراغت کالي واغوندي، یادګاري عکسونه واخلي. خو موږ یې له دغو ټولو محرومې کړو. انسان طبعاً خپه کېږي او زړه یې ماتېږي"
ملالۍ دا خبرې په غریو نیولي غږ راته کولې.
دا، د هغو سلګونو نجونو له ډلې ده چې سږ کال د کابل پوهنتون له بېلا بېلو پوهنځيو فارغې شوې دي، خو "له خپلو هیلو سره سم" د تېرو کلونو په څېر د فراغت غونډو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د طالبانو حکومت ولې داسې کړي؟ پوښتلي مو دي.
په رپوټ کې غږول شوې زدکړیالانې د خوندیتوب لپاره په مستعارو نومونو یادې شوې دي.
د فراغت غونډې لپاره په خیال کې یو او حقیقت کې بل تصویر

د عکس سرچینه، KARDAN university
ملالۍ وايي، څو ورځې مخکې یې د وروستي سمستر وروستۍ ازموینه ورکړه او خوشاله وه چې د ژوند هغه ورځ یې راورسېده چې دا یې په تمه وه.
دې فکر کاوه چې لکه په تېر کې د فارغو نجونو به په افغاني جامو او پرې د پاسه اغوستو فراغت کالیو کې تالار ته ننوځي، خپلوان به یې ستايي او د فراغت خولۍ به له ټولګیوالو سره په ګډه هوا ته ګوزاروي او دا صحنې به خوندي کوي.
خو دا رنګین تصویر اوس د ملالۍ په حقیقي ژوند کې پيکه شوی، ځکه چې کله دا او ټولګیوالې یې د خپل پوهنځي مشر ته ورغلې، ورته وویل شول چې د پوهنتون ادارې له لوري دا هر څه منع شوي دي.
ملالۍ وايي، "د پوهنځي رییس راته ویل چې دا اوس جدي ستونزه ده، حاکمانو داسې امر کړی چې اوس هغسې غونډې نه شئ کولای. ستاسې محفل کې اوس نارینه استادان هم ګډون نه شي کولای. ځکه چې موږ ته ویل شوي، ښځينه استادانې د هلکانو او نارینه استادان د نجونو په فراغت غونډه کې د ګډون حق نه لري او غونډه باید محدوده وي"
ملالۍ زیاتوي، "ډېره سخته ده چې په داسې ورځ دې هغه خپلوان او استادان نه درپرېښودل کېږي چې له تاسره یې ستونزې ګاللې، زحمت یې ایستلی او ته یې تر دې ځایه رسولې یې. دا فشار او هره ورځ نوې اعلامیې او محدودیتونه سړی زړه ماتی کړي. داسې محفل به نو څه کوو؟"
"د کور نارینه مو هم غونډه کې ګډون نه شي کولای"

