له تحریک طالبان پاکستان سره تر فشار لاندې خبرې

د عکس سرچینه، AFP
- Author, نذیر احمد سهار
- دنده, لیکوال او خبریال
د پاکستان حکومت او ددغه هېواد د طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي روانه میاشت پر یوه لنډمهالي اوربند هوکړه وکړه چې د مې تر۳۰ مې نېټې پورې به دوام کوي. داسې اټکل دی چې د خبرو اترو د نورو پړاوونو لپاره دغه اوربند نور هم وغځیږي.
د اوربند دغه خبرې د افغان طالبانو په منځکړتوب په افغانستان کې ترسره شوې. په دغو خبرو کې د پاکستان د پوځي استازو په ګډون قبایلي مشرانو او د ټي ټي پي جګپوړي پلاوي ګډون درلود.
هممهاله د پاکستان حکومت د ټي ټي پي ۳۰ تنه بندیان له زندانونو خوشي کړل چې د طالبانو د فعالیت د ټولو سیمو شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، دیره اسماعیل خان، باجوړ، سوات، خیبر او دیر وسله وال پکې شامل دي. حکومت ددې بندیانو خوشي کول په رسمي توګه نه دي په ډاګه کړي.
په خبرو اترو کې ښکیلو دریواړو اړخونو له رسنیو سره تراوسه د خبرو جزئیات نه دي شریک کړي او یوازې یې د خبرپاڼو په خپرولو بسنه کړې ده. خو ټي ټي پي ته نږدې سرچینې وايي، چې دې ډلې له پاکستاني پلاوي نه د خپلو زندانیانو خوشي کول، له وزیرستان او قبایلي سیمو نه د پوځ وتل، بېرته ملېشو ته د امنیتي چارو سپارل، د قبایلي سیمو پخوانی ازاد حیثیت اعاده کول، د شرعي نظام نفاذ او په امریکا کې د بندي پاکستانۍ وګړې عافیه صدیقي خوشي کول غوښتي دي.
د سرچینې په باور، د ټي ټي پي د یو شمېر زندانیانو د خوشي کولو په برخه کې پرمختګ شوی، خو درې نور شرایط یې ننګوونکي دي. په دې کې دوه مهم شرطونه د شریعت نفاذ او له قبایلي سیمو نه د پوځ وتل دي، چې په تکرار سره د تېرو حکومتونو له خوا نه دي منل شوي.
په ۲۰۰۹ کال کې د سوات د سولې له هوکړه لیک او له هغه وړاندې په مالاکنډ کې د شریعت د نفاذ لایحې وروسته چې په ټول سوات ، مالاکنډ او شاوخوا سیمو کې یې تاوتریخوالي او بنسټپالنې ته لمن ووهله، پاکستاني حکومتونه د شریعت د نفاذ په برخه کې له مذهبي ډلو او ټي ټي پي سره جوړجاړي ته زړه نه ښه کوي.
پاکستان هڅه کوي چې له ټي ټي پي سره خبرې اترې ددوی د شرایطو په اډانه کې وي او طالبان د لږو امتیازاتو او لږ حساسیت پاروونکو غوښتنو د منلو په بدل کې له جګړې لاس واخلي.
اسلام اباد له افغانستان نه د ناټو او متحده ایالتونو د ځواکونو له وتلو او په افغانستان کې د هند د حضور له پیکه کېدو وروسته د کابل له اړخه له امنیتي پلوه یو ډاډمن او همکار چاپیریال لري او پر ډیورنډ کرښه یې د پخوا په څېر د ډېرو پوځیانو ساتلو اړتیا نشته، خو پوځ په قبایلي سیمو کې تر اوږده مهاله د خپل حضور خوندي کول غواړي. له ټي ټي پي سره د هوکړې په هدف ښايي دا نرمښت وښيي چې پوځیان په بارکونو او قرارګاوو کې پاتې شي او د امنیت، تلاشیو او ګزمو چارې د پخوا په څېر ملېشه ځواکونو ته وسپارل شي.
د ټي ټي پي او پاکستاني حکومت ترمنځ د نوي پړاو خبرې اترې د تېر کال په فبروري کې د افغان طالبانو او قبایلي مشرانو په منځګړتوب پېل شوې. دغه مهال پاکستاني طالبانو د خپلو دریو جګپوړو غړو په ګډون د څه باندې ۱۰۰ بندیانو د خوشي کولو غوښتنه درلوده.
افغان طالبان د پاکستان تر فشار لاندې

د ټي ټي پي په مساله کې افغان طالبان وروسته له هغې جدي شول چې په قبایلي سیمو کې ددې ډلې بریدونه چټک شول او پاکستان یې په غبرګون کې د افغانستان په خاوره کې پر جنګیالیو بمبارۍ وکړې.
د ټي ټي پي د راتلونکي په تړاو د پرېکړې لپاره پاکستان افغان طالبانو ته دوه انتخابونه لري.
