زلمي خلیلزاد د ولسمشر بایډن واکمنۍ کې له طالبانو سره خپله لومړۍ ناسته کړې

خلیلزاد

د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کابل تر سفر وروسته دوحه کې د طالبانو له استازو سره کتلي دي.

دا د جو بایډن په اداره کې له طالبانو سره د ښاغلي خلیلزاد لومړۍ لیدنه ده. د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم پر خپل ټویټر لیکلي:

"په ناسته کې دواړو لوريو د دوحې توافقنامې ته خپله ژمنتيا وښوده. او د پوره عملي کېدو په اړه يې خبرې وشوې. همدا ډول د افغانستان په روان وضعيت او د بين الافغاني مذاكراتو د روان بهير د چټکتيا او اغېزمنتيا په اړه بحثونه تر سره شول."

زلمي خلیلزاد سره په دغه سفر او لیدنه کې افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم ملګری دی.

د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر قطر وړاندې کابل کې د افغان حکومت له یو شمېر چارواکو، د سیاسي ګوندونو له مشرانو، سیاسونو او د مدني ټولنې له غړو سره هم ناستې او خبرې کړې وې.

هغه د دغو لیدونو پر مهال له افغان حکومت او نورو خواو سره د روان کړکېچ د حل لپاره د سولې د انتقالي یا ګډ حکومت طرحه شریکه کړې ده.

دا طرحه د افغان حکومت د مشرانو له غبرګون سره مخامخ شوې.

ټویټ

د عکس سرچینه، Twitter

په دې لړ کې د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش تېره پنجشنبه کابل کې یوې غونډې ته ويلي و، هېڅ طرحه باید د افغان دولت په غیاب کې مطرح نه شي او په هره طرحه کې باید د نظام او د افغانستان د اساسي قانون خوندیتوب مطرح وي.

پخپله ولسمشر محمد اشرف غني هم نن شنبه د ملي شورا د درېیم تقنیني کال د اوولسمې کاري دورې د پرانیستې پر مهال وویل چې د واک لېږد یوازې له دېموکراتیکو لارو ممکن دی.

هغه وویل که طالبان وغواړي تر وخت وړاندې ټاکنې ورسره کوي او دا ټاکنې به د ده په وینا د نړیوالې ټولنې تر څار لاندې په روڼ او عادلانه ډول ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې رپوټونه وايي ښاغلي‌ خلیلزاد د دې طرحې د عملي کېدو او د افغانستان د راتلونکې په اړه په استانبول کې د یوې غونډې جوړولو وړاندیز کړی دی.

تازه وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم یوه لیکنه کې د افغان او امریکايي چارواکو په حواله لیکلي چې زلمي خلیلزاد د کابل د وروستي سفر پر مهال د یوه لنډمهاله حکومت د جوړېدو لپاره د ۲۰۰۱ کال بُن کنفرانس ته د یوه ورته کنفرانس د جوړېدو وړاندیز کړی دی.

په دې لیکنه کې راغلي چې امریکایان دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو له پڅ بهیر ناراضه دي نو ځکه یې دغه طرحه رامخته کړې ده.

غني

د عکس سرچینه، WJ

د عکس تشریح، ولسمشر محمد اشرف غني نن د ملي شورا د کاري دورې د پرانیستې پر مهال وویل چې د واک لېږد یوازې له جمهوري لارو ممکن دی.

وال سټریټ ژورنال لیکي چې دغه طرحه افغانستان کېد څه نورې مودې لپاره د امریکا د پوځي حضور له غځېدو سره هم مرسته کوي.

واشنګټن او د ناټو متحدان یې وايي چې د افغانستان اوسنی وضعیت او شرایط د دوی د پوځي حضور پای ته سم نه دي او که دوی وځي دا اندېښنه شته چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله واوړي.

دوی له دې هم اندیښنه څرګندوني چې طالبان به په دې صورت کې د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي.

خو دا په داسې حال کې ده چې امریکا طالبانو سره د دوحې تړون کې پرېکړه کړې چې ټول بهرني ځواکونه به تر راتلونکې می میاشتې وړاندې له افغانستان څخه وځي.

طالبانو دا نه دي ویلي چې ایا زلمي خلیلزاد له دوی سره هم د ګډ موقت حکومت طرحه شریکه کړې که نه؟ خو دې ډلې په وار وار ټینګار کړی چې واشنګټن باید د دوحې پر هوکړه عمل وکړي او خپل ځواکونه په ټاکلې موده کې وباسي.