پر افغان ښځو د طالبانو بندیزونه

د ویډیو تشریح، پر افغان ښځو د طالبانو بندیزونه

افغانستان کې پر ښځو د طالبانو بندیزونو په کوردننه او بهر ډېر کسان بوږنولي او په غوسه کړي دي.

له دې بندیزونو يو يې سفر کې د محرم نشتوالي محدودیت دی، چې ګڼ شمېر افغان ښځې يې له کړاو سره مخامخ کړې په تېره بيا هغوی چې کورنيو کې نارینه کس نه لري.

د ډېرو نورو لپاره هم دا یو اضافه لګښت دی.

ډېر دیني پوهان هم پر دې باور دي چې ډېرو اوسنیو حالاتو کې دا ډول محدودیتونه، نه کوم ديني اړخ لري، نه عملي دي، او نه يې کوم بل اسلامي هېواد کې څه ساری لیدل کېږي.

خو طالبان د خپل سوچ له مخې دا محدودیتونه د اسلام او شرعیت برخه ګڼي.

نور حال د نجما ځلا راپور کې: