د پاکستان کورنیو چارو وزیر: د طالبانو کورنۍ پاکستان کې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان کورنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي، ټپيان یې د درملنې لپاره پاکستان ته راوړل کېږي او مړي یې هم د ښخولو لپاره هلته وړل کیږي.
ښايي دا لومړی ځل وي چې د پاکستان کورنیو چارو وزیر په کچه د دغه هېواد یو لوړ پوړی چارواکي د افغان طالبانو په اړه دا ډول څرګندونې کوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید له جیو نیوز سره یوه تازه مرکه کې زیاتوي، د پاکستان د اوسني حکومت کړنلاره دا ده چې د دې هېواد خاوره به د افغانستان پرضد نه کارول کیږي.
هغه د پاکستان پوځ له خوا له القاعده او طالبانو سره د مقابلې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، اصلي مسله دا ده چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې میشتې دي.
د هغه په خبره: "مسلې دا دي چې د طالبانو او نورو کورنۍ دلته په پاکستان کې اوسېږي، دوی په مروت، کوز دیر، بارکو او ترنول کې دي. پر دې سربیره د دوی ډېر مړي هم راوړل کیږي او د ځینو دلته په پاکستان کې په ځینو روغتونونو کې درملنه کیږي."
شیخ رشید د شنبې پر ورځ اسلام اباد کې یوې خبرې ناستې ته هم ویلي وو، له افغان طالبانو یې تمه دا ده پاکستاني طالبانو ته د پاکستان پر ضد فعالیتونو اجازه ورنکړي.
نوموړي خبریالانو ته وویل: "لومړي وزیر عمران خان په ښکاره ویلي چې د افغانستان پر ضد به امریکا ته پوځي اډې نه ورکوي. خو له افغان طالبانو هم زموږ تمه دا ده چې پاکستاني طالبانو او نورو ډلو ته د پاکستان د خلکو د ګټو پر ضد د فعالیت اجازه ورنکړي".
د طالبانو غبرګون
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل طالبان د شیخ رشید احمد دغه څرګندونې ردوي.
د هغه په وینا په افغانستان کې پراخه جګړه روانه ده او په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو د حضور او موجودیت خبره حقیقت نه ده ځکه چې '' روانه جګړه د ټولو مسولینو او مشرانو له خوا کنترول او حضور ته اړتیا لري او کورنۍ یې هم باید له هغوی نه لري نه وي. ''
د ښاغلي مجاهد په وینا په هغو افغان کډوالو کې چې په پاکستان کې اوسېږي ښايي د طالبانو پلوي کسان هم وي.
د افغان حکومت غبرګون
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د شیخ رشید احمد څرګندونو ته په غبرګون کې په یوه ټویټ کې ویلي: "زه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ستاینه کوم چې طالبانو لپاره یې د پاکستان ملاتړ افشا کړ. موږ لا ډېرو زړورو پاکستانیانو ته اړتیا لرو چې پر افغانستان د یرغل پر ضد غږ پورته کړي".

د عکس سرچینه، MOfa.afg
که څه هم د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پورته غوښتنه له افغان طالبانو کړې، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه د ښاغلي شیخ رشید دا څرګندونې رد کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي: "دا تحریک (پاکستاني طالبان د افغانستان د ملي امنیت پالیسۍ له مخې د نورو ترهګرو ډلو په څېر افغانستان او سیمه کې د سولې، ثبات او د خلکو د خیر ښېګڼې دښمن بلل شوی او افغان دولت یې له کوم تبعیض پرته پر ضد مبارزه کوي".
اعلامیه کې همدا راز ټینګار شوی چې طالبان باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا د قرارداد او همدا راز د دوحې تړون پر بنسټ، د پاکستاني طالبانو، القاعدې، داعش او نورو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.
افغان حکومت وایي، دا ډلې له یو بل سره اړیکې لري او پاکستان او د سیمې نور هېوادونه یې باید پر وړاندې له تبعیض پرته مبارزه وکړي.
دیپلوماتیکې ناندرۍ

د عکس سرچینه، NCS
په تېرو څو میاشتو کې دا څویم ځل دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دیپلوماتیکې ناندرۍ پلېږي او دواړه حکومت دې لړ کې رسمي اعلامیې خپروي.
څه موده وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب پر پاکستان سختې نیوکې کړې وې او دا هېواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنه تورن کړی و.
په غبرګون کې یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ښاغلي محب هغه څرګندونې نامسؤله بللې وې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي وو، دا څرګندونې د ښاغلي محب له دفتره د حساب شویو هڅو په لړ کې په دې موخه کېږي چې د سولې پروسه کې شوي پرمختګونه له پامه وغورځول شي.
وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د پاکستان د هغې اعلامیې په ځواب کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي وو:
"د پاکستاني چارواکو پرله پسې څرګندونې او بیانیې چې دا بهیر زیانمنوي - د سولې پروسې په ګټه نه دي. د پاکستان له دولتي چارواکو د افغانستان او نړیوالې ټولنې غوښتنه دا ده چې پر طالبانو د خپل اغېز او کنټرول په کارولو سره هغوي د معنا لرونکو مذاکراتو د ترسره کېدو لپاره د خبرو میز ته راوګرځوي چې په دې توګه په افغانستان کې وینه تویېدنه او د نړیوالې ترهګرۍ ګواښونه پای وموموي".









