د پاکستان دیني عالمانو د طالبانو لومړي وزیر سره کتلي؛ دوی څه غواړي؟

د عکس سرچینه، Taliban
په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وايي، د پاکستان د یني عالمانو یوه پلاوي په کابل کې د طالبان حکومت له لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند سره کتلي دي.
د دغې کتنې په اړه طالب چارواکي ډېر څه نه وايي، خو د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو تلویزیون پر ټویټر لیکلي، ملا حسن پاکستاني دیني عالمانو ته ویلي چې حکومت یې د پاکستان په ګډون سیمې او نړۍ سره ښياړیکي غواړي.
د ارګ په ناسته کې د طالبانو د سترې محکمې مشر مولوي عبدالحکیم او د لوړو زدکړو وزیر عبدالباقي حقاني هم لېدل کېږي.

د عکس سرچینه، Twitter
د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې بي بي سي پښتو ته وویل چې د پاکستان دغه پلاوي د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني او ځینو نورو وزیرانو سره هم کتلي دي.
د دیني عالم مفتي تقي عثماني په مشرۍ د خبرو لپاره کابل ته د پاکستاني دیني عالمانو د پلاوي له تګ سره سم، د پاکستاني طالبانو تحریک(TTP) په خپل پیغام کې ویلي، چې "دوی نه د هېواد ضد غورځنګ دی او نه هم د هېواد د دښمنانو په اشارې کار کوي."
په کابل کې له ډېرې مودې راهیسې د پاکستاني طالبانو ځینې مشران د افغان طالبانو په کوربتوب میشت دي. څو اوونۍ وړاندې هم د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو او د پاکستانيحکومت د استازو ترمنځ د سولې خبرو منځګړتوب کړی و.

د عکس سرچینه، Taliban
د پاکستاني طالبانو په پيغام کې د پاکستاني عالمانو په تګ د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ ويل شوي چې له مفتي تقي عثماني او نورو علماوو سره له ډېر وخت وروسته ليدنه کوي.
د پاکستان د عالمانو دغه پلاوی له تېرو دوو ورځو راهیسې کابل کې دی.
د دغو خبرو موخه دایمي اوربند ته د پاکستاني طالبانو هڅول دي.
یوې باخبره سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، د دغه پلاوي او د پاکستاني طالبانو د مشرانو ترمنځ خبرې د سه شنبې له ماښامه پیل شوې دي. خو د خبرو ډېر جزیات نه دي په ډاګه شوي.
"دوی د قبایلو د خپلواک حیثیت ختمول نه پیژني"

د عکس سرچینه، Twitter
ټي ټي پي په خپل پېغام کې ويلي، قبايلي سيمو د انګرېزانو په دور کې هم خپلواکه حيثيت درلود. د پاکستان طالبانو یو شرط دا دی چې قبایلو ته دې بیرته پخواني ازاد حیثیت ورکړل شي او پوځ دې له دغو سیمو واېستل شي.
د پاکستان د تحریک طالبانو دغې خبرپاڼه کې دوه بنسټیز ټکي ښکاري، یوه دا چې له خېبرپښتونخوا صوبې سره د قبایلي سیمو یوځای کول په رسمیت نه پېژني او بله دا چې په قبایلي سیمو کې د وژنو پړه د پاکستان دولت په غاړه اچوي.
په خبرو کې د دیني عالمانو رول څومره مهم دی؟

د عکس سرچینه، Taliban
د پاکستاني عالمانو په پلاوي کې له تقي عثماني پرته مولانا طیب او ګڼ نور پاکستاني دیني عالمان هم شته.
له کابله ترلاسه شوي رپوټونه وايي، د افغانستان د عالمانو یوه پلاوي هم د سه شنبې په ورځ له دغه پلاوي سره وکتل.
تیر ماښام د دغو عالمانو او د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو لومړۍ ناسته ترسره شوه، چې په کې پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې وشوې. خو تر دې دمه یې جزیات نه دي معلوم.
دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې دا ډول کړکیچونو حالاتو پر مهال دیني عالمانو ته مخ وراړول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جنوبي وزيرستان يو قومي مشر د نوم نه ښودلو په شرط وايي، چې ډېرو افغان او پاکستاني طالبانو هغو مدرسو کې زده کړې کړې دي، چې دغه عالمان يې استادان دي او طالبان د دغو عالمانو ډېر درناوی کوي.
پاکستان کې میشت خبریال مشتاق یوسفزي بي بي سي ته وویل، "دا دیني عالمان نه یوازې په پاکستان کې بلکې په افغانستان کې خپل مینه وال لري او دوی به هڅه وکړي چې پاکستاني طالبان دایمي اوربند لپاره قانع کړي او تر څنګ یې دې ته به یې هم اړ کړي چې پر هغو شرطونو ډېر ټینګار ونه کړي چې عملي کول یې ستونزمن وي یا وخت نیسي."

د عکس سرچینه، Taliban
نوموړی وايي، ټاکل شوې وه چې د علماوو د پلاوي سفر تېره مياشت ترسره شوى وی، خو وځنډول شو.
د جنوبي وزيرستان يو قومي مشر بیا وايي، په ټي ټي پي او افغان طالبانو کې شامل اکثره کسانو د پاکستان په مدرسو کې ديني زدکړې کړياو مفتي تقي عثماني د دوی لپاره ډېر ارزښت لري.
دا چې عالمانو دغه پلاوی به تر کومه حده پاکستاني طالبانو ته قناعت ورکولی شي، له خبرو اترو وروسته به معلومه شي، خو د جنوبي وزیرستان یوه قومي مشر وايي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې خبرې روانې دي او لږ تر لږه څلورو تر پنځو غونډو کې خپله هم برخه اخیستې ده.