یو، ټي ټي پي خبرو اترو ته وهڅوي او په پایله کې یې دا ډله په پاکستان او قبایلي سیمو کې خپل بریدونه ودروي.
دویم، که خبرې اترې نه بریالۍ کیږي او د طالبانو حکومت ټي ټي پي له افغان خاورې نه شي اېستلای، د افغانستان شمال او هغو سیمو ته یې ولېږدوی، چې له ډیورنډ کرښې سره پوله نه لري.
دغسې غوښتنه د افغانستان له پخوانیو واکمنو نه د وخت برېټانیايي هند هم درلوده. ډیری هغه جنګیالي چې په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د بریټانیايي هند پر وړاندې جنګېدل په لویه پکتیا کې اوسېدل او له دې ځایه په قبایلو کې نفوذ او د کرښې په دواړو خواوو کې د جنګیالیو جلب او جذب او افراداي قوت جوړول ورته اسانه و. خو کله چې دغو جنګیالیو او ددوی کورنیو ته د افغانستان په شمال او نورو ولایتونو کې پراخې ځمکې او نور امتیازات ورکړل شول، خپلمنځي اړیکې یې کمزورې او په وزیرستان او قبایلو کې یې فعالیتونه ټکني شول.
ټي ټي پي به د افغانستان شمال او له ډیورنډ کرښې لرې پراته ولایتونه د خپل فعالیت او پایښت لپاره وړ جغرافیا ونه ګڼي.
له قبایلي سیمو نه چې څومره ددوی واټن ډیریږي پر جلب او جذب، اکمالاتو او د اړیکو پر شبکه یې منفي اغیز کوي. په شمال کې دوی ته ښايي تر ټولو ستره ننګونه نوی پېچلی چاپیریال او دلته واردمخه فعاله ډله داعش یا اسلامي دولت وي. دلته ډیری هغه بدخشاني، تخاري، ازبک، ایغور او ترکمن جنګیالي را غونډ دي، چې دوی په وزیرستان او قبایلو کې ورسره نږدې همکارۍ او پراخې اړیکې درلودې.
په تېره ازبک جنګیالي چې له ټي ټي پي سره یې د افغانستان او پاکستان په ټولو جګړو کې ملګرتیا کوله. د هغوی په منځ کې داعش ته تمایل ډېر دی. ټي ټي پي هم له خپل منځه دداعش پرلور د تمایل مخینه لري او که دوی هلته لېږدول کېږي، یوه برخه جنګیالي به یې په یوه نوې جګړه کې ښکیلیږي. افغان طالبان هم ښايي دې ننګونې ته ځیر وي.
قبایلو ته ستنېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان او ټي ټي پي د مختلفو ډلو ترمنځ د سولې مخکیني تړونونه ډېری له امتیازاتو سره مل وو. دغه امتیازونه ډېری د قبیلو په کچه او تر قبیلوي چتر لاندې ورکړل شوي دي.
له ۲۰۰۴ کال نه تر ۲۰۰۹ کال پورې نېک محمد وزیر، بیت الله مسید، مولانا فضل الله، مولوي نذیر او حافظ ګل بهادر له حکومت سره تر تړونونو وروسته په بازارونو کې رسمي دفترونه پرانېستل او بازارونه او د ژوند سیسټمونه یې کنټرولول. د واڼه په څېر سیمو کې د امنیت، محکمو، ښاروالۍ او ترافیکو د مدیریت مسوولیت ددوی پرغاړه و او عواید هم ټول دوی ټولول.
د پاکستان په واکمنه طبقه کې یو شمېر کسان په دې باور دي، چې د ټي ټي پي د کنټرولولو په خاطر باید دې ډلې ته په خپلو سیمو کې په ټیټه کچه د قومي لښکرو په اډانه کې ځای ورکړل شي او په دې توګه هغوی په خپلو سیمو کې د امنیت او ثبات ځواب ویونکي واوسي. په دې ډول قبیلې د پخوا په څېر طالبانو ته او طالبان قبیلو ته مسوول ګرځول کیږي.
د پاکستان حکومت د امن لښکرې له دې وړاندې هم تجربه کړې خو په دې توپیر چې مخکې دا رول د ټي ټي پي مخالفو ډلو ته ور کول کېده چې په قبیلوي او تنظیمي دواړو لحاظونو یې ددې ډلې پر وړاندې کمزوری دریځ درلود. په قبایلو کې قومي لښکر او د څلویښتي په نامه امنیتي- تادیبي ځواک اوږده مخینه لري چې په وروستیو لسیزو کې یې یونیم ځل مذهبي یا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رول هم لوبولی.
د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د اسلامي همکاریو سازمان په یوه غونډه کې چې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه، وویل، چې امریکا او اروپايي ټولنه دې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو او زده کړو په برخه کې د افغانستان فرهنګ په پام کې ونیسي. دده په باور، ښوونځیو ته د نجونو نه استول "د پښتنو کولتوري مساله" ده.
