افغانستان کې له طبي زدکړو د فراغت ازموینه کې د نجونو ګډون ځنډول شوی

د عکس سرچینه، MOHE
په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د ازموینو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې له طبي زده کړو فارغو ځوانانو ته خبر ورکړی چې د سلواغې میاشتې پر ۲۹ وروستۍ ازموینه چې 'Exit exam' یې بولي ددغه ادارې له لوري اخستل کېږي.
د طبي شورا له ادارسه د ازموینو ملي ادارې ته په یوه لیږل شوي مکتوب کې راغلي "د افغانستان طبي شورا په پام کې لري د ډېرو متقاضیانو او لږو فزیکي امکاناتو له کبله دا ازموینه د هلکانو او نجونو په دوو جلا دورو کې واخلي."
مکتوب کې لیکل شوي چې د هلکانو ازموینه به د روانې سلواغې میاشتې پر ۲۹مه چې د سې شنبې ورځ کیږي واخیستل شي او د نجونو لپاره به بیا بله نیټه اعلان او جلا ازموېنه وي.
د دغې ازموینې لپاره د کارتونو وېش او بایومټریک هم د راتلونکې پنجشنبې او جمعې پر ورځو له نجونو پرته په پام کې نیول شوي.
د ازموینو ملي ادارې ویلي د ازموینو مهالوېش او ځایونه به هم ژر اعلان کړي.
له خصوصي او دولتي پوهنتونونو د طب برخه کې فارغ شوي ځوانان او نجونې تر هغې چې د Exit exam یا وروستۍ ازموینه کې نه وي بریالي شوي، د کار جواز نه ورکول کیږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې هر کال زرګونه ځوانان او پېغلې د طب له پوهنځیو او طبي انستیوتونو فارغیږي او دغه وروستۍ ازموینه کې فراغت ته شېبې شمېري.
طبابت یو له هغو مسلکونو دی چې د اړتیا له مخې او همدا ډول له کولتوري پلوه افغانې نجونې یې د لوړو او نیمه لوړو زدکړو لپاره ډیر غوره کوي.
د ازموینو په ملي اداره کې یوه چارواکي د دغه وروستي مکتوب په اړه بي بي سي ته وویل "دا مکتوب یو ناڅاپي راغی او دوی به د طبي شورا له لارښونې سره سم راتلونکې اونۍ یوازې له هلکانو ازموینه واخلي."
په طبي شورا کې هم یوه مسول کس له ډېر وضاحت پرته بي بي سي ته وویل د نجونو لپاره دا ازموینه د 'امرثاني' په بڼه درول شوې او دوی د نجونو د ازموینې کره نېټې په اړه سملاسي څه نشي ویلای.
په افغانستان کې که څه هم د طالبانو په امر په ډېرو ادارو کې ښځې له کاره ګرځول شوې خو روغتونونو او ښونځيو کې د کار دروازې پرې بشپړې نه دي بندې سره له دې چې دې برخه کې یې هم ورته ټینګ شرطونه ایښي دي.

د عکس سرچینه، Adela
له دې وړاندې د دېسمبر پر ۲۰مه داسې مهال چې په پوهنتونو کې عمومي ازموینې روانې وې طالبانو ښځو ته امر وکړ چې د دوی په اصطلاح تر 'امرثاني' دې پوهنتونو ته نه ځي، د طالبانو حکومت له دغه اعلانه وروسته ښځې په موسسو او مرستندویه نادولتي ادارو کې له کاره هم وګرځولې.
د طالبانو دې سختو کړنو پراخ ملي او نړیوال غبرګونونه هم وپارول خو دغه واکمنه ډله لا هم پر خپل دریځ ټینګه ولاړه ده. د منځنۍ دورې نږدې یو میلیون زده کونکې او د پوهنتونونو لسګونه زره محصلینې په دې تمه دي چې زده کړو ته به پرېښودل شي، خو طالبان ورځ تربلې نوې ځپونکې تګلارې پلې کوي.












