طالبانو د ترویکا اعلامیه د افغانستان چارو کې لاسوهنه وبلله، خو افغان حکومت یې هرکلی کړی

طالبان

د طالبانو پلاوی چې مسکو ته د افغان سولې بهیر چټکولو غونډې ته تللی د ترویکا غونډې وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بولي.

د پنجشنبې ورځې تر دې غونډې وروسته د ترویکا غونډې څلورو هېوادونو، روسیې، امریکا، چین او پاکستان په وروستۍ اعلامیه کې راغلي:

"د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۲۰۲۰ کال د ۲۵۱۳ پرېکړه لیک پر بنسټ چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو اړوند دی، دغه هېوادونه په افغانستان کې د "اسلامي امارت" بېا رامنځته کېدو ملاتړ نه کوي. "

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ترویکا د اعلامیې هرکلي کوي، خو مسکو غونډې ته د طالبانو تللي پلاوي یوه غړي خیرالله خیرخوا خبري غونډه کې دا څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وبلله:

"هغوی حق نه لري چې ووايي، امارت نه غواړي، دا دې هېواد کې لاسوهنه ده، موږ نه شو ویلی چې روسیې فدارسیون کې باید څنګه حکومت وي، دا حکومت باید نه وي، دا یو ډول لاسوهنه ده. باید افغانانو ته پرېږدي چې هغوی پرې خوښ وي او هوکړه وکړي دا د دوی حکومت ده، پر دوی له نورو راوړی حکومت تپلی نه شو. "

که څه هم ترویکا له طالبانو د پسرلنیو عملیاتو نه اعلانولو او اوربند غوښتنه کړې ده، خو د طالبانو بل غړي سهیل شاهین وویل عملیات یې کم شوي، خو دفاعي حالت کې جنګ یې کړی دي:

"تاسو پوهېږئ چې افغانانو سره موږ هوکړه نه ده کړې، څنګه چې د امریکا سره هوکړې ته رسېدلي د هغه له مخې موږ لوی برید نه دی کړی، نه مو ولایتي مرکز نیولی دی. دا د تاوتریخوالي کمولو هڅې دي. خو مهمه دا ده چې د سولې پروسې بهیر چټک شي او دا بهیر موږ بشپړ اوربند ته رسوي. "

سهیل شاهین دا هم وویل، چې دوی د افغانستان لپاره د امریکا د حکومت نوې طرحه ارزوي.

په دا مهال ځینې امریکايي رسنۍ وايي، چې ممکن جو بایډن د مۍ تر لومړۍ نېټې وروسته هم افغانستان کې ځواکونه وساتي.

خو سهیل شاهین وايي، اتلس میاشتې خبرو کې طالبان له امریکا سره تړون ته ورسېدل او د دې تړون له مخې د راتلونکې مۍ تر لومړۍ نېټې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي:

"دوی په وتلو سلا شول او دوی باید لاړ شي، که دوی لاړ نه شي، دا مانا ده چې دوی د تړون سرغړونه کوي او په داسې حالت کې که دوی کوم عمل کوي ځواب به ویني. "

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هرکلی

ترویکا

د عکس سرچینه، Reuters

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مسکو کې د افغان سولې بهیر د ناستې پای کې د ترویکا هېوادونو ګډې اعلامیې هرکلی کوي چې پکې راغلي "د طالبانو د اسلامي امارت د جوړېدو ملاتړ نه کوي. "

د دې وزارت اعلامیه زیاتوي: "د افغانستان دولت د اعلامیې دا صراحت چې پکې راغلي: موږ د اسلامي امارت د جوړېدو ملاتړ نه کوو" هرکلی او په دې اصل ټینګار کوي چې اسلامي جمهوریت پراخ جوړښت، د سیاسي مشارکت د خوندیتوب، کثرت ګرايي، د وګړو یوشان والي او د افغانستان په څېر رنګارنګ او ګڼه ټولنه کې د نظم او ثبات لپاره یواځنی جوړښت دی. "

دې اعلامیه کې د مسکو غونډې هرکلی شوی او زیاته شوې چې د افغان ولس د غوښتنې له مخې یې سولې ته د رسېدو لپاره د جدي خبرو پیلولو په موخه یو بل ګام بولي.

د روسیې په کوربتوب دغه غونډه کې د افغان حکومت، طالبانو، ګلبدین حکمتیار ګوند، روسیې، چین، امریکا، پاکستان او قطر استازو ګډون درلود.

ترویکا څه وايي؟

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازي په مسکو ناسته کې.

د پنجشنبې ورځې تر دې غونډې وروسته د ترویکا غونډې څلورو هېوادونو، روسیې، امریکا، چین او پاکستان په وروستۍ اعلامیه کې راغلي:

"د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۲۰۲۰ کال د ۲۵۱۳ پرېکړه لیک پر بنسټ چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو اړوند دی، دغه هېوادونه په افغانستان کې د "اسلامي امارت" بېا رامنځته کېدو ملاتړ نه کوي. "

دغو هېوادونو دا هم ویلي چې سوله د خبرو له لارې راتلی شي او له له طالبانو غوښتل شوي چې د ملکي تلفاتو مخنیوي په پار د تېرو کلونو په څېر له پسرلینو عملیاتو ډډه وکړي

په بیان کې د بین الافغاني خبرو له لوریو غوښتل شوي چې د بنسټیزو مسایلو په هکله سملاسي خبرې وکړي چې "د راتلونکي تلپاتې سوله ییز دولت" او اوربند اړوند خبرې هم پکې شاملې دي.

د طالبانو غبرګون

مسکو غونډه کې د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوی
د عکس تشریح، مسکو غونډه کې د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوی

خو دې ناستې ته خبرو کې د طالب پلاوي مشر ملا برادر په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د 'نوي اسلامي نظام له رامنځته کېدو ' وروسته به د اوربند ټینګښت ممکن وي.

یوې سرچینې ویلي چې طالبان د دې څلورو هېوادونو له بیانیې چې د اسلامي امارت بیا جوړېدو ملاتړ نه کوي ناراض دي او له دوی سره په دې هکله همغږي نه ده شوې.

ویل کېږي غونډه کې د طالب او افغان حکومت د پلاوي ترمنځ ناندرۍ هم وشوې.

طالبانو ویل چې نیواک یا اشغال یې مات کړ، خو مقابل لوري دا ډله افغانستان ته د امریکا د راتلو سبب بلله.