طالبانو ښځينه زدکوونکې په بېلا بېلو برخو کې له ماسټرۍ کولو منع کړې دي

کانکور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو شمېر افغان زدکوونکې د کانکور ازموینې پر مهال
    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي

طالبان وايي د کابل پوهنتون د ماسترۍ کچې زده کړو لپاره ښځینه زده کونکې په یو شمیر څانګو یا رشتو کې ګډون نشي کولی.

د طالبانو حکومت په کابل پوهنتون کې خبرتیاوې ځړولې چې ښځینه زدکړیالانې د کرنې، سوداګرۍ، کمپیوټرساینس او انجنیرۍ په څېر څانګو کې د ماسټري کولو موقعه نه لري.

یو شمیر زدکونکو دا په ښونیز ډګر کې د طالبانو د سختو تګلارو پلې کول یاد کړي چې وايي د هیواد راتلونکې پوهنېزه اډانه زیانمنولی شي.

پرله پسې مو د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت له ویاند سره په دې تړاو اړیکه وکړه چې د دغه نوي ګام دلایل څه دي، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.

په دغه وزارت کې د کانکو ازموینو د چارو ریس عبدالقادر خاموش وړاندې د ملي کانکور ازموینې پر مهال بي بي سي ته ویلي وو، "کرنه، وترنري، نفت او ګاز، د ځکمپېژندنې او جیولوژي هغه څانګې دي چې نجونې نشي کولی سږني کارنکور کې یې د لوړو زدکړو لپاره غوره کړي".

هغه ټینګار لاره چې دغه برخه کې د لېوالو نجونو شمېر خورا لږ دی.

دې کار یو شمیر افغانان غوسه کړي چې دا په لوی لاس د هېواد ښوونیزې اډانې ته زیان رسول دي چې راتلونکي کې بېلابېلو مسلکونو کې خلک له ستونزو سره مخ شي.

"طالبان دې د محدودیتونو پر ځای تعلیمي چارې ښې کړي"

تعلیم

د عکس سرچینه، Getty Images

هیلۍ، چې په ننګرهار کې یې پوهنتون لوستی او په دې وروستیو کې یې د اقتصاد برخه کې له هندوستانه د ماسټرۍ کچې زدکړې کړې، وايي د طالبانو واکمني باید د محدودیتونو پرځای د تعلیمي چارو ښه والي ته کار وکړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو چارو مرستیال کرامت الله اخندزاده بغلان ولایت ته د سفر پر وخت یوه وینا کې ویلي، په پام کې ده چې د ښونځيو اوسمهالی نصاب ایسته شي او یو نوی نصاب یې ځای ونیسي.

طالبان دمګړۍ په کور دننه او نړیواله کچه له دې امله هم له سخت فشار سره مخ دي چې پر واګو له ولکې وروسته یې د هیواد د منځنۍ دورې شاوخوا یو میلیون نجونو پر وړاندې ښوونځي وتړل.

په دې وروستیو کې ۲۷ هیوادونو په یوې ګډې ویناپاڼې کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې افغانستان کې د ښځو د ژوند کړاو کمولو لپاره دې عملي ګامونه پورته شي.

دا تېره اونۍ په ترکیه کې هم د اسلامي نړۍ د عالمانو یوه بنسټ له طالبانو غوښتنه وکړه چې ژر دې د نجونو پر وړاندې تړلي ښوونځي پرانېزي.

طالب ویاند د دغو علماو ځواب کې ویلي، ښوونځي به خامخا پرانېستل کېږي، خو ویې نه ویل چې کله؟