طالبان: د لغمان دولت شاه ولسوالۍ مو نیولې؛ دفاع وزارت: تاکتیکي شاتګ مو کړی

د عکس سرچینه، لغمان ولایت مقام
وسله وال طالبان وايي د هېواد په ختیځ کې یې د لغمان دولت شاه ولسوالۍ نن سهار نیولې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې د دولت شاه ولسوالۍ مرکز، د امنیه قوماندانۍ ودانۍ او دفاعي پوستې نن سهار د دوی لاس ته ورغلې دي.
په ورته وخت کې دولتي چارواکو هم بي بي سي ته تائید کړه چې افغان ځواکونو له دولت شاه ولسوالۍ شاتک کړی دی.
د ملي دفاع وزارت یو ویاند روح الله احمدزی دغه شا تګ "لنډمهاله او تاکتیکي" بولي او زیاتوي چې امنیتي ځواکونه به ژر په دې ولسوالۍ کې په 'لا ډېر قوت' ځای پر ځای شي.
نوموړی وايي دولت شاه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپورونه وايي دا ولسوالي له څه مودې راهیسې کلابند وه او هلته امنیتي ځواکونو ته اکمالات نه کېدل.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دولت شاه ولسوالۍ پر نیولو سربېره یې د دولتي ځواکونو ۳ ټانکونه، یو رېنجر او "خورا ډېره وسله او مهمات" هم د دوی لاس ته ورغلي دي.
د الیشنګ او الینګار حالت

د عکس سرچینه، Getty Images
لغمان کې د دولت شاه ولسوالۍ د سقوط خبر داسې مهال ورکول کېږي، د دغه ولایت له الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې هم په دې وروستیو د ناامنیو خبرونه ورکول کېږي.
طالبان داسې مهال د پلازمېنې کابل ګاونډ کې د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د نیولو خبره کوي، چې د اختر د اوربند له اعلان یوه ورځ وړاندې یې د وردګو نرخ ولسوالۍ هم ونیوه.
بل خوا د افغانستان لروبر کې جنګ جګړو او ناامنیو داسې حال کې زور اخیستی چې له یوې خوا د افغان سولې خبرې بې برخلیکه پاتې دي او بل پلو د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده.
تازه په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم بي بي سي سره یوه مرکه کې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ناامنیو او جګړو د ډېرېدو احتمال ویني.
د ناامنیو او جګړې په دې نوې څپه کې ملکي خلک هم خوندي نه دي.
هلمند او غور کې ولسي مرګ ژوبله

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې لړ کې تازه د هلمند د نادعلي ولسوالۍ بشران سیمه کې د ملکي خلکو پر سراچه موټر د ماین چاودنه شوې چې ۹ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غور ولایت د مرکز فېروزکوه په خارستان سیمه کې هم ورته بمي چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړي-پلار، مور او دوه ماشومان - وژلي دي.
د غور د والي ویاند زلمی کریمي وايي دغه کسان په موټرسایکل باندې له خارستان سیمې مرکز فیروزکوه ته پر لاره و چې چاودنه پرې وشوه.










