د طالبانو دفاع چارسمبالی وزیر: قطر له موږ سره دفاعي تړون ته لېوال دی
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي سکاټلنډ
د طالبانو د ملي دفاع وزارت چارسمبالی وايي، قطر ته یې د خپل سفر پرمهال ددغه هېواد له چارواکو سره د افغان ځواکونو د تنخاوو، یونیفورم، روغتیا، د سرحدونو د ساتنې لپاره د تخنیکي وسایلو او وسایطو په اړه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ملا محمد یعقوب مجاهد له قطر نه تر ستنېدا وروسته ویلي، د قطر له امیر سره خبرو کې یې پر امنیتي او ددفاع وزارت اړوندو مسلو مهمې خبرې درلودې.
ملا محمد یعقوب چې په یوه ګاډي کې ناست دی او ګاډی چلوي، د ملي تلوېزیون د خبریال پوښتنې ځوابوي، وايي، له قطر یې له افغان پوځ سره د همکارۍ غوښتنه وکړه:
ښاغلي مجاهد ویلي: "د پوځ د تنخاوو په اړه مو د همکارۍ غوښتنه ترې وکړه، ځکه چې قطر یو اسلامي هېواد دی. د یونیفورم جوړلو کې مو همکاري ترې وغوښته".
د طالبانو حکومت کې د دفاع چارسمبالی وزیر وايي، د افغانستان سرحدونو ته د دوی اداره ډېر پام کوي او له قطر یې هم غوښتنه دا وه چې د سرحدونو د ساتلو برخه کې له طالبانو سره همکاري وکړي او تخنیکي وسایل ورته چمتو کړي.

د عکس سرچینه، طالبان
"د بېلګې په توګه د سرحدونو ساتلو لپاره د کنډکونو، ټولیو او پوستو او تعمیراتو جوړولو کې مو لاسنیوی وکړي یا داسې موټر چې موږ د امنیت ټینګولو لپاره ګزمې پکې وکړای شو چې قطري چارواکو د همکارۍ ژمنه وکړه".
د طالبانو دغه چارواکی وايي، قطر ته یې د سفر یوه موخه دا هم وه چې د پوځي روغتونونو او ماشین الاتو چمتو کولو کې د طالبانو له حکومت سره همکاري وکړي.
ملا محمد یعقوب وايي، قطر لېواله و چې د طالبانو او د قطر د دفاع وزارتونو ترمنځ یو داسې دوه اړخیز تړون وشي، چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي او پر بنسټ یې له یو بل سره همکاري ولري.
دی وايي، کابل ته تر ستنېدا وروسته د قطر پر غوښتنه له جګپوړو طالب چارواکو سره سلا مشورې کوي او وروسته به د تړون لپاره چمتووالی نیسي.
ددغه طالب چارواکي په وینا، د پولیسو د نوي یونیفورم لپاره مالي امکانات تر هرڅه مهم دي چې دوی یې اوس د تمویل لپاره سرچینې لټوي.
دی وايي، لومړیتوب یې د پولیسو د یونیفورم بشپړولو ته ده، چې تر ډېره په ښارونو کې فعالیتونه کوي او د پوځ یونیفورم یې په دویم لومړیتوب کې راځي.

د عکس سرچینه، RTA
ملا یعقوب مجاهد د قطر پر امیر سربېره، ددغه هېواد د هوايي ځواکونو له قومندان سالم حمد عقیل النابت او د قطر له امنیتي سلاکار شیخ محمد بن احمد المسند سره هم لیدلي او د قطر پوځي اکادیمۍ ته ورغلی دی.
د طالبانو لومړی وزیر: مخالفان دې راشي، موږ له چا غچ نه اخلو
بله خوا د طالبانو لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند کابل کې د نېکمرغه لوی اختر د لمانځه پرمهال ویلي، طالبان پخپله ژمنه ولاړ دي او د بل چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له افغان خاورې به کوم بهرني هېواد ته ګواښ نه پېښېږي.
څو ورځې وړاندې د لوی اختر پیغام کې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخونزاده هم پخپل یو څه نرم دریځ کې ویلي وو، چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته ګواښ پېښ نه شي.
ملا حسن ارګ کې د اختر تر لمانځه وروسته وینا کې د طالبانو پر مخالفانو غږ کړی چې د افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو له کمېسیون سره دې تماس ونیسي او له مخالفته دې لاس واخلي.
نوموړی وايي، دوی له هېچا د غچ اخیستو هوډ نه لري او د خلکو سالمې نیوکې ته هرکلی وايي.
د طالبانو رئیس الوزرا دا هم ویلي، چې خلکو ته د کاري زمینې برابرولو له لارې یې د هېواد د اقتصادي ستونزو ته حل لارې پیدا کړې دي.
خو نوموړي نور جزییات نه دي ورکړي چې خلکو ته به څنګه کار ومومي او اقتصادي ستونزې به څنګه حل کړي.











