محب: یوازې له طالبانو سره مذاکرات افغانستان ته ثبات نه شي راوستلی

د عکس سرچینه، @NSCAfghan
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب کابل کې د امن او ثبات په اړه غونډې ته وینا کې وویل، یوازې له طالبانو سره مذاکرات افغانستان ته ثبات نه شي راوړلی، خو یوه موقتي سوله راوړلی شي. ښاغلي محب وویل، که د افغانستان جګړه کورنۍ وای، ډېره وختي به خلاصه شوې وای، خو ابعاد یې بهر کې هم دي.
هغه وویل، له تاریخ مو زده کړي چې جګړه پیلول ډېر اسان کار دی، خو ختمول یې بیا ډېر زیات زحمت غواړي، "څلوېښت کاله کېږي موږ په دې هڅه کې یو چې دا جګړه ودروو، خو تر اوسه په مکمله توګه پر دې نه یو توانېدلي، که دا جګړه نوره هم غځېږي، لا نور خلک ترې متضرر کېږي".
د امن او ثبات په نامه دا دوه ورځنی کنفرانس د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په نوښت جوړ شوی، چې د پښتونخوا او بلوچستان سیاسي او فرهنګي مشرانو هم ګډون پکې کړی دی.
حمدالله محب زیاته کړه، "امن یا سوله یو موقت دریځ دی، موږ په افغانستان کې ډېرې سولې لیدلې دي، خو ثبات مو په تاریخ کې نه دی لیدلی. د پاکستان ایجاد د کمونیزم د مخنیوي لپاره شوی. هغه تشویش چې پروت و، داسې نه شي چې د مسکو یا اروپا نه تر جنوبي اسیا پورې کمونیزم سره وصل شي او یوازې افغانستان یې مخه ونه نیوله شي، نن یې موږ ته ډېر مشکلات پیدا کړي".

د عکس سرچینه، @NSCAfghan
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار پخپله پرانیستونکې وینا کې وویل، ثبات دا دی چې موږ خپله پنځوس کلنه برنامه جوړه کړو، جګړه او د تهدیداتو مخنیوی یې په اسانه توګه وکړای شو.
ښاغلي محب د سولې روان مذاکرات د سولې لپاره لوی تاریخي فرصت وباله، چې په وینا یې، روان مذاکرات ددې باعث کېدای شي چې افغانستان کې اوسنۍ جګړه ختمه شي، خو د سولې ساتلو لپاره لوی فکر ته اړتیا ده، هغه فکر چې واقعیتونه په نظر کې ونیسي.
نوموړي وویل، نن د کوزې پښتونخوا بلوچستان او لر و بر افغانان یوځای راټول شوي، باید پر دې فکر وشي چې ټولو پښتنو ته سوله او دایمي ثبات راولو. دا خلک له ځوروونکي وضعیت خلاص شي او خپل ارام ژوند وکړای شي.
"ګاونډي ته اور اچول، ځان سوځول دي"
په پام کې ده چې دا کنفرانس به افغان حکومت ته د ثبات په تړاو یو پرېکړه لیک وسپاري. حمدالله محب په پای کې وویل، د کنفرانس د ګډونوالو هر پرېکړه لیک چې خپرېږي، باید یوازې پیغام نه وي، بلکې په وینا یې "موږ ته یو لارښود وي، چې حکومت څه باید وکړي، ولس څه فکر کوي چې له دې بدبختیو ووځو".
په کنفرانس کې د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد ګډونوالو ته وویل، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته پښتانه ښايي پخپلو کې اختلافونه ولري، چې په وینا یې اوس ټولو ته یو لوی مصیبت دا دی چې امن نه شته، له هر سیاسي خوځښت سره باید امن وي. امن او ثبات تر ټولو لومړنی ضرورت دی.
ده وویل، د پښتنو وطن ته د ثبات راتلو لپاره هېڅ ګاونډي هېواد ته پکار نه ده چې د خپل ګاونډي لمنې ته اور واچوي: "هېڅ هېواد ته د بل هېواد په ویجاړولو کې ګټه نه شته، که خپل ګاونډي ته اور اچوي، دوی ته به هم اور او لوګی ورځي او که خوشبويي ور اچوي خوشبويي به ورځي".

د عکس سرچینه، @NSCAfghan
په ورته وخت کې، د عوامي نېشنل ګوند مرستیال غلام محمد بلور وویل، په تاریخ کې ډېر کله د مسلمانانو ترمنځ د و اک پر سر جګړې شوې دي.
ده وویل، "ځینو خلکو اسلام خپل کسب ګرځولی، زه ورته وایم دا جګړه د اسلام نه ده، د وسایلو او واک جګړه ده، کېنئ خبرې وکړئ او دا مسله حل کړئ. دا جګړه یوازې افغانستان کې د ننه نه ده، بلکې له بهرنیو قوتونو تغذیه کېږي".
ښاغلي بلور زیاته کړه، د ایران، پاکستان، روسیې او هندوستان په څېر د افغانستان ګاونډیان باید راوبلل شي او فیصله وکړي، "دا خلک چې دلته یې فساد جوړ کړی باید ختم شي. افغانان پرېږدئ چې اباد شي. دا مسله پر دې نه حل کېږي چې زه تا ووژنم او ته ما ووژنې".
په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي ملک عبدالمجید کاکړ وویل، پښتون او افغان ته ژوندون غواړو. موږ ولې امن کې نه یو؟ لامل یې دا دی چې پښتون او افغان ملت یوه حاصلخېزه ځمکه لري، چې ټولې نړۍ سترګې ورته نیولې دي.
نوموړي وویل، د افغان ملت او پښتنو د خوندیتوب لپاره یولاس کېدل پکار دي، "باید اتفاق وکړو، له "زیو" او "خېل" ووځو او قلم په لاس کې واخلو، خپلو بچیانو ته قلم وکړو".











