تر شپږ میاشتني بندیز وروسته د سپین بولدک -چمن لار پرانیستل شوه

چمن
د عکس تشریح، د کورونا وېروس له امله چمن- سپین بولدک لار تړلې وه.
    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي کندهار

د افغانستان سوېل ته په کندهار ولایت کې د سپین بولدک د کمیسارۍ چارواکي وایي، د جمعې په ورځ( د اګسټ ۲۱) د سپین بولدک - چمن تر منځ لار په دایمي توګه د پلي کسانو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.

د سپین بولدک کمیسار شریف غرزی وایي د پاکستاني لوري سره تر خبرو وروسته دې پریکړي ته رسیدلي، چې د دواړو خواو څخه به کسان د پخوانیو شرایطو پر بنسټ تګ راتګ کوي.

د پخوانيو شرایطو پر بنسټ د چمن ښار اوسیدونکي د شناخت کارډ ( پاکستانۍ پیژند پاڼه ) او د دې غاړې اوسیدونکي به د تذکرې په ښودولو سره د ویش پر دروازه تګ راتګ کوي.

سپین بولدک- چمن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو او ټرانزېټ یوه مهمه لار ده.

د رسمي شمېرو له مخې په عادي وضعیت کې پر دغه دروازه د ورځې شاوخوا ۴۵ زره کسان تګ راتګ کوي.

۱۵ زره یې لوی او واړه کاروباریان دي، چې د بلوچستان له چمن ښار څخه د کرښې دې غاړې ته د کار لپاره راځي.

د کندهار وېش بازار کې شاوخوا ۲۰ زره هټۍ شته، چې د کرښې د هغې غاړې د نږدې ۱۵ زره اوسیدونکو د عاید سرچینه ده.

د خلکو هرکلی

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د کرښې پورې غاړه د پرلتوالو یو مشر صادق اڅکزی له بي بي سي سره خبرو کې د لارې پر پرانیستو خوښي ښيي او د وېش له کاروباریانو او سیاسي ګوندونو یې مننه وکړه چې د لارې پرانیستو لپاره یې پرلت او مظاهرې وکړې:

"لار د تګ راتګ لپاره پرانیستې، که مشکل و، بیا هم درېږو. د پخوا په څېر به دا لار پرانیستې ساتو."

دغه لار شپږ میاشتي وړاندې وروسته له هغه، چي په نړۍ کې د کورونا وبا مخ په خپرېدو شوه د پاکستان له لوري وتړل شوه.

د چمن ښار اوسیدونکو د پاکستان د دغو بندیزونو په غبرګون کې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د دوو میاشتو لپاره پرلت وکړ او له حکومت یې د پخوانيو شرایطو پر بنسټ د لارې د بېرته پرانیستلو غوښتنه کوله.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته پرلت والو په پراخو لاریونونو هم لاس پورې کړ او د پاکستانیو پوله ساتو ځینو تاسیساتو ته یې اور هم ور کړ.

پاکستانیو پوله ساتو په ځواب کې پر لاریونوالو ډزې وکړې، چې یو شمېر یې ووژل او ګڼ نور یې ټپیان هم کړل .

د پاکستانیو ځواکونو په دزو کې یو شمېر افغانان هم مړه او ژوبل شول.

درې نورې لارې پرانیستل

غغلام خان
د عکس تشریح، پاکستان د اپرېل پر لسمه چمن او تورخم د باري موټرو لپاره پرانیستل

پاکستان د کورونا وېروس خپرېدو سره د تورخم دروازه هم وتړله، خو د اپرېل په لسمه یې له نږدې میاشتې بندیز وروسته پاکستان د جمعې په ورځ( د اپرېل ۱۰) تورخم او سپین بولدک لارې افغانستان ته د تلونکو باري موټرو لپاره پرانیستې.

د جمعې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر د افغانستان چارو استازي صادق خان ویلي، پر تورخم د بیروبار کمېدو لپاره به کورمه کې خرلڅي، شمالي وزیرستان کې ګلام/غلام خان او پکتیکا کې انګور اډه بندر هم د سوداګرۍ او ټرنزېټ لپاره پرانیستل شي.

نوموړي د چمن لارې پرانیستو خبره هم کړې او زیاتوي چې یو پلاوی کراچۍ بندر ته ځي چې هلته د سوداګرو ستونزې واوري.