ناروې غونډه؛ متقي: هڅه مو دا ده چې حکومت نور هم ټولشموله کړو

د عکس سرچینه، Getty Images
نن 'جنوري ۲۵ مه ' د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په تړاو د روانو خبرو دريمه او وروستۍ ورځ ده.
پرون چې د دغو خبرو 'مهمه ' ورځ بلل شوې طالب استازو د لوېديځو هېوادونو له استازو سره مخامخ خبرې وکړې.
بهر کې د افغانستان کنګل شوې شتمني او دغه هېواد کې د يوه ټولګډونى حکومت رامنځته کېدل د خبرو يو له مهمو مسلو و.
که څه هم د دغې ناستې ډېر جزييات لا مخې ته نه دي راغلي، خو ويل کېږي چې د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندنې او افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو سره په تړاو پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي.
واک ته له رسېدو وروسته دا په یوه اروپايي هېواد کې له لوېدیځو استازو سره د طالبانو لومړنۍ ناسته ده.
د بي بي سي خبريال داود قاريزاده چې د ناروې پلازمېنې اوسلو ته تللی وايي، دواړه لوري هيله من دي چې دا ناستې به يې خپلو موخو ته نژدې کړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزیر او د دغې ډلې د پلاوي مشر ملا امير اخان متقي دا خبرې ''رغنده '' وبللې خو ويې منله چې د ټولګډوني حکومت د معنی په اړه اختلافات لا هم نه دي حل شوي.
نوموړي بي بي سي ته وويل، "که د ټولګډوني حکومت معنی دا وي چې ټول قومونه په حکومت کې وي هغه شته او که دا معنی ولري چې ټولې برخې او ولايتونه په حکومت کې وي هغه هم موجود دي".
خو ګتنيونکي وايي چې د طالبانو د کابينې ټول غړي او چارواکي نارينه دي او نژدې ټول په دوی پورې تړاو لري او ديني عالمان دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير وويل، "که د اشرف غني حکومت ټولګډونی و، موږ د هغه وخت څوک له حکومته نه دي ايستلي". خو ښاغلي متقي زياته کړه چې "موږ په دې بسنه نه کوو او هڅه مو دا ده چې حکومت نور هم ټولشموله کړو".
پرون د طالبابنو د پلاوی يوه غړي شفيع اعظم بي بي سی ته وويل، چې د خبرو فضا مثبته وه او همدا راز ادعا يې وکړه چې دواړو خواو تر منځ د ښځو تعلیم، بانکي سکتور، اقتصادي برخې تر څنګې په ځينو مواردو کې هوکړې وشوې.
ښاغلی اعظم زياتوي چې سې شنبې به په ګڼو مضوعاتو مفصلې خبرې کېږي او هيله يې څرګنده کړه چې له ګڼو لاسته راوړنو سره به افغانستان ستانه شي.
ليدنې د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي. دا په یوه اروپايي هېواد کې له اروپايي او امریکايي چارواکو سره د طالبانو لومړنۍ ناسته ده او ناروې یې کوربه او تنظیموونکی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په پام کې ده، دې درې وځنۍ غونډه کې به په افغانستان کې د بشري بحران او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې کېږي.
په تېر اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان شمتنۍ او د مرستو لپاره ځانګړې شوي میلیاردونه ډالر په نړیوالو مالي ادارو کې کنګل شول.
د دې وضعیت له کبله په افغانستان کې بې روزګاري ډېره شوه، بانکي سسټم نژدې په ټپه ودرېد او ملګرو ملتونو په دې هېواد کې د سخت بشري ناورین رامنځته کېدو خبرداری ورکړ.
دې خبرو کې د طالبانو پلاوي یوه غړي شفیع اعظم ایسوشیټیډ خبري اژانس ته وویل: ''موږ له دوی غواړو چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړې او د افغانستان عام ولس ته د سیاسي بحثونو سزا ور نه کړي. ''
نوموړی زیاتوي: ''د لوږې له کبله، د سخت ژمي له کبله فکر کوم اوس وخت راغلی چې نړیواله ټولنه د افغانانو ملاتړ وکړي، او د سیاسي اختلافونو سزا ور نه کړي. ''

د عکس سرچینه، Social media
تمه کېږي چې لوېدیځوال به دې خبرو کې له طالبانو د یوه ټولګډونه حکومت رامنځته کولو پر غوښتنه ټینګار وکړي.
د ناروې بهرنیو چارو وزیره انیکن هویتفلډ ټینګار کوي چې دا غونډې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو یا په رسمیت د دوی پېژندلو مانا نه لري.
بل لور په اروپا کې یو شمېر مېشت افغانانو له طالبانو سره د لویدیځوالو پر دې غونډو نیوکې کړې. پر یکشنبه د اروپا ځینې ښارونو کې په دې هکله احتجاجي غونډې هم شوې.
د بي بي سي خبریاله لیزدوسیت په خپل رپوټ کې وايي، ځینې معترضین وايي، طالبان باید د اروپا پلازمېنو ته و نه بلل شي، ځکه د دوی په وینا دا ډله په سیستماتیک ډول د بشري حقونو له قوانینو سرغړونه کوي.
په اوسلو کې له دې احتجاجیانو یوه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، دا غونډې د هغو افغانانو په غم پورې د خندا معنا لري چې د کورنیو غړي یې له لاسه ورکړي دي.








