افغانستان کې د پاکستان سفیر: د دوحې د سولې خبرو مثبتو پایلو ته په تمه یو

د عکس سرچینه، FB
په کابل کې د پاکستان سفیر وايي، هیواد یې له زندانه د طالبانو د یوه مهم مشر ملاعبدالغني برادر په خوشي کولو سره په افغانستان کې د سولې راوستلو په برخه کې خپل رول ادا کړی دی.
زاهد نصرالله خان د افغانستان، پاکستان او چین تر منځ د سیمه ییزو درې اړخیزو غونډو په دغې ناسته کې چې په بهرنیو چارو وزارت کې جوړه شوې وه وویل، پاکستان هیله لري چې طالبان له افغان حکومت سره هم خبرو کولو ته قانع کړي.
دغه لوړپوړه پاکستاني ډیپلومات همدا راز ویلي، د دې پر ځای چې له پاکستان سره د طالبانو پر اړیکو بحث وشي، ښه ده د پاکستان او افغانستان د حکومتونو او خلکو تر منځ پراخو اړیکو ته پام وشي. د ده دا خبرې د ولسمشر غني د پرونيو څرګندونو ځواب ښکاري چې ويې ویل، اوس د دې وخت دی چې له پاکستان سره د طالبانو اړیکې د نړيوال بحث موضوع شي.
په دغې ناسته کې په کابل کې د چین سفیر لیو جنسانګ وايي، هیواد یې هڅه کوي چې د افغان او پاکستاني حکومتونه تر منځ د باور فضا جوړه کړي.
په دغې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان د دولتونو په کچه د تروریزم پر وړاندې پر مبارزې ټينګار وکړ، ښاغلي زمان وویل د ترهګریزو ډلو په وړاندې باید له توپیر پرته مبارزه وشي.
هغه کوم هېواد ته اشاره ونکړه خو له دې وړاندې پاکستان د ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې په دوه ګونی چلند د افغان حکومت او امریکا له خوا تورن شوی دی. خو اسلام اباد تل دا تورونه رد کړي دي.
بل خوا له دوو اونیو ورځو راهیسې د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایي استازو تر منځ د افغان سولې په اړه خبرې د تړلو دروازو تر شا روانې دي چې تر اوسه لا هم دواړو لورو د کوم ځانګړي پرمختګ په اړه تفصیل نه دی ورکړی، خو طالبان او امریکایان د خبرو له بهيره خوښ برېښي.

د عکس سرچینه، QATAR OFFICIAL SOURCES
د قطر په دوحه او د روسیې په مسکو کې د افغان سولې په اړه په پیل شوو دواړو بهیرونو کې د افغان حکومت رسمي استازي نشته او پر طالبانو د امریکا له پرله پسې ټینګار سره سره لا هم داسې ښکاري چې طالب مشران چمتو نه دي چې د ملي یووالي حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کښېني.








