د مسکو غونډې د دویمې ورځې جزیات

کرزی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او یونس قانوني په غونډه کې ګډون کوي
    • Author, حميد شجاع
    • دنده, بي بي سي لندن

په مسکو کې د وسله والو طالبانو د استازو او یو شمېر افغان سیاست والو او فعالانو ترمنځ په افغانستان کې د سولې په تړاو غونډه نن پر دویمه ورځ روانه وه. د نن ورځې خبرې تر ډېره د رسنیو له پوښښه پټې ترسره شوې، خو د طالبانو د پلاوي ځینو غړو او یو شمېر نورو ګډونوالو د نن ورځې جزیات له رسنیو سره شریک کړي.

وروستي رپوټونه وایي، د دویمې ورځې خبرې پای ته رسېدلې دي او اوس یو کمیسیون د دې غونډې د اعلامیې په چمتو کولو بوخت دی.

د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته نوماند، او د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر هم نن پر دویمه ورځ په غونډه کې ګډون وکړ او وینا یې وکړه.

نوموړي وویل، د غونډې ټول ګډونوال پر دې سره سلا دي چې بهرني ځواکونه باید له افغانستانه ووځي، خو په ورته وخت کې دوی دا هم غواړي چې هېڅ بهرنی جنګیالی دې په افغانستان کې نه وي.

نوموړي زیاته کړه، د ناستې ګډونوال ټول دې ته ژمن دي چې په افغانستان کې به یو اسلامي نظام واکمن وي، او که په اساسي قانون کې کوم بدلون ته اړتیا وي، په سلا مشوره به هغه بدلون راوستل کېږي.

ښاغلي اتمر وویل، ټول ګډونوال پر دې سلا دي چې د خپلو خلکو او د افغانو ښځو حقوق وساتي، او ټول یو داسې ولسواکه نظام غواړي چې خلک پکې په خپله اراده او خپله رایه خپل برخلیک وټاکي.

اتمر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، حنیف اتمر هم پر دویمه ورځ غونډه کې ګډون او وینا وکړه

حنیف اتمر پر افغان حکومت غږ وکړ چې د دې بین الافغاني مذاکراتو مخالف نه، بلکې ملاتړ وکړي او ګډون پکې وکړي.

د طالبانو د پلاوي غړي مولوي عبدالسلام حنفي هم رسنیو سره خبرو کې وویل، د مسکو په غونډه کې د افغانستان د ټولو مهمو سیاسي ګوندونو غړو شتون درلود او پر دویمه ورځ خبرې په دوستانه فضا کې وشوې.

نوموړي وویل، په دې ناسته کې شریک ټول افغانان له خپل هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي، او کله چې بهرني ځواکونه ووځي نو بیا به طالبان له ټولو افغانان سره کېني او خپلمنځي جوړجاړی به وکړي.

نوموړي ادعا وکړه چې پخپله امریکا هم له طالبانو سره مخامخ خبرو کې د ځواکونو ایستلو ته غاړه ایښې ده.

ښاغلي حنفي رسنیو ته وویل، په غونډه کې ټولې ښکېلې خواوې پر ځینو موضوعاتو یو شان نظر لري، او ښایي د نن ورځې په پای کې د مشترکو ټکو په اړه یوه اعلامیه هم خپره شي.

د احتمالي اوربند په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي حنفي وویل، د اوس لپاره لومړیتوب دا دی چې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې وشي.

حنفي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو د پلاوي غړی مولوي حنفي وایي، ټول افغانان له هېواد د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي

له هغه وروسته به دوی له ټولو افغانانو سره د اوربند، اساسي قانون او نورو ګڼو موضوعاتو په اړه خبرو ته کېني.

مولوي حنفي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د افغانستان لویه برخه وګړي مسلمانان دي او له همدې کبله باید هلته یو اسلامي نظام واکمن وي، او سېکولر نظام په افغانستان کې ناشونی دی.

دغونډې پر دویمه ورځ په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، خبریال وحید مژده، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوي حبیب الرحمن، نسیم مهدي او د طالبانو یوه استازي مولولي عبدالسلام خبرې وکړې. ازاد خبریال فاروق فردا بي بي سي ته وویل، ټاکل شوې ده چې د غونډې ګډونوال نن چارشنبه یوه ګډه اعلامیه خپره کړي.

یاده دې وي چې افغان حکومت په دې خبرو کې ګډون نه لري. ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې پر ورځ وویل، د مسکو د ناستې ګډونوال د هېڅ پرېکړې اجرائیوي واک نه لري او خپله خوښه پر افغانانو نشي ور تپلی.