حمدالله محب: زلمي خليلزاد سولې بهير کې افغان حکومت څنډې ته کړى

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو په تړاو یوه بېساري غبرګون کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب پر امریکايي استازي، زلمي خلیلزاد، سختې نیوکې کړې دي.
هغه له امریکايي خبریالانو سره یوه ناسته کې پر ښاغلي خلیلزاد تور پورې کړی، چې غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې په روان بهیر کې افغان حکومت څنډې ته کړي.
ښاغلي محب ادعا کړې، چې په افغانستان کې داسې انګېرنه ده، چې ښايي ښاغلی خلیلزاد د داسې یوې لنډمهالې ادارې د جوړولو په لټه کې دی، چې مشري به یې پخپله کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي محب دغه څرګندونې په کلکه رد کړې او دا یې د دواړو هېوادو اړیکو او د سولې بهیر ته زیان رسوونکې بللې دي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب وروستۍ څرگندونې د سولې روانو خبرو اترو سره د افغان حکومت بشپړه ناهيلي څرگندوي.
ښاغلي محب چې واشنگټن کې يو شمېر امريکايي خبريالانو سره خبرې کولې د سولې خبرو ته په اشاره وويل، د دغه بهير په تړاو هغه راز روڼتيا نشته چې بايد وي.
د ښاغلي محب په وينا په خبرو کې ښکېل امريکايي مرکچيان دوى ته ډېر لږ مالومات ورکوي.
د ښاغلي محب په وينا افغانستان او په افغان حکومت کې دغه راز يو ليد لورى ځکه رامنځته شوى چې د سولې د خبرو په تړاو کافي مالومات نشته.
زلمي خليلزاد په دوحه کې له طالب استازو سره د خبرو له وروستي پړاو وروسته پر خپل ټوېټر پاڼې ليکلي و چې له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو د مهال وېش او د ترهگرۍ پر وړاندې داغېزمنې مبارزې په تړاو د يوې هوکړې مسوده وروستۍ شي بيا به طالبان او افغانان د افغان حکومت په گډون د سياسي جوړجاړي او هر اړخيز اوربند لپاره په خپلو کې سره خبرو اترو ته کيني.

د عکس سرچینه، Huw Evans picture agency
ښاغلي محب زياته کړې چې دغه حالت امريکا سره د افغان حکومت اړيکي اغېزمني کړي او گواکې دوى يې د ژغورلو هڅه کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند روبرت پلدينو د ښاغلي محب څرگندونو ته په غبرگون کې ويلي چې د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت سياسي مرستيال ډوېډ هېل ښاغلى محب وربللى چې د افغان سولې د بهير په تړاو د امريکا د دريځ په اړه د نوموړي څرگندونې رد کړي.
د نوموړي په وينا ښاغلي هېل افغانستان سره د امريکا پر اوږدمهالي ملاتړ او مرستې ټينگار وکړ او ښاغلي محب ته يادگيرنه وکړه چې پر زلمي خليلزاد بريد پر بهرنيو چارو وزارت بريد دى او يوازې د دوو اړخيزو اړيکو او سولې بهير پر وړاندې خند جوړوي.
داسې هم ویل شوي و چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب احضار کړی و.
خو د ملي امنیت شورا دفتر د ښاغلي محب احضارول رد کړي دي.
ددې شورا ویاند تایید کړې چې له امریکايي چارواکو سره په ټاکل شوې غونډه کې د سولې په مذاکراتو بحث شوی دی.
ټاکل شوې د طالب استازو او امريکايي مرکچيانو ترمنځ د افغان سولې په تړاو د خبرو شپږم پړاو د مارچ په وروستيو کې په دوحه کې پيل شي.








