طالبان د ۵ ولسوالیو د نیولو ادعا کوي؛ دفاع وزارت: سید کرم ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیول شوه

د عکس سرچینه، MOI
افغان طالبانو پنجشنبه رسنیو ته په استولي پیغامونو کې ادعا کړې چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې یې په څلورو ولایتونو کې پنځه ولسوالۍ لاس ته ورغلي دي.
د تازه جګړو په تړاو طالبانو ادعا کړی چې په غزني کې د قره باغ، په روزګان کې یې د چهار چینو، په لوګر کې یې د ازرې او په فاریاب کې یې د بلچراغ او ګرزېوان ولسوالۍ د دوی لاس لوېدلي دي،
د دغو ادعاو په تړاو حکومت څه نه دي ویلي. خو د فاریاب د ولایتي شور یوه غړي عبدالاحد ایلبیک وایي، د فاریاب د سیمه یز حکومت پریکړه په دې وه چې د ګرزیوان او بلچراغ ولسوالۍ چې میمنې ښار ته په کابو شپته کیلومټړۍ کې قرار لري د لارې د بندېدو له امله تخلیله کړو او مرکز ته یې انتقال کړي، نوموړی وایي:
"خو په خواشینۍ سره چې د ګرزیوان ولسوالۍ له امنیتي بنسټونو سره د اړیکو د پرې کېدو له امله پرسونل خپل سنګرونه پرېږدي او د ګرزیوان ولسوال د یو شمېر خپلو ساتونکو سره د میمنې ښار ته انتقالېږي.او پاتې ځواکونه د طالبان لخوا اسیر شوي دي، د بلچراخ ولسوالۍ نه هم یو شمېر امنیتي ځواکونه د پوځي الوتکو پر مټ مرکز ته انتقال شوي او ځیني نور لا هلته پآتې دي ".
دفاع وزارت: سید کرم ولسوالۍ له طالبانو پاکه شوه

د عکس سرچینه، MOD
بله خوا د افغانستان دفاع وزارت وایي، د پکتیا ولایت سیدکرم ولسوالۍ یې له طالبانو بېرته نیولې او دې ډلې ته یې په جګړه کې درنه مرګژوبله ور اړولې ده.
دفاع وزارت همدا راز وایي چې په بیلا بیلو ولایتونو کې یې د څلورویشتو ساعتونو په موده کې د هوايي او ځمکنیو بریدونو پایله کې لوی شمېر طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د فاع وزارت ادعا کوي چې په نږدې پنځلسو ولایتونو کې ولسي پاڅونوالو د طالب ضد جګړې ته غاړه اېښې او کېدای شي دغه لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځېږي چې وروستۍ هغه یې نن د ارزګان ولایت و.
خو د افغان حکومت او طالبانو له لوري په ولایتونو کې د جګړو پر مهال د شویو پرمختګونو او وژنو په تړاو خپلواکو سرچینو څه نه دي ویلي.
روزګان کې د حکومت د ملاتړ اعلان

په دا مهال د روزګان مرکز ترینکوټ کې سلګونه کسان د وسلوالو طالبانو پر وړاندې وسلوال شوي او د حکومت ملاتړ یې اعلان کړی.
د روزګان د والي دفتر یوه اعلامیه کې وايي، په مرکز ترينکوټ کي سلګونو خلکو په داوطلبانه توګه د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ وسله پورته کړې او د طالب ډلي پر ضد راپورته شوي دي.
د دې اعلامیې له مخې، په دغه 'ولسي پاڅون ' کې سلګونه ديني عالمان، قومي مخور او ځوانان راټول دي او "د افغانستان اسلامي مجهوريت له اوسني نظام د کلک ملاتړ ترڅنګ يې ټينګار وکړ چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د هېواد اوسنی اسلامي نظام وران کړي او پر ځای يې خپل استبدادي، غلام او باطل حکومت جوړ کړي".
طالبان څه وايي؟

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د افغانستان په مختلفو سیمو په تېره شمال کې د طالبانو لاس ته د ولسوالیو ورتلو سره دې وروستیو ورځو کې پر شمال سربېره، لوېدیځ او ختیځ کې هم د حکومت په ملاتړ او طالبانو پرضد ځینې کسانو وسله پورته کړې ده.
خو طالبان وایي، ځینې کړۍ یوازې د خپل واک ساتلو لپاره عام خلک د 'مقاومت' په نامه تېر باسي
دې ډلې پرون اعلامیه کې ویلي، له هغو کسانو سره به جدي چلن کېږي چې 'د خپل اقتدار ساتلو لپاره جګړې ته لمن وهي او عام خلک وسلوال فعالیت ته هڅوي'.










