'افغان ځواکونو له طالبانو تاله او برفک ولسوالي بېرته نیولې'

د عکس سرچینه، MOD
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالي له وسله والو طالبانو بېرته نیولې ده. د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالي لس ورځې وړاندې تر درې ورځنۍ کلابندۍ وروسته وسله والو طالبانو نیولې وه.
د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي، تاله او برفک ولسوالي تر سقوط یوه ورځ وروسته د افغان ځواکونو له خوا کلابنده شوې وه.
د هغه په خبره، د وسله والو له خوا په ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماینونو د ځای پر ځای کېدنې او د پلونو د ړنګېدو له امله افغان ځواکونه وتوانېدل تېره ورځ عملیات پیل او بېګاه شپه وسله والو طالبانو له دغې ولسوالۍ پښې سپکې کړې دي.
ښاغلي رادمنش زیاته کړه، په تېرو ورځو کې یې په دغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري کابو ۴۳ طالب وسله وال وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د عکس سرچینه، MOD
د دفاع وزارت چارواکي وايي، د تاله او برفک ولسوالۍ د سړکونو له غاړو یې د ځای پر ځای شویو چاودونکