افغان حکومت د سولې خبرو ته اغېزناک پلاوی جوړوي

د عکس سرچینه، Haroon Chakhansuri
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو پړاو ته په کتو، له افغان سیاستوالو د سولې خبرو کې د خپلو استازو ور پېژندلو نوملړ چمتو کولو غوښتنه کړې.
ارګ وايي، د سوله ییزو خبرو اوسني پړاو ته په پام سره له افغان سیاستوالو غوښتل شوي چې په هغو کې د ګډون لپاره خپل نوماندان ور وپېژني.
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وویل، حکومت له پیله تکل درلود خبرو لپاره داسې یو پلاوی ولري چې د ګردې ټولنې استازیتوب وکړای شي:
"د مرکچي پلاوي د ټاکلو له پیله ویل شوي وو چې پلاوی کې بدلون شونی دی او ښايي پراخ شي. له سیاستوالو او بېلابېلو اړخونو سره مشورې شوې، چې خپل نوملړ حکومت ته وسپاري، چې په رڼا کې یې د سولې اوسني بهیر ته په پام سره اغېزناک مرکچي پلاوی وټاکل شي او د سولې خبرې پر مخ یوسي."
د دوحې په خبرو کې چې د امریکایانو او طالب استازو ترمنځ روانې دي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یو څه پرمختګ خبر ورکړل شوی دی.
د خبرو دا پړاو چې د تېرې دوشنبې په ورځ پیل شوی و، د پنجشنبې او جمعې په ورځو تر دوه ورځني ځنډ وروسته تېره شنبه (مارچ دویمه) له سره پیل شو.
د پرمختګ ټیک بڼه جوته شوې نه ده، ښايي په دې دلیل تر هغو چې په ټولو ډګرونو کې پرمختګ نه وي شوی، د شا تګ امکان شته.
پرونۍ خبرې چې په سیمه ییز وخت ګهیځ نهه بجې په دوحه کې پیل شوې وې، د ماخوستن تر نهو بجو وغځېدې، چې د کتونکو هیلې یې ټکولې دي.
په دوحه کې د دغو خبرو د پوښښ لپاره د بي بي سي عنایت الحق یاسیني وايي، تر پرونیو خبرو وروسته، د طالبانو نژدې سرچینو وویل، خبرو کې پرمختګ شوی، خو نور جزییات نه شوي ورکولی.
اوس د طالبانو سرچینې وايي، خبرې به د یکشنبې په ورځ (مارچ درېیمه) هم دوام کوي او هیله یې دا ده چې نور پرمختګ هم وکړي، خو که پرمختګ ونه شو، سبا دوشنبه به هم خبرې دوام ومومي.
د خبرو او پرمختګ جزییات ولې نه راوځي؟
طالب سرچینې وايي، د روانو خبرو او شوي پرمختګ جزییات نه ورکوي او لامل یې هم نه په ډاګه کوي، خو داسې انګېرل کېږي چې د سولې او جوړجاړي هر پرمختګ او خبرو کې باید له افغان حکومت سره سلا مشوره وشي، نو اوس هم دا امکان شته چې دا ټول پرمختګ او شوې خبرې له افغان ولسمشر سره شریکې او بیا اعلان شي.
بل لامل یې دا کېدای شي، زلمي خلیلزاد ویلي وو، تر هغو چې پر ټولو شیانو موافقه نه وي شوې، نو دا هوکړه نه ده، ښايي دوی به دې ته تم وي چې شوی پرمختګ او روانې خبرې یو ځای اعلان کړي.

د عکس سرچینه، QATAR OFFICIAL SOURCES
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزی او پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم قطر کې دي او له ځینو طالب استازو سره یې کتلي دي.
زموږ همکار عنایت الحق یاسیني وايي، ډېر امکان شته چې د مسکو د جریان بله غونډه د روانې مارچ میاشتې پر ۲۶مه د قطر دوحه کې جوړه شي.
د مسکو لومړۍ غونډه کې طالبانو او ځینو افغان مشرانو هم ګډون کړی و.
په همدې ترڅ کې افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره د خپل مرکچي پلاوي پراخولو ته شین څراغ ښودلی دی.










