طالبانو د غور شهرک او د روزګان ګېزاب ولسوالۍ ونیوې

د افغانستان په غور کې وسلوالو طالبانو بېګا ماښام د دغه ولایت شهرک ولسوالي او په سوېل لوېدیځ کې د روزګان ګېزاب ولسوالي له افغان امنیتی ځواکونو ونیوې.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح الله عشرت احمدزی وايي، افغان ځواکونو غور کې له شهرک، روزګان کې له ګېزاب او فاریاب کې له قیصار ولسوالیو تاکتیکي شاتګ وکړ.
نوموړي د بي بي سي خبریال خلیل نوري ته وویل، د خلکو د سر او مال خوندیتوب لپاره دا تاکتیکي شاتګ شوی دی او افغان اردو له پولیسو او ملي امنیت سره په ګډه په نږدې راتلونکي کې د دې سیمو د بېرته نیولو عملیات پیلوي.
د غور والي عبدالظاهر فیضزاده هم بي بي سي ته وویل، د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره له شهرک ولسوالۍ وتلي دي.
نوموړی زیاتوي: "پرېکړه دا ده چې څومره ژر موقع په لاس راشي دا ولسوالي بیا د افغان ځواکونو لاس ته ورشي."
نوموړی دا هم وايي، چې دې پېښه کې اوه افغان سرتېري وژل شوي او درې ټپیان دي او مقابل کې د ۱۸ طالبانو د وژل کېدو او ۲۴ د ټپیانولو ادعا هم کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم بي بي سي ته ویلي، چې دا ولسوالي یې نیولې ده، خو د خپلې او افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په هکله څه نه وايي.
شهرک د غور سوېل ته پرته ولسوالي ده او د هرات چشت ولسوالۍ سره پوله لري.

په دا مهال د روزګان والي محمد عمر شېرزاد وایي افغان ځواکونو دغه ولسوالۍ کې تاکتیکي شاتګ کړی. خو دا نه وایی چې ولسوالي یې پرېښودلې ده.
ګیزاب له څو ورځو راهیسې وسلوالو طالبانو کلابند کړې وه او طالبان وايي، په ګیزاب کې ټول افغان ځواکونه دې ډلې ته تسلیم شوي دي.
خو والي محمد عمر شېزراد وايي، ټولو امنیتي سرتېري په خوندي ډول امن سیمې ته تللي او کوم کس طالبانو ته تسلیم شوی نه دی.
نوموړی وايي، پکار و بېګا ګیزاب ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي وی، خو د تخنیکي ستونزو له امله پاتې شول او اوس به دا مرسته سیمې ته رسوي.
د ولسوالیو نیول

د عکس سرچینه، Reuters
تېره مې میاشت کې د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیلېدو سره طالبانو د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر او ځینې ولسوالۍ یې ونیوې خو افغان حکومت وايي، له دې سیمو یې تاکتیکي شاتګ کړی دی.
دې ډلې بغلان کې بورکه، لغمان کې دولت شاه، د میدان وردګ جلرېز او نرخ او روانه اونۍ کې د نورستان کې دواب او منډول ولسوالۍ د نیولو ادعا هم وکړه.
طالبانو پرون د فاریاب پر قیصار ولسوالۍ هم برید وکړ او ځايي امنیتي سرچینو ومنله چې دغه برید کې د ولسوالۍ امنیه قومنداني او ښاروالي د دې ډلې لاسته ورغلي دي.
وروستي رپوټونه وايي، طالبانو د ولسوالۍ مرکز هم نیولی دی او د افغانستان دفاع وزارت وايي، له دې سیمې یې تاکتیکي شاتګ کړی دی.









