پر افغان ښځو محدويتونه؛ طالبان وايي لارښوونې يې نه عملي کېدې

د ویډیو تشریح، پر افغان ښځو محدويتونه؛ طالبان وايي لارښوونې يې نه عملي کېدې

طالبان وايي ښځې یې افغانستان کې ځکه له پارکونو او ساتېرځايونو منعه کړې، چې د دوی له لوري ورکړل شوې لارښوونې نه عملي کېدې.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت وياند وايي خپلې شخصي غوښتنې یې نه دي تپلې.

طالبان پر دې باور دي چې افغانستان کې يې پر واګو له ولکې راهيسې ګواکې اسلام پلی کوي.

دوی د خپل سوچ او مذهبي ايډيالوژۍ پلي کولو په موخه د خلکو چلن کنټرول لپاره د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت جوړ کړی دی.

د بي بي سي خبريالې يوګيټا ليمايي د طالبانو امر بالمعروف وزارت له وياند سره خبرې کړې دي.