پر افغانستان خبرې؛ طالب پلاوی ناروې کې د امریکا او اروپایي هېوادونو استازو سره ګوري

خبرې

د عکس سرچینه، Balkhi/Thomas West Twitter

د عکس تشریح، طالبانو سره خبرو کې د امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو استازي ګډون کوي

د افغان طالبانو یو پلاوی به د دوشنبې پر ورځ د ناروې په پلازمېنه اوسلو ښار کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو له استازو سره د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت خبرې کوي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت یوې استازې (بوګسنېس ټووا) د بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، په دې خبرو کې به د امریکا، اروپایي ټولنې، بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او ناروې استازې شامل وي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس وېسټ هم په دې خبرو کې د ګډون لپاره اوسلو ښار ته رسېدلی دی.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له خپلو متحدینو، شریکانو او مرستندویه ادارو سره په ګډه افغانستان کې بشري ناورین ختمولو هڅه کوي.

تامس وېسټ لیکلي، د امریکا د ګټو او د یو داسې افغانستان لپاره چې ثبات ولري، حقوق پکې خوندي وي او ټولشموله وي، له طالبانو سره روښانه دیپلوماسۍ ته دوام ورکوي.

په دې خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي کوي، او یو شمېر نور طالب چارواکي هم پکې شامل دي.

د طالبانو د پلاوي یو غړي بي بي سي ته وویل، ښاغلي متقي یکشنبه د دې سفر پر لومړۍ ورځ یو شمېر اروپا مېشته افغان شخصیتونو او مېرمنو سره وکتل.

دې سرچینې زیاته کړه، ښاغلي متقي د دې افغانانو ستونزې، ګیلې، نیوکې او اندېښنې واورېدې او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې د نظام د تقویې لپاره د طالبانو هلې ځلې روانې دي او افغانستان کې د ثبات لپاره کار کېږي.

د طالبانو استازو او يو شمېر افغان مدني فعالانو تر ليدنې وروسته ګډه اعلاميه کې راغلي، د ناستې ګډونوالو د يوه بل نظريات اورېدلي او په دې ټينګار شوی چې د هېواد د سياسي، اقتصادي او امنيتي ښېرازۍ لپاره به ټول افغانان په ګډه کار کوي. د اعلاميې له مخې د ټولو ستونزو حل تفاهم او ګډه همکاري بلل شوې ده.

خو یو شمېر سرچینو بي بي سي ته ویلي، په دې کتنه کې یو شمېر افغانانو د طالبانو پر کړنلارو نیوکې وکړې او له دوی یې وغوښتل چې هغه دوه ښځینه فعالانې دې خوشي شي چې ویل کېږي په دې وروستیو کې کابل کې لادرکه شوې دي.

خو افغان طالبان وایي، د دوی لخوا هېڅ کومه ښځینه فعاله نه ده نیولې شوې او ځینې کسان ښایي د اوسني نظام بدنامۍ لپاره جعلي ګنګوسې خپروي.

"دا لیدنې د طالبانو په رسمیت پېژندلو معنا نه لري"

ناروې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو پلاوی د ناروې لخوا استول شوې یوه ځانګړې الوتکه کې دې هېواد ته ورسېد

ناروې ته له روانېدو مخکې امير خان متقي رسنیو ته استول شوي یو غږیز پیغام کې ویلي، خوښ دی چې له نړیوالو سره یې سیاسي اړیکې پر ښه لور روانې دي او تمه لري چې دا سفر به یې له لاسته راوړنو ډک وي.

په ورته مهال ناروې ته د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير له سفر سره سم، د احمد مسعود په مشرۍ د "ملي مقاومت جبهې" په نامه ډلې يو شمېر پلويانو په لندن کې د ناروې سفارت مخې ته مظاهره کړې او د ناروې له حکومت يې غوښتي چې طالبان په رسمیت ونه پېژني.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا سفر د طالبانو په رسمیت پېژندلو معنا نه لري، خو نړیواله ټولنه باید د افغانستان اوسنیو واکمنو سره خبرې وکړي او نه باید چې افغانستان کې سیاسي وضعیت په یوه بشري ناورین بدل شي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دې هېواد کې بشري وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې میلیونونه افغانان وار د مخه له سختې لوږې سره مخ دي او په ساړه ژمي کې افغانستان له یو جدي بشري ناورین سره مخ دی.