'د سپین بولدک او چمن تر منځ د تګ راتګ لار پرانیستل شوه'

بولدک چمن

د عکس سرچینه، EPA

د پاکستان بلوچستان ایالت ځايي چارواکي وايي، پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ تړلې لار پرانیستل شوې ده. سپین بولدک ته څېرمه چمن کې د ځايي چارواکو 'ډپټي کمشنر دفتر ' له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د چمن او سپین بولدک تر منځ دروازه 'باب دوستي ' د مساپرو او سوداګریزو ګاډو پر مخ پرانیستل شوې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي دغه لار به د ګهیځ له اتو د مازدیګر تر څلورو بجو پورې پرانیستي وي، چې شناختي کارت لرونکي پاکستانیان او تذکره لرونکي افغانان به وکولای شي له همدې لارې تګ راتګ وکړي.

د یادونې ده چې د اګست میاشتې پر شپږمه نېټه وسله والو طالبانو پر سپین بولدک له ولکې وروسته تړلې وه.

د بي بي سي خبریاله ساره عتیق وايي، طالبانو غوښتنه کوله چې باید د دغې لارې پرانیستو وخت له درې ساعتو زیات شي او دغه راز اسناد لرونکو افغان کډوالو ته پاکستان ته د ننوتو اجازه ورکړل شي.

طالبانو له دې مخکې ویلي و چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي او که شرطونه یې ومنل شي، لار به پرانیزي.

پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لیدل شوي چې د افغانستان لور ته په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دې لارې تړلو لپاره کانکریټي خنډونه پراته دي.

د افغانستان، پاکستان سوداګرۍ او صنعت ګډې خونې مرستیال مشر عمران خان کاکړ له بي بي سي سره خبرو کې تایید کړه، چې د چمن او سپین بولدک تر منځ د تګ راتګ لار د پلي مسافرو پر مخ پرانیستل شوې.

نوموړی زیاتوي د طالبانو له لوري د خنډونو له لېرې کېدو وروسته به د سوداګریزو ګاډو تګ راتګ هم پیل شي.

د سپين بولدک لاره د وسله والو طالبانو ترکنټرول لاندې ده او دوی اوس د دې لارې پر سر مالیه هم اخلي.