د افغانستان او پاکستان دیپلوماتیکې ناندرۍ؛ دواړه پر یو بل د ناسمو بیانونو تور لګوي

د عکس سرچینه، MOfa.afg
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دیپلوماتیکو ناندریو په دوام د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې اعلامیې ته چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د څرګندونو په غبرګون کې خپره شوې، په اعلامیې ځواب ورکړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې پرون (جمعه د جولای ۱۸مه) خپرې شوې راغلي:
"موږ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دا بې بنسټه ګوتنیونې په کلکه غندو چې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنو تورنوي. د افغانستان د سولې پروسه کې د پاکستان رول د نړیوالې ټولنې لخوا په پراخه کچه منل شوی دی."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې چې دې ډول تکراري "ناوړه او بې ځایه" څرګندونو دوی اندېښمن کړي چې دا به د ښاغلي محب له دفتره د حساب شویو هڅو په لړ کې په دې موخه کېږي چې د سولې پروسه کې شوي پرمختګونه له پامه وغورځول شي.
د پاکستان په اعلامیه کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته دا هم وریاده شوې چې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان - پاکستان د عمل پلان (APAPPS) کې دواړه خواوې مکلفې شوي چې په زغرده به یو بل نه تورنوي او د اختلاف وړ مسایل به د رسمي چینلونو له لارې تعقیبوي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د پاکستان د دې اعلامیې په ځواب کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي:
"د اوضاع حساسیت او په افغانستان او سیمه کې د یوې پاینده او دایمي سولې ټینګښت لپاره په لاس راغلو فرصتونو ته په کتو، د پاکستاني چارواکو پرله پسې څرګندونې او بیانیې چې دا بهیر زیانمنوي - د سولې پروسې په ګټه نه دي."
دې اعلامیه کې زیاته شوې: "د پاکستان له دولتي چارواکو د افغانستان او نړیوالې ټولنې غوښتنه دا ده چې پر طالبانو د خپل اغېز او کنټرول په کارولو سره هغوي د معنا لرونکو مذاکراتو د ترسره کېدو لپاره د خبرو میز ته راوګرځوي" چې په دې توګه په افغانستان کې وینه تویېدنه او د نړیوالې ترهګرۍ ګواښونه پای وموموي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې افغانستان "د ټولو دیپلوماتیکو مراجعو" له لارې پاکستان سره "پر مهمو او بنسټیزو موضوعاتو خبرو" ته ژمن دی.
حمدالله محب څه ویلي؟

د عکس سرچینه، NCS
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له طلوع تلویزیون سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تازه مرکې په تړاو د پاکستاني سیاستوال افراسیاب خټک له یوه ټویټ سره لیکلي:
" طالبانو د هېواد لروبر د افغانانو خلاف له تاوتریخوالي ډک بریدونه روان کړي، او موږ پوهېږو چې هغوي څنګه او ولې د دې کار [بریدونو] د دوام جوګه پاتې دي. قرېشي یا بې خبره، ناپوه او یا خو یې ملګری دی. ښايي هغه به له دې هم منکر وي چې اسامه د پاکستان یوه پوځ مرکز ته نږدې موندل شوی و."
ښاغلی قرېشي له طلوع نیوز سره په دې مرکه کې، چې دغه تلویزیون یې ځینې برخې پر خپل ټویټر خپرې کړي، د طالبانو ترڅنګ داعش او افغانستان کې نور کورني عناصر د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل بولي.
افراسیاب خټک د دې مرکې یوه برخه کې د طالبانو لخوا افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د کچې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه لیکلي و: "... افغانستان کې د پاکستان "بې طرفي" هېڅکله د باور وړ نه وه خو اوس یې ان د [بې طرفۍ] دا ادعا هم ایسته وغورځوله."
د یادونې وړ ده چې د تېر کوچني اختر په ورځو کې هم د افغانستان چارو کې د پاکستان د لاسوهنو او طالبانو سره د دغه هېواد د ملاتړ په اړه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له توند غبرګون سره مخامخ شوې وې.








