د کابل پوهنتون له لیليې د محصلینو نجونو ایستلو پر ضد احتجاج شوی

د کابل پوهنتون یو شمېر محصلینو نجونو د هغه څه پر ضد احتجاج کړی، چې دوی یې د پوهنتون له لیليې د یو شمېر ښځینه محصلینو اجباري ایستل بولي.
احتجاجي محصلینو په په دې هکله یوه پرېکړه لیک کې چې رسنیو ته یې استولي لیکلي دي د ''اوسني وضعیت او په ځانګړې توګه د نجونو محصلینو جبري ایستلو '' پر ضد احتجاج کوي.
په یوه ویډیويي کلیپ کې مظاهره کوونکې نجونې اورېدل کېږي چې وايي، ''طالبانو په داسې لهجه چې له سپکاوي ډکه وه '' دوی ته اخطار ورکړی و، چې له هغه ځایه ووځي او که نه ''هره شېبه کېدای شي ځانمرګی برید وشي. ''
سره له دې چې دا مظاهره د مخکینیو هغو په شان د طالبانو له خوا ونه ځپل شوه خو دا اجازه یې هم ورنکړه چې سره یوځای ودرېږي او ډله ییز شعارونه ورکړي.
د مظاهرې یوې ګډونوالې وویل:
''طالبانو په دې خبرو چې ګواکې ځانمرګي برید به وشي زموږ اعتراض یې سره وپاشه. او داسې خبرې یې کولې چې نجونې خپله روحیه له لاسه ورکړي او وډارې شي. دا داسې خلک نه دي چې افغان ښځو اعتراض ومنلی شي او په مدنیت باور ولري. ''
رپوټونو کې ویل شوي، د کابل پوهنتون له لیليې ایستل شوې نجونې هزاره توکمه دي.
بل لور په د طالبانو حکومت لوړو زدکړو وزارت په یوه اعلامیه کې هغه موضوع په کلکه رد شوې چې ګواکې دا نجوني د ''قومي تبعیض '' پر بنسټ له لیليې ایستل شوې دي.
د لوړو زدکړو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي:
''د لوړو زدکړو وزارت غواړي ووايي، چې له محصلینو هېڅوک هم د قومي تبعیض پر بنسټ نه دی اخراج شوي، بلکې ځینې محصلین چې د لیلیې لوایح او مقررات یې تر پښو لاندې کړي وو، د ځانګړې کمېټې د پرېکړې پر بنسټ له لیلیې ایستل شوي/شوې او دا انظباتي مقررات د قومي، نژادي او سمتي تړاو ته له پام پرته پر ټولو محصلینو تطبیق شوي دي. ''
د لوړو زدکړو په اعلامیه کې راغلي، د کابل پوهنتون اوسمهال ۲۴ زره محصلین لري، چې له دې ډلې یې درې زره تنه د پوهنتون په لیلیه کې مېشت دي.
له دې مخکې د طالبانو حکومت د کابل والي ندا محمد ندیم د لوړو ده کړو وزارت دسرپرست په توګه وټاکه. د یادونې ده چې دلوړو زده کړو پخواني وزیر عبدالباقي د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.
ښاغلی حقاني د طالبانو د حکومت هغه چارواکو بپه ډله کې دی چې په نړیواله کچه ورباندې بندیزونه لګېدلي دي.










