ناروې خبرې؛ طالبانو یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو ژمنه وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
له طالب استازو سره د خبرو کوربه هېواد ناروې د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، نړیواله ټولنه له طالبانو داسې غوښتنې لري چې د دوی رښتینولي وازمايي او د عملي کولو برخه یې د تعقیب وړ ده.
د طالبانو له لوري یوه تر ټولو مهمه ژمنه راتلونکي پسرلي کې ټولو نجونو ته د ښوونځیو دروازیو پرانستل دي.
طالب استازو د ناروې د لیدو کتو پر دریمه او وروستۍ ورځ د امریکا ، اروپايي ټولنې او نورو لویدیځو هېوادونو له استازو سره وکتل.
طالبانو دا غونډه مثبته بللې او زیاتوي د دې لیدنو په ترڅ کې دوی د هغو اندېښنو په اړه چې نړیواله ټولنه یې لري، خپلې کړنلارې په ډاګه کړي .
طالبانو په ناروې کې د بهرنیو هېوادونو له استازو سره د خبرو پر مهال یو ځل بیا ژمنه کړې ده چې له راتلونکي پسرلي به په ټول هېواد کې د نجونو لپاره د ثانوي ښوونځیو په ګډون د ټولګیو دروازې پرانیزي.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وار د مخه له اسوشیټډ پرېس خبري اژانس سره مرکه کې ورته ژمنه کړې وه، خو داسې ښکاري چې په ناروې کې د روانو خبرو پر مهال پر دې موضوع یو ځل بیا خبرې شوې دي.
د کډوالو لپاره د ناروې د کومېټې مشر یان اېګلنډ په اوسلو کې د طالبانو له استازو سره تر خبرو وروسته بي بي سي فارسي ته ویلي، که طالبان د نجونو زدکړو په اړه خپله ژمنه پوره کړي نو دا به لویه لاسته راوړنه وي.
یاده دې وي چې افغانستان کې له تېرو څو باندې څلورو میاشتو راهیسې د نجونو ثانوي ښوونځي تړل شوي دي او سلګونه زره نجونې پر کورونو ناستې دي.
طالبانو وړاندې ویلي وو چې د مناسبو شرایطو او نوي تعلیمي نصاب له برابرېدو وروسته به د ټولو عمرونو نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته ستنې شي.
"له طالبانو ښکاره غوښتنې لرو"

د عکس سرچینه، Abdulqahar balkhi/titter
په ورته مهال د ناروې د کورنیو چارو وزیر هېنرک تون رسنیو ته ویلي، د سه شنبې پر ورځ به له طالبانو سره د خپلې لیدنې پر مهال له دې ډلې ښکاره غوښتنې کوي او بیا به یې څاري، او ګوري به چې ایا دا غوښتنې پوره کېږي او که نه.
د (اېن ټي بي) خبري شبکه وایي، په دې غوښتنو کې ښایي یوه دا وي چې په افغانستان کې له خلکو سره دې مخامخ بشري مرستو ته زمینه برابره شي.
همدا راز د بشري حقونو، د لږکیو د حقونو، د ښځو د کار او د نجونو د زدکړو ازادۍ او د ښځو د ازاد تګ راتګ او حرکت په برخو کې هم ښایي طالبانو ته شرطونه کېښودل شي.
یاده دې وي چې د طالبانو یو پلاوی د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ له تېرې یکشنبې ورځې له افغانانو او بهرنیو استازو سره په خبرو بوخت دی.
د طالبانو بهرنیو چار وزارت ویاند عبدالقار بلخي په اوسلو کې د طالبانو پلاوي لیدنو، کتنو په تړاو یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ناورې خیریه موسسو استازو ته د بشري مرستو وېش، زدکړو، ماین پاکۍ، روغتیا او مالدارۍ برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، ښاغلي متقي په اوسلو کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نکلسن او د اسیا - پسفیک او سویلي اسیا لپاره د فرانسې له استازو برترنډ لوتهوري او ډیمین سیډ سره لیدلي دي.
امیر خان متقي د دې سفر په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د بريتانيا له ځانګړي استازي نايجل کيسي سره هم کتلي دي.
طالبانو د ښاغلي کیسي له قویله ویلي، بريتانيا اوسمهال له نړيوال بانک سره په خبرو بوخته ده چې ترڅو وکولی شي په روغتيا، تعلیم او د معاشونو برخه کې همکاري وکړي.









