د طالبانو په اړه د شیخ رشید څرګندونو ته پاکستان کې غبرګونونه

پاکستان، شیخ رشید احمد

د عکس سرچینه، Pakistan National Assembly

د عکس تشریح، د پښتونخوا یو شمېر مخکښو سیاستوالو او کارپوهانو د شیخ رشید احمد څرګندونو ته په غبرګون کې تور لګولی چې پاکستان د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

د افغان طالبانو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وروستیو ناندریزو څرګندونو ته پر افغانستان سربېره پاکستان کې هم پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي.

شیخ رشید دوه ورځې وړاندې د پاکستان جیو نیوز تلویزیون سره یوه مرکه کې ویلي وو، د افغان طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي، ټپيان یې د درملنې لپاره پاکستان ته راوړل کېږي او مړي یې هم د ښخولو لپاره هلته وړل کېږي.

د پښتونخوا یو شمېر مخکښو سیاستوالو او کارپوهانو د نوموړي دې څرګندونو ته په غبرګون کې تور لګولی چې پاکستان د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

په تازه غبرګونو کې د پاکستان عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا ایالتي مشر ایمل ولي خان په یوه ټویټ کې ویلي "پاکستان کې د افغان طالبانو موجودیت د افغانستان په اړه د پاکستاني حکومت د تګلارې برخه ده. همدې تګلارې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پرتو څو نسلونو ژوند او د ژوندانه شته ویجاړ کړي دي. په روښانه ټکو یې وایم په افغانستان کې کورنۍ جګړه نشته، دا د پاکستان لاسوهنه ده".

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له جیو نیوز تلویزون سره په مرکه کې ویلي و چې د پاکستان د حکومت اوسنۍ تګلاره دا ده چې د دې هېواد خاوره به د افغانستان پرضد نه کارول کېږي.

خو پښتون سیاستوال افراسیاب خټک پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په اصل کې د پاکستان خاوره د طالبانو د بیا یو موټي کېدو په خاطر کارول کېږي. نوموړی وایي،‌ پاکستان کې د طالبانو پټنځي د دې لامل دي چې دا ډله لا هم افغانستان کې جنګېږي.

محسن داوړ، افغانستان، پاکستان لاسوهنه

د عکس سرچینه، Mohsin Dawar twitter

د عکس تشریح، محسنن دوړ هم د شیخ رشید څرګندونو ته غبرګون ښودلی

دغه راز د پاکستان پخواني سناتور او سیاستوال فرحت الله بابر په یوه ټویټ کې ویلي "د کورنیو چارو د وزیر دا څرګندونې چې وايي افغان طالبان له پاکستان سره ژورې اړیکې لري دوه دلایل لري. لومړی دا چې خلک له ذهني پلوه دې ته چمتو کړي چې طالبان به واکمنېږي، او دویم دا ښودل چې طالبان د بهرنیانو په مرسته نه، بلکې په خپل زور واک ته رسېږي".

د پښتو ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی او د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان استازی محسن دوړ پر خپل ټوېټر لیکلي "طالبان ترهګر دي او د افغان حکومت پرضد په پاکستان کې د پښتنو د ژوند په بیه د نیابتي جګړې لپاره کارول شوي دي. هغه تاوتریخوالی او ویجاړۍ چې طالبانو رامنځته کړې جواز نه لري. په سیمه کې د سولې په هېله باید د طالبانو پټنځي له منځه یووړل شي".

لیکوال او خبریال ابوبکر صدیق د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له خوا دغه څرګندونې قصدي بولي. نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي:

"یوه بل پاکستاني وزیر هم له افغان طالبانو د خپل هېواد ملاتړ جزئیات په ډاګه کړل. دا یوه قصدي ستراتیژي ښکاري. اسلام آباد نړۍ ته وايي باید دوی (پاکستان) سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي، ځکه چې طالبان یې په کنترول کې دي او د ګاونډي هېواد راتلونکی دوی جوړوي".

په دې اړه د پاکستان دریځ څه دی؟

شامحمود قريشي

د عکس سرچینه، Shah Mahmood Qureshi FB

د پاکستان لومړی وزیر او ګڼ نور جګپوړي چارواکي په تکرار سره د افغانستان کورنیو چارو کې د لاسوهنې تورونه ردوي او ټینګار کوي چې خپل دې ګاونډي هېواد کې سولې او ثبات ته ژمن دي او دې لړ کې یې تر خپله وسه مرسته هم کړې ده.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دوه اوونۍ وړاندې ویلي وو، نور باید یوازې پاکستان ته په افغان جګړه کې د ذمه وارۍ ګوته ونه نیول شي، ځکه په وینا یې افغان سوله یوازې د پاکستان کار نه، بلکې د ټولو غاړو ګډ مسئولیت دی.

ښاغلي قریشي همدا راز څه موده وړاندې ویلي وو، د پاکستان د هڅو له کبله افغان طالبان دوحه کې د سولې خبرو ته چمتو شول.

پاکستان دا مني چې افغان طالبانو سره اړیکي لري، خو دا خبره په کلکه ردوي چې ګواکې اسلام اباد پر دې ډله بشپړ کتنرول لري.

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید له وروستیو څرګندونو وړاندې هم پاکستاني چارواکو منلې چې یو شمېر افغان طالبان په پاکستان کې کورنۍ لري او په همدې موخه وخت ناوخت دې هېواد ته سفرونه کوي.

یاده دې وي چې پاکستان څه موده وړاندې د (ترویکا) هېوادونو په غونډه کې رسماً اعلان وکړ چې په افغانستان کې د (اسلامي امارت) د بیا واکمنېدو ملاتړ نه کوي.

خو په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وایي، له طالبانو یې تمه دا ده چې تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د پاکستان پر ضد فعالیتونو ته اجازه ورنکړي.

د افغان حکومت او طالبانو غبرګونونه

محب

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، حمد الله محب پاکستان د افغان طالبانو په ملاتړ تورنوي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د شیخ رشید احمد څرګندونو ته په غبرګون کې په یوه ټویټ کې ویلي: "زه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ستاینه کوم چې طالبانو لپاره یې د پاکستان ملاتړ افشا کړ. موږ لا ډېرو زړورو پاکستانیانو ته اړتیا لرو چې پر افغانستان د یرغل پر ضد غږ پورته کړي".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل طالبان د شیخ رشید احمد دغه څرګندونې ردوي.

د هغه په وینا په افغانستان کې پراخه جګړه روانه ده او په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو د حضور او موجودیت خبره حقیقت نه ده ځکه چې '' روانه جګړه د ټولو مسولینو او مشرانو له خوا کنترول او حضور ته اړتیا لري او کورنۍ یې هم باید له هغوی نه لېرې نه وي. ''

د ښاغلي مجاهد په وینا په هغو افغان کډوالو کې چې په پاکستان کې اوسېږي ښايي د طالبانو پلوي کسان هم وي.