طالبان: د وردګو ولایت نرخ ولسوالي مو ونیوله؛ حکومت: افغان ځواکونو 'تکتیکي شاتګ' کړی

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وسله وال طالبان ادعا کوي چې په نښته کې مهمات هم ترلاسه کړي. ارشیف تصویر

طالبان وایی، له افغان ځواکونو سره یې له جګړې وروسته د وردګو ولایتنرخ ولسوالۍ نیولې ده. د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې ویلي، د نرخ ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او د استخباراتو څانګه اوس د دوی په ولکه کې دي‌.‌

نوموړی همدا راز ادعا کوي چې په جګړه کې یې ډېر شمېر عسکر وژلي او ټپیان کړي،‌ او ځینې نور یې ژوندی نیولي دي.

خو د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین بیا وایي چې افغان امنیتي ځواکونو له نرخ ولسوالۍ 'تکتیکي شاتګ ' کړی.

ښاغلي آرین په یوه پیغام کې ویلي، سې شنبه مازدیګر په نرخ ولسوالۍ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو له 'ترهرګرو' سره په نښته کې هغوی ته زیان اړولی او تکتیکي شاتګ یې کړی دی.

بل لور ته د خوست امنیه قومندان داود امین وایي، سې شنبه ماښام په تڼیو ولسوالۍ کې د پکتیا مخکینی امنیه قومندان د وسلوالو په یو کمین کې وژل شوی.

ښاغلی داود امین وایي، پر اختر محمد شاهین د تڼیو ولسوالۍ للمۍ سیمه کې برید شوی چې درې نور ملګري هم ورسره وژل شوي دي.

طالبانو د دې برید مسئولیت منلی او وایي، له اختر محمد شاهین سره یې د هغه ۳ ملګري هم وژلي دي.

له اوربند وړاندې تاوتریخوالی

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

طالبان داسې مهال د نرخ ولسوالۍ نیولو ادعا کوي چې دغې ډلې د یکشنبې پر ورځ د اختر لپاره درې ورځې اوربند اعلان کړ او مقابل کې افغان حکومت هم ورته اعلان وکړ.

له دې اعلان وروسته د افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او عامو افغانانو لخوا د کوچني اختر درې ورځني اوربند د غځولو غوښتنې وشوې،

خو وسله وال طالبان وايي، د کوچني اختر په پار تر درې ورځني اوربند وروسته د دې اوربند غځولو پلان نه لري. یاده ډله وایي، د اختر لپاره اعلان شوی اوربند یوازې د عامو خلکو لپاره دی.

د اوربند اعلانونه داسې مهال وشوو چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د بغلان، هلمند،‌ کندهار،‌ هرات،‌ غزني او میدان وردګو په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې جګړې زور اخیستی.

طالبانو د ځینې ولسوالیو د نیولو ادعا کړې او افغان حکومت بیا ویلي چې ډېرو ولایتونو کې یې لسګونه طالب وسلوال وژلي دي.