پاکستان د افغان پناه غوښتونکو پر وړاندې خپلې پولې تړلې دي

بندر

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډېورنډ کرښې دې غاړې ته ظاهراً هرڅه عادي ښکاري. خو که له نژدې ورته وکتل شي معلومېږي چې هر څه څومره بدل شوي دي.

د افغانستان جمهوریت د درې رنګه بېرغ پرځای د افغانستان د اسلامي امارت سپين بېرغ پورته شوی دی، او د افغان سرحدي امنیتي ځواکونو پر ځای اوس وسله وال ږیرور طالب جنګیالي ولاړ دي.

د تورخم لوی بندر کنټرول اوس ددوی په لاس کې دی.

څو ورځې وړاندې، په سلګونو وارخطا افغان ملکیان دلته څو ورځې راټول شوي وو، او په ناهیلۍ سره یې د وتلو هڅه کوله.

خو وروسته افغان پولیس ځواکونه چې شمېر یې د طالب جنګیالیو پرتله کم و، طالبانو ته تسلیم شول.

پاکستان، چې خپل هېواد ته د جګړې د لمن غځېدو له وېرې اندېښمن و، افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو څخه لا وړاندې خپلې خواته پوله وتړله.

خو له لنډ وخت بندېدو وروسته یې د سوداګرۍ او د محدود شمېر پلیو خلکو د تېرېدو لپاره بېرته پرانیسته.

په عادي ډول به پخوا له ۶ تر ۷ زرو خلکو هره ورځ د دواړو هېوادو ترمنځ تګ راتګ کاوه- خو نن د افغانستان په اړخ کې له ۵۰ لږ کسان ولاړ وو او غوښتل یې چې پاکستان ته ننوځي.

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي نه غواړي چې اورپکي د ملکي کسانو په جامه کې پټ پاکستان ته تېر شي، نوځکه اوس پر پوله دقیقه څارنه کوي.

په لسګونو کلونه تورخم پاکستان ته د ګڼو پناه غوښتونکو د تلو لاره وه.

یو افغان سړی له یو ماشوم سره د تورخم له لارې پاکستان ته ځي
د عکس تشریح، یو افغان سړی له یو ماشوم سره د تورخم له لارې پاکستان ته ځي

اوس د تورخم له لارې پاکستان ته د افغان پناه غوښتونکو شمېر خورا کم شوی دی. طالبان هیچا ته د وتلو اجازه نه ورکوي. یواځې سوداګرو یا هغو کسانو ته اجازه ورکول کېږي چې د سفر قانوني اسناد ولري.

خو دا یواځې څه نه دي چې د افغان پناه غوښتونکو مخه نیسي.

په دې وروستیو کلونو کې دواړو غاړو ته د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره، پاکستان د پولې پرسر اغزنې کټارې او دیوالونه جوړ کړي.

د تګ راتګ په ټولو ځایونو کې د سرحدې ځواکونو وسله وال کسان ګومارل شوي، او افغان پناه غوښتونکي نه شي کولای د حکومت له اجازې پرته پاکستان ته ننوځي.

له ډېورنډ کرښې څو متره لېرې،۵۶ کلن احسان خان له یو ټکسي نه د خپلو بکسونو په راویستلو بوخت و. هغه د افغانستان جلال اباد ښار ته روان و.

هغه وویل:

''له هغه مهال چې د ښونځي زدکونکی وم پردې لارې مې سفر کړی. داسې وختونه و چې پلار به مې پرته له کومې ستونزې موږ مستقیما جلال اباد ته بېولو. ''

ځینې افغانان دلته په تورخم کې چې پخوا به پکې ګڼه ګوڼه وه، منتظردي چې پاکستان ته واوړي.
د عکس تشریح، ځینې افغانان دلته په تورخم کې چې پخوا به پکې ګڼه ګوڼه وه، منتظردي چې پاکستان ته واوړي.

د ۲۰۱۶ د جون راهیسې، د پاکستان حکومت پریکړه کړې چې ټول هغه افغانان چې غواړي پاکستان ته لاړ شي باید حتما با اعتباره پاسپورت او ویزه ولري.

احسان خان پوښتنه کوي چې څرنګه دا هیله کېدایشي چې افغان پناه غوښتونکي دغه بندر ته راشي، څرنګه به بې تعلیمه افغانان پدې شرایطو کې پاسپورت او ویزه ترلاسه کړي؟

له تورخم یو څو کیلومتره لېرې یو کوچنی بازار دی چې افغانان ورته راځي او غواړي پاکستان ته وتښتي.

عبېد علي هلته د خوراکی توکو یوه کوچنۍ هټۍ لری.

هغه وايي له هغه راهیسې چې طالبانو ددې بندر کنټرول ترلاسه کړی هیڅ افغان پناه غوښتونکی یې دې بازار کې نه دی لیدلی.

دی وايي څو ورځې وړاندې کله چې طالبانو په چټکتیا سره ښارونه نیول، ځینې افغانان چې دلته راغلي وو ویل یې چې د طالبانو د واکمن کېدو له امله اندېښمن دي.

خو نه پوهېدل چې څرنګه به وتښتي.

نژدې ۳ میلیونه افغان پناه غوښتونکي، چې نیمایی یې راجستر شوي نه دي، له لسګونو کلونو راهیسې پاکستان کې اوسېږي.

خو اوس د اسلام اباد حکومت وايي له دې وروسته نور افغان پناه غوښتونکي نه شي منلای، سره ددې چې د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو ادارې ورڅخه غوښتنه کړې.