دې ته په پام ښايي داسې فکر کېږي، چې حکومت او پوځ به د "پښتني دود او رواج" تر چتر لاندې لږترلږه د شریعت یوه محدود او غلي نفاذ ته چې سیمه ییز او نړیوال غبرګونونه را ونه پاروي، لاره پرانېزي.
خو وزیرستان او قبایلو ته د ټي ټي پي بیرته ستنېدل او احتمالي امتیازونه په پریکنده ډول د سولې د تضمین او اوربند غځېدو په مانا نه دي. پاکستاني طالبان دمګړۍ د ځوانو جنګیالیو په ځانګړې توګه ځانمرګو بریدګرو له کمي سره مخ دي. ددې تشې د ډکولو لپاره دوی ته بېرته د خپلو ځانګړو مدرسو فعاله کول حیاتي دي.
قبایلو ته د ټي ټي پي له ستنېدو سره ښايي ډیرې قبیلې همغږې نه وي، خو پخوانیو ترخو تجربو ته په پام د مخالفت غږ یوازې د ملتپالو ګوندونو له ټربیونونو اورېدل کېږي. پي ټي اېم د یوه ځوان روښانفکره او سوله ییز غورځنګ په توګه له روانو خبرو اترو او کېدونکو پرېکړو اندېښمن دی. دوی پر پوځ بې باوره دي او ویریږي، چې قبیلې به یوځل بیا د جنګیالیو له خوا یرغمل شي او پر قبایلي سیمو به بېرته پخوانی وضعیت واکمن شي.
د دغه غورځنګ یوه مخکښ غړي عالمزیب مسید د جنوبي وزیرستان په شوال کې د سولې یوې قومي جرګې ته وویل، چې قومونه او قبیلې د طالبانو او حکومت ترمنځ د خبرو اترو د پایلو او عواقبو مسوولیت پرغاړه نه شي اخستی. هغه وویل چې پوځ غواړي جنګیالي په قبیلو کابو کړي.
له ۲۰۱۴ کال وروسته چې قبایل د سولې او جګړې په خبرو اترو کې څنګ ته شوې، قبیلوي جرګو د حکومت او طالبانو ترمنځ د منځګړتوب له رول لوبولو ډډه کوله ځکه ددوی په باور قبیلې په تېره شل کلنه جګړه کې د ژرندې د دوو پلونو ترمنځ واقع شوې دي. خو اوس داسې برېښي، چې حکومت د یو شمېر قومي مشرانو په ملاتړ ترلاسه کولو کې بریالی شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کورمې اجنسۍ توري چې له ټي ټي پي او حقاني شبکې نه ښې خاطرې نه لري، تر ټولو ډېر د طالبانو له راستنېدو اندېښنه لري. خو دوی دا ځل د نوي حکومت په کابینه کې وزیر لري. حکومت تمه لري چې ښايي نوموړی د خپلې قبیلې د اندېښنو په کمولو کې اغیزناک ثابت شي.
له پاکستاني حکومت سره د طالبانو تېرې ټولې هوکړې ماتې شوې او له هرې هوکړې وروسته جنګیالۍ ډلې د تړونونو د امتیازاتو له امله پیاوړې شوې دي. د شریعت د نفاذ په برخه کې حکومت نه غواړي چې دې ډلې ته مذهبي مشروعیت ور کړي او نه هم د پاکستان پوځ او سیاسي ګوندونه ددې غوښتنې اورېدلو ته چمتو دي. پوځ په قبایلي سیمو کې د پاکستان له جوړېدو وروسته د لومړي ځل لپاره دومره پراخ او ځواکمن حضور لري او دغه حضور د پاکستان د ملي امنیت د ټینګښت ضامن ګڼي.
په دغسې وضعیت کې چې د طالبانو بنسټیز شرطونه د عملي کېدو وړ نه برېښي، د خبرو اترو د بریالیتوب او اوږدمهاله اوربند ډېرکم څرکونه ښکاري.
خو له دې ټولو سره سره حکومت ښايي یو بل غوراوی ولري. په داسې وخت کې چې په سیمه کې پخوانی جګړه ییز چاپیریال واکمن نه دی، د یوه پیاوړي غورځنګ په توګه د ټي ټي پي پاتې کېدل به هم پاکستان ته له ګواښه خالي نه وي. پر دغسې غورځنګونو د کنټرول لپاره دولتونه بېلابېل انتخابونه لري، چې یو پکې د مشرۍ بدلون دی. د ټي ټي پي په مشرۍ کې بدلون راتلل اسلام اباد ته دا توان ور کوي چې په دې ډله کې نفوذ وکړي او په تدریج سره یې تر خپل کنټرول لاندې راولي.
نذیراحمد سهار افغان ژورنالیست او څیړونکی دی، چې د قبایلي سیمو او ډیورنډ کرښې دواړو غاړو کې د جنګیالیو ډلو په اړه وخت ناوخته لیکنې او څېړنې کوي.










