'له طالبانو سره سوله د ترهګرۍ ګواښ ختمېدو په مانا نه ده'

محب

د عکس سرچینه، onsc

د عکس تشریح، حمد الله محب: "تر اوسه د مستقیمو خبرو لپاره چمتو یو او که طالبان په رښتیا هم د سولې غوښتونکي وي، باید په عمل کې یې وښيي."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغان سولې په اړه ویلي، له طالبانو سره سوله به د 'نړیوالې ترهګرۍ' د ګواښ ختمېدو په مانا نه وي. بل خوا، ملګرو ملتونو د سولې خبرو کې پرمختګ ستایلی دی.

ښاغلي محب د دوشنبې په ورځ (کب ۲مه) نیویارک کې جوړې شوې غونډې ته وویل، افغان امنیتي ځواکونه به د ترهګرۍ پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، "خو د دې مبارزې مسؤولیت یوازې د افغانستان پر غاړه نه دی او تلپاتې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري."

هغه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې په لګول شویو بندیزونو کې سازش رامنځ ته نه شي:

"په دې برخه کې به د ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر وړاندې د اغېزناکې مبارزې په برخه کې ناتواني د امنیت شورا ناکامي وبلله شي او دا ډلې به خپلو ویجاړوونکو فعالیتونو ته دوام ورکړي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یماماتو هم ویلي، په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان د ټاکنو بهیر او د سولې خبرو کې پاموړ پرمختګ شوی.

دا مهال د امریکا او طالبانو استازي د قطر دوحه کې پر خبرو بوخت دي چې افغان لانجې ته دایمي حل ولټوي.

یماماتو د سولې خبرو کې له افغان دولت سره د طالبانو چمتو کېدل ضروري وبلل.

هغه له نړیوالې ټولنې او د سیمې له هېوادونو هم وغوښتل چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ وکړي.

حمد الله محب هم په دې اړه وویل چې "تر اوسه د مستقیمو خبرو لپاره چمتو یو او که طالبان په رښتیا هم د سولې غوښتونکي وي، باید په عمل کې یې وښيي، نه دا چې پر بې ګناه خلکو او افغان امنیتي ځواکونو بریدونه وکړي."

د ولسمشرۍ ټاکنې

که څه هم د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د چنګاښ/سرطان ۲۹مه نېټه ټاکل شوې ده، خو د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د دغو ټاکنو د کره نېټې په اړه شک وښود.

تاداماچی

د عکس سرچینه، UN

د عکس تشریح، یماماتو د سولې خبرو کې له افغان دولت سره د طالبانو چمتو کېدل ضروري وبلل.

نوموړي له ټاکنیزو کمېسیونونو وغوښتل چې د خلکو باور ترلاسه کړي. هغه له نوماندانو هم وغوښتل چې د دغه کمېسیون خپلواکۍ ته درناوی وکړي.

ښاغلي یماماتو په ۲۰۱۸ کال کې د ولسي وګړو د بې مخینې مرګ ژوبلې په اړه هم اندېښنه وښوده.

څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو یوه رپوټ‌کې راغلي وو، چې په ۲۰۱۸ کال کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله د تېرو ۱۸ کلونو د ولسي مرګ ژوبلې پر تله ډېره زیاته وه.

په یاد کال کې ۳۹۰۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۷۱۸۹ نور ټپیان شوي وو. ‏