طالبانو د بغلان بورکه ولسوالي نیولې؛ تخار او فراه کې هم جګړه شوې

بغلان

د افغانستان شمال ختیځ ته په بغلان کې چارواکي تاییدوي چې وسلوالو طالبانو بېګا د شپې لس بجې د دې ولایت بورکه ولسوالي نیولې ده.

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت بي بي سي ته وویل، افغان ځواکونو له مرګ ژوبلې پرته له ولسوالۍ تاکتیکي شاتګ کړی دی:

"نښته وشوه، دفاعي او امنیتي ځواکونو تاکتیکي شاتګ کړی دی، د ولسوالۍ یوه برخه کې مېشت شوي دي. د امنیتی ځواکونو وسایل د طالبانو لاس ته نه دي ورغلي."

نوموړی دا هم وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه د دې ولسوالۍ د نیولو لپاره د عملیاتو پلان لري.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، چې حکومتي ځواکونو وړمه شپه د دې ولسوالۍ له ځينې سیمو شاتګ کړی و او بېګا یې ټوله ولسوالي پرېښې ده.

د بورکه ولسوالۍ اهمیت

د بغلان بورکه ولسوالي له مرکز نږدې ۸۵ کیلومتره لرې پرته ده. دا ولسوالي د تخار له اشکمش ولسوالۍ سره پر پوله پرته ده او مخکې هم څو ځلې طالبانو نیولې وه.

تر دې وړاندې هم ډېره ځله تخار کې ځايي چارواکو ویلي چې اشکمش ته طالبان له بورکه ولسوالۍ ورځي. خو اوس اندېښنې دا دي چې که طالبان بورکه وساتي، د اشکمش پر امنیت هم اغېز کولی شي.

تر دې پېښې مخکې او وړمه شپه د مرکزي بغلان په جرخشک سیمه کې هم طالبانو د افغان ځواکونو پر پوځي اډه برید کړی او له څو ساعته جګړې وروسته یې اډه نیولې وه.

ځینې ځايي رسنۍ وايي، طالبانو په دغه برید کې نهه افغان سرتېري وژلي او تر ۱۶ نور یې له ځان سره بېولي دي، خو طالبان وايي، دې برید کې یې لس سرتېري وژلي او د ځايي قومندان په ګډون یې ۱۶ نور له ځان سره بېولي دي.

تېرو څو ورځو کې چې له افغانستان د پاتې بهرنیو ځواکونو وتل په رسمي توګه پیل شوي ور سره په بغلان، هلمند، کندهار او نورو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو د وسلوالو طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.

تخار او فراه کې تاوتریخوالی

له بلې خوا طالبانو تېره شپه د تالقانو په قولبرس سیمه کې د حکومت ملاتړو مفرزه ځواکونو په یوه پوسته برید کړی.

یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي چې په دې پېښه کې، د مفرزه ځواکونو ۸ سرتیري وژل شوي او یو بل طالبانو ژوندی نیولی.

په دا مهال افغان حکومت د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې د ۱۹ طالبانو د وژل کېدو او ۲۷ ټپي کېدو خبره کوي.

PP

د عکس سرچینه، PP

له بلې خوا د افغانستان سوېل ختیځ ته د پکتیکا امنیه قوندانۍ ویاند شاه محمد ارین وايي، تېره شپه د سروزې(سرحوضې) ولسوالۍ امنیه قومندان جمعه شاه ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

ښاغلی ارین وايي، طالبانو د سروزې پر دیوانه بابا پوستو برید کړی و او د دې ولسوالۍ امنیه قومندان جمعه شاه یې د مرستې لپاره سیمې ته ور روان و چې ماین چاودنه کې ووژل شو.

د ارین په خبره، له نوموړي سره درې پولیس هم ټپیان شوي دي.

د روغتیا وزارت د کارمنانو پر موټر چاودنه

کاسټر

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، هغه کاسټر چې د پنجشېر ولایت روغتیايي کارمنان پکې سپاره وو

د پلازمېنې کابل پولیس وايي، نن ګهیځ شاوخوا ۶:۴۰ بجې د کلکان ولسوالۍ پل کلکان سیمه کې د پنجشېر ولایت د روغتیايي کارمنانو پر یوه کاسټر موټر چاودنه شوې چې یو تن پکې وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

پولیس وايي، د پېښې څېړنه یې پیل کړې ده.

د پنجشېر د والي ویاند منصور عنابي هم دا پېښه تایید کړې او وايي چې کاسټر کې سپاره د پنجشېر ولایت روغتیايي کارکوونکي وو.