د پاکستان کورنیو چارو وزیر: تر اوسه له افغانستانه هېڅ یو کډوال نه دی راغلی

شیخ رشید احمد

د عکس سرچینه، Getty Images

شیخ رشید احمد د چهارشنبې پر ورځ یوې خبرې غونډې ته وویل، د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډېورنډ لاین سیمه کې ارامي ده.

ښاغلي رشید وویل:

''په تورخم او چمن کې ارامي ده، له معمول سره سم سوداګري دوام لري، هر څومره لاریو چې تګ راتګ کړی، په ارامۍ تللې، راغلې دي. ''

شیخ رشید احمد وايي، د اګست له ۱۴ وروسته څه باندې شپږ سوه پاکستانیان له افغانستانه ستانه شوي دي او په وینا یې دوو راتلونکو ورځو کې به هغه ټول افغانستان مېشت پاکستانیان خپل هېواد ته ستانه شي چې نه غواړي افغانستان کې پاتې شي.

شیخ رشید وايي، هغه پاکستانیان چې غواړي افغانستان کې پاتې شي، هغوی کولای شي، همالته پاتې شي.

شیخ رشید وايي، پاکستان هغو ټولو بهرنیو دیپلوماتانو او خبریالانو ته پاکستان ته له رسېدو وروسته ویزې ورکوي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر وايي، تر اوسه پاکستان ته له افغانستانه ۹۰۰ بهرني دیپلوماتان را رسېدلي دي.

شیخ رشید احمد د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وروستۍ خبرې غونډې ته په اشارې سره وویل چې هغه څه چې ذبیح الله مجاهد وویل، ''هماغسې زموږ د امنیت شورا اجنډا هم ده. ''

نوموړي زیاته کړه:

''موږ د پاکستان له خاورې د هیچا په خاوره کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوو او هیچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ په خاوره کې لاسونه وکړي، موږ سوله غواړو، افغانان باید خپل مسایل په خپل منځ کې حل کړي، د سوله ییز پاکستان لپاره په افغانستان کې سولې ته اړتیا ده. ''

یوې پوښتنې ته ځواب کې نوموړي وویل چې په رسمیت د طالبانو پېژندلو یا نه پېژندلو موضوع د لومړي وزیر عمران خان یا بهرنیو چارو وزارت اړوند موضوع ده.