شیما یوه بله تازه فارغه شوې نجلۍ ده. دا وايي، ان ورته ویل شوي چې له پوهنتون بهر به هم د فراغت غونډه نه کوي.
شیما زیاتوي، "استادانو ته په رسمي مکتوب کې لیکل شوي چې له پوهنتونه بهر د محصلانو په شخصي فراغت غونډو کې ګډون ونه کړي، کنه نو قانوني چلند به ورسره وشي"
اغلې شیما د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون یادونه کوي او وايي، "زما د مالوماتو له مخې د ښوونې او روزنې پوهنتون یو شمېر نجونو او هلکانو بهر د فراغت غونډه جوړه وه او ځینو استادانو هم ګډون پکې کړی و. وروسته یې چې عکسونه راووتل نو اوس یې د ټولو فارغانو ډيپلومونه ځنډولي او له استادانو خبره نه یم چې له هغوی سره به څه کوي"
د یادولو ده چې په وروستیو کې فراغت غونډې د ودونو په لویو تالارونو کې ډېرې دود شوې وې چې ښځينه او نارینه فارغانو او استادانو به یو ځای ګډون پکې کاوه. تر ډېره دغه ډول غونډې په خپله د فارغو شویو زدکړیالانو په شخصي لګښت جوړېدې او هر یوه له ځانه سره د کورنۍ ځينې غړي او ملګري هم محفل ته بیولی شول.
خو ارزو، چې هغه هم تازه له کابل پوهنتونه فارغه شوې، یو څه جلا کیسه کوي او وایي، هغومره محدودیت نه شته چې ځينې وايي.
ارزو زیاتوي، "موږ ته یې ویلي چې کابل پوهنتون کې د چینایانو له لوري جوړ شوي تالار کې غونډه کولی شئ، عکسونه هم اخیستلی شئ. د فراغت کالي اغوستلی او محفل جوړولی شئ. ښځینه مېلمنې هم ګډون درسره کولای شي خو نارینه نه، ان که خپلوان مو هم وي"
کابل پوهنتون څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
پر خواله رسنیو له کابل پوهنتونه د فارغو شویو محصلانو انځورونه لاس په لاس کېدل او ځينو ویل چې نجونې په بشپړ ډول د فراغت غونډو له جوړولو منع کړای شوې دي. خو اوس داسې نه ښکاري.
د کابل پوهنتون مشر اسامه عزیز هم مني چې د فراغت غونډې "مسلسل روانې دي، ځينې شوې او ځینې پاتې دي. د اناثو فراغت غونډه کې اناث (ښځينه) او د ذکورو هغو کې ذکور (نارینه) ګډون کوي"
بي بي سي پښتو پاڼې ته د هغې خبرپاڼې یوه کاپي هم رسېدلې چې د دغه پوهنتون ادارې بېلا بېلو پوهنځيو ته لېږلې ده.
د یادو محدودویتونو تر څنګ پکې ویل شوي چې دا وړ محفلونه باید لنډ وي او ښځينه ګډونوالې باید حجاب مراعت کړي، کنه نو غونډې ته باید ورپرې نه ښودل شي.
په دې اعلامیه کې د تازه وضع شویو محدودیتونو لامل دا ښودل شوی چې ګواکې "تېر کال له پوهنتون بهر په نیول شویو فراغت غونډو کې د لوړو زدکړو وزارت اصول په پام کې نه وو نیول شوي."
د فراغت غونډه کې هېڅ چارواکي د کار او دندې ژمنه رانه کړه

د عکس سرچینه، MOHE
تر ډېره د فراغت غونډو کې یو دود دا هم دی چې ځينې چارواکي او شرکتونه په داسې محفلونو کې تازه فارغو شویو ځوانانو ته د دندو ژمنې ورکوي. که څه هم پرې عمل کله کېږي او کله نه خو زدکړیالان ورته هیله من وي.
د نارینه محصلانو په غونډو کې ځينو طالب چارواکو هم ګډون کړی و.
خو یو محصل، چې د څه باندې څلورو سوو فارغانو د محفل برخه و، وايي، "غونډه په ټوله کې ښه وه، خو هغسې چې محصلانو تمه درلودله چې چارواکي به ورسره د دندو ژمنې وکړي، ځکه چې د هر فارغ شوي محصل همدا هیله وي چې تر فراغت وروسته کار وکړي، خو له بده مرغه هغسې څه ونه شول. او زموږ استادانې هم نه وې راپرېښودل شوې"
د کابل پوهنتون ادارې پر ښځينه زدکړیالانو دا تازه محدودیتونه داسې مهال لګولي چې وايي، له بېلا بېلو پوهنځيو یې سږ کال څه باندې څلور زره محصلان فارغ شوي دي. له ډلې یې ۲۱۸۴ نارینه او ۲۰۱۶ ښځينه دي.
تر دې مخکې د ښځينه او نارینه محصلانو ټولګي سره بیل کړای شوي دي.
همدا راز تازه د مونوګراف په برخه کې له لارښود استادانو غوښتل شوي چې هېڅ محصل یا محصله باید جلا خپلې شعبې ته ور ونه غواړي، بلکې څو تنه په یوه ټولګي کې کېنوي او د مونوګراف په برخه کې لارښوونه ورته وکړي.
واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې پر ښځو په پرله پسې ډول د کار، عام ژوند او زدکړو په برخه کې بېلا بېل محدودیتونه لګول شوي دي.
پر واکمنۍ یې شاوخوا اوولس میاشتې اوړي خو تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او نړیوالو د دې لپاره یو مهم شرط هم دا ورته ایښی چې د ښځو او بشري حقونو ته درناوی وکړي.












