طالبان: له امریکايي استازو سره مو ژور بحثونه روان دي

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دوحه کې د طالبانو او امریکایانو پنځمه مخامخ ناسته دوام لري

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې په خبرو کې بحثونه ' ښه خو په احتیاط ' روان دي.

د ښاغلي مجاهد په وینا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له افغان خاورې نه بل چا ته د زیان نه رسېدلو پر جزییات ژور بحثونه روان دي خو پایله یې تراوسه نه ده څرګنده.

دغه راز طالبان وايي چې د دوی مرستیال مشر ملاعبدالغني برادر د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبد العزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله سره د قطر دوحه کې ولیدل.

طالبان وايي، دا لیدنه تېر ماښام د طالبانو د یوه پلاوي په حضور کې وشوه.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوي یې په افغانستان کې له سولې سره د همکارۍ چمتوالی ښوولی او د افغانستان په اقتصادي برخه کې یې د کار کولو ژمنه هم کړې ده.

په تېرو شاوخوا اوو ورځو کې د قطر پلازمېنه دوحه د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو کوربنه وه.

سوله، افغانستان، دوحه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي کاملوف او ورسره پلاوي یې افغانستان کې له سولې سره همکارۍ ته چتوالی وښود.

عربي رسنۍ وايي، په تېره پنجشنبې، دوحه کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبد الرحمن آل ثاني د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له پوځي مشر جنرال سکاټ مېلر او د طالبانو له خوا د دغه تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر او نورو مشهورو پخوانیو او اوسنیو طالب چارواکو سره ولیدل.

طالبانو پرون هم د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبره وکړه خو ټینګار یې دا و چې په روانو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د چا پرضد د افغان خاورې د نه کارولو پر جزییاتو بحثونه کېږي.

طالبانو په یوې اعلامیې کې پرون وویل چې تراوسه پر کومې مسودې یا سند هوکړه نه ده شوې.