عباس ستانکزی: طالبان د زور له لارې واک ته رسېدل نه غواړي

- Author, سیکندر کرمانی او سمیع یوسفزی
- دنده, بي بي سي نیوز
د امریکا سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزی وايي، طالبان پر افغانستان په زور د ولکې نیت نه لري.
مسکو کې د بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې هغه زیاته کړه: موږ د ټول افغانستان ولکه کول نه غواړو، دې سره افغانستان کې امن نشي راتللی.
ښاغلي ستانکزي دا هم وویل، چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان وتلي نه وي، نو دا ډله اوربند نه کوي.
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د ډېرې برخې مسوول طالبان دي.
عباس ستانکزی دا مهال مسکو کې د افغان سولې په تړاو یوه غونډه کې برخه لري.
نوموړی زیاتوي، کله چې په ۱۹۹۰ کلونو کې طالبان واکمن وو او مخالفو افغان ډلو ور سره وسلواله جګړه کوله، نو دوی ته مالومه شوه چې د ستونزو د حل غوره لار خبرې اترې دي:
"له جګړې ستونزمن شی امن دی، خو هیله ده چې افغان کړکېچ په خبرو سره اوار شي".
عباس ستانکزی د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي لوري سره خبرو کې تراوسه د طالب پلاوي مشر دی.
نوموړی وايي، د جنورۍ وروستیو میاشتو کې له امریکا سره د هوکړې پر لومړني چوکاټ سلا شوی چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو په وتلو ولاړ دی.
طالبانو هم ژمنه کړې چې راتلونکي کې به افغانستان د نړیوالو وسلوالو ډلو د مرکز په توګه نه کارېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر هم هیله من دی چې ۱۷ کلنه افغان جګړه پای ته ورسوي او تر نیمايي ډېر پوځیان له افغانستان وباسي.
هغه نن هم کانګرېس ته وینا کې وویل، چې لوی ملتونه نه ختمېدونکې جګړې نه کوي.
له افغان طالبانو سره د خبرو په تړاو یې وویل:"نه پوهېږم له طالبانو سره به خبرو کې تړون ته ورسېږو که نه، خو اوس د دې وخت دی چې افغانستان کې د سولې هڅې وکړو. تر ډېره به هڅې وکړو چې تړون ته ورسېږو".
واک په اجاره
عباس ستانکزی هم وايي، چې د ټرمپ اداره افغانستان کې سوله غواړي.
مسکو کې خبرې د امریکا او طالبانو تر خبرو بېلې دي او پر طالبانو سربېره پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی او د ځینې نورو سیاسي ډلو غړي او مشران هم پکې دي.
دې خبرو کې ښکېل لوري په دې غږېږي چې که طالبان د واک برخه شي، نو افغانستان به راتلونکي کې څنګه چلول کېږي.
دې خبرو کې عباس ستانکزي وویل، چې طالبان واک په اجاره نه اخلي، خو د افغانستان اساسي قانون چې د نوموړي په خبره د لوېدیځ پیداوار دی، د سولې مخ کې خنډ دی.

د عکس سرچینه، EPA
طالبانو له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال افغانستان کې شرعي نظام پلی کړی و او ځینې وخت د دوی دا نظام بې رحمه هم بلل کېده.
دا ډله له ښځو سره د چلن له امله هم بد نوم لري او په واکمنۍ کې یې ښځو تر ډېره زدکړو یا کار اجازه نه درلوده.
خو دې خبرو کې عباس ستانکزي وویل، چې د طالبانو له نفوذ ډېرېدلو باید مېرمنې ونه وېرېږي، ځک دوی د شریعت او افغان کلتور له مخې د دوی د ټولو حقونو ور کولو هڅه کوي:
"هغوی ښوونځي او پوهنتون ته تللی شي او کار کولی شي".
د مسکو خبرو کې یوه هم فوزیه کوفي ده چې پخوا د افغان پارلمان غړې وه.
هغې بي بي سي ته وویل، دا غوره خبره ده طالبان اوس د خبرو مېز ته کېني او د ښځو غږ اوري.
افغان حکومت د مسکو خبرو کې برخه نه لري.
افغان ولسمشر له طالبانو بیا بیا غوښتي چې خبرې ور سره وکړي، خو تراوسه دا ډله یوازې له امریکا سره په خبرو ټینګار کوي.
امریکا هم هڅه کوي چې طالبان له افغان چارواکو سره خبرې وکړي، خو کله چې عباس ستانکزی په دې تړاو وپوښتل شو، نو ګونګ ځواب یې درلود.
د هغه په خبره، کله چې امریکا له افغانستان د ځواکونو اېستل اعلان کړي، نو خبرې پراخېږي:
"د افغان حکومت د استازو په ګډون له نورو سره هم خبرې کېدلی شي چې د د راتلونکي حکومت پر ټاکلو یا غوره کولو وغږېږو".
افغان حکومت د مسکو خبرو کې نشته

د عکس سرچینه، Reuters
کابل کې چارواکي وايي، د مسکو خبرو کې د نورو سیاسی ډلو ګډون د افغان حکوت له پام غورځول او له دوی پرته د طالبانو سره د کومې هوکړې هڅه ده.
عباس ستانکزی هم وايي، طالبانو هم له هغو سیاسي مشرانو سره د لیدلو پرېکړه کړې چې پر ځمکه واک لري.
خو له افغان کورني چینل طلوع نیوز سره خبرو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل: مسکو کې سره جرګه شوي کسان اجرايي واک نه لري، څه یې چې زړه غواړي هغه ویلی شي.
د پرورۍ پر ۲۵ امریکا او طالبان هم بیا سره ګوري او هغه هم په داسې مهال چې افغانستان کې تاوتریخوالی روان دی.









