اوسنیو خبرو کې طالبان له امریکا او امریکا له طالبانو څه غواړي؟

زلمی

د عکس سرچینه، .

قطر کې د طالبانو او امریکا خبرې د دوشنبې په ورځ بیا پیل شوې او نن به هم روانې وي.

دا خبرې تر دوه ځلې ځنډېدو وروسته پیلېږي چې د زلمي خلیلزاد په ګډون یوولس امریکايي او اته طالب استازي پکې ګډون لري.

طالبانو تېره اونۍ له امریکا سره د خبرو ځنډولو ګواښ کړی و. دوی ویل چې امریکا په ایجنډا کې نورې مسلې ور ګډوي.

خو دا ډله وايي، له هغه وروسته له زلمي خلیلزاد سره دې خبرو ته کېناستل چې ایجنډا یې پخوانیو حالاتو سره برابره کړه یانې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل او امریکا ته د طالبانو دا ډاډ ور کول چې طالبواکۍ کې به افغانستان نورو هېوادونو ته ګواښ نه دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته استولې اعلامیه کې ویلي، چې نن د سې شنبې په ورځ به هم له امریکايي پلاوي سره د طالبان استازو خبرې روانې وي.

اسلام اباد کې د چارو شنونکی طاهر خان وايي، پرون ټوله روځ دواړه لوري پر دغه مسله سره وغږېدل، خو کوم جوړجاړي ته ونه رسېدل او هوکړه دا شوې چې نن هم پر پرونیو خبرو جرګه شي.

نوموړی وايي، خبرو سرچینو ورته ویلي چې پرون مهمه خبره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو د طالب استازو ټینګار و او امریکايي پلاوي دا ورته وویل چې له افغانستان وځي:

"خو بیا هم دوی په دې ناسته کې جوړ جاړي ته نه دي رسېدلي.نن به بیا دواړه لوري په دې غږېږي او تمه ده چې اوسنیو خبرو کې پرمختګ وشي".

د نوموړي په خبره، د طالبانو یوازنۍ مسله دا ده چې امریکا ورته ووايي له افغانستان ځي او که نه او که ځي نو کله.

"امریکا هم له طالبانو دا ډاډ غواړي چې افغانستان به د دوی پرضد نه کارېږي".

طالبانو تېرو غونډو کې له تور نوملړ د خپلو مشرانو د اېستلو، د بندیانو خوشي کولو، دفتر بیا پرانیستل او رسمیت پېژندو خبره کړې وه، خو اوسنۍ خبرې یوازې د ځواکونو پر وتلو او افغانستان د چا پرضد نه کارېدلو مسلې دي.