د طالبانو دفاع سرپرست وزیر: بد او فاسد کسان له خپلو لیکو باسو

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبان وايي، ټولو امنیتي ارګانونو ته امر کړی چې د دوی په وینا امنیتي ځواکونه له ناوړه او مغرضو کسانو پاک شي. د طالبانو دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد هم خپلو ملګرو ته په یوه وینا کې ویلي که د طالبانو په وسله والو لیکو کې مغرض کسان پیدا شول لېرې کوي به یې او که چا بیا هم داسې کسانو ته ځای ورکاوه سزا به ویني.
له تېرو څو ورځو راهیسې رپوټونه ورکړل شوي دي چې د طالبانو په لیکو کې ځینې کسان ځورونې کوي او د پخواني حکومت د کسانو او په ځانګړې توګه له پخوانیو پوځي افسرانو نه کسات اخلي.
د ځينو طالبانو له لوري د مېرمنو حقونو د سرغړونه رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
ملا یعقوب د طالبانو تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې اوس دا مني چې د طالبانو په لیکو کې داسې کسانو ځای نیولی چې د ده په وینا 'بد او فاسد خلک ' دي.
هغه طالب چارواکو ته خبرداری ورکړ چې په خپلو لیکو کې د داسې کسانو له ساتلو ډډه وکړي.
نوموړی وايي، د طالبانو په ډلګیو او ګروپونو کې یې تفتیش پیل کړی او که ''مو له دې خبرتیا وروسته هم له چا سره داسې بد خلک وموندل، ډلګۍ مشر دې بیا ګیله نه کوي چې راسره وشول. ''
نوموړی زیاتوي د طالبانو هغه ډلګیو به وسله اخیستل کېږي، او د طالبانو له لیکو به ایستل کېږي، چې په لیکو کې یې د ده په ونیا ده ډول خلک ولیدل شي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دې لړ کې بي بي سي ته وویل په پوځ کې د تصفیې کمیسیون د دفاع او کورنیو چارو له وزارتونو غوښتي چې هغه کسان چې په فساد، د خلکو په ځورونو او غلاوو تورن وي له امنیتي ځواکونو وباسي.
تېره میاشت په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته طالبانو د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو کسانو ته عمومي بخښنه اعلان کړه، خو د بشري حقونو فعالان وايي، طالبانو په ځینو سیمو کې یو شمېر کسان له محاکمې پرته ووژل.
ملا یعقوب اوس مني چې دا ډول پېښې شوې دي او په وینا یې دا دوی لخوا له اعلان شوې عمومي بښخنې ښکار سرغړونه ده.
نوموړی زیاتوي چې دغه ډول خپلسرې وژنې د طالبانو حکومت ''له پالیسي او شریعت سره هیڅ اړخ نه لګوي، بلکې دا لوی ظلم او ناروا ده. ''
ملا یعقوب د طالبانو په لیکو کې پر هغو کسانو هم نیوکه وکړه، چې په یو ډول د خپلو مشرانو له کړوړو څخه ناخوښي څرګندوي.
هغه وايي، ځینې داسې مسایل شته، چې دوی اړ دي د ده په خبره 'د نظام د بقا لپاره ' یې په پام کې ونیسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د دفاع چارسمبالي وزیر طالبانو ته دا لارښوونه هم وکړه، چې له خلکو سره سلوک ښه کړي، د ویډیوګانو له اخیستو، مېلو او بې ځایه تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
د یادونې ده چې د بشري حقونو مخکښو ډلو طالبان له بشري حقونو په سرغړونو تورن کړي او وايي له هغه مهال راهیسې چې طالبانو د افغانستان کنترول خپل کړی، د تېرو شلو کالو د لاسته راوړنو په له منځه وړلو یې لاس پورې کړی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان او دوو نورو سازمانونو په رپوټونو کې طالبان د ملکي وګړو او تسلیم شویو پوځیانو په وژلو، د بشري مرستو د لېږدولو په مخنیوي او په ځانګړې توګه د ښځو د ازادیو په محدودولو تورن کړي دي.
په دې رپوټونو کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوی چې د جرمونو په اړه شواهد ټول کړي.
له دې مخکې تېره اونۍ بشري حقونو د څار سازمان وویل، طالبانو افغانستان کې د تېرو څو میاشتو پوځي پرمختګونو پر مهال پنجشېر او ځینو نورو ولایتونو کې د بشر ضد او جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هاغه مهال بي بي سي ته وويل چې د بشري حقونو د څار سازمان دغه راپور ردوي او وايي دوی بايد له نژدې سيمې ته ورشي او له حقايقو ځان خبر کړي.









