طالبان: د سولې په خبرو کې تراوسه پر کومې مسودې یا سند هوکړه نه ده شوې

د عکس سرچینه، QATAR OFFICIAL SOURCES
په دوحه کې د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ په افغانستان کې د سولې په تړاو خبرې روانې دي او په کې د پرمختګ په هکله ویل کېږي.
طالبانو رسنیو ته په استولې یوې خبرپاڼې کې ویلي چې خبرې له دې امله ورو پرمخ ځي چې مسلې ډېرې حساسې دي.
طالبان وايي په روانو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د چا پرضد د افغان خاورې د نه کارولو پر جزییاتو بحثونه کېږي.
طالبان دا هم وايي چې تراوسه پر کومې مسودې یا سند هوکړه نه ده شوې.
د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د خبرو دا پړاو چې د تېرې دوشنبې په ورځ پیل شوی و پر پنجشنبه او جمعه له دوه ورځنۍ وقفې وروسته پرون شنبه له سره پیل شو.

زموږ همکار عنایت الحق یاسیني چې د سولې د همدې خبرو د خبري پوښښ له پاره دوحې ته تللی وايي دوحه کې طالب سرچیني له نننیو خبرو راضي وو او وايي چې پرمختګ په کې شوی دی.
سرچیني وايي د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزی او په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخېلوال دوحې ته تللې او هڅه کوي چې د مسکو غونډې په دوام یوې بلې غونډې ته چمتوالی ونیسي.
د سرچینو په وینا ډېر امکان لري چې دا دویمه غونډه د مارچ میاشتې په ۲۶مه د قطر په پلازمینه دوحه کې وشي.
په همدې حال کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو پړاو ته په کتو، له افغان سیاستوالو د سولې خبرو کې د خپلو استازو ور پېژندلو نوملړ چمتو کولو غوښتنه کړې.
ارګ وايي، د سوله ییزو خبرو اوسني پړاو ته په پام سره له افغان سیاستوالو غوښتل شوي چې په هغو کې د ګډون لپاره خپل نوماندان ور وپېژني.
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وویل، حکومت له پیله تکل درلود خبرو له پاره داسې یو پلاوی ولري چې د ګردې ټولنې استازیتوب وکړای شي:
"د مرکچي پلاوي د ټاکلو له پیله ویل شوي وو چې پلاوی کې بدلون شونی دی او ښايي پراخ شي. له سیاستوالو او بېلابېلو اړخونو سره مشورې شوې، چې خپل نوملړ حکومت ته وسپاري، چې په رڼا کې یې د سولې اوسني بهیر ته په پام سره اغېزناک مرکچي پلاوی وټاکل شي او د سولې خبرې پر مخ یوسي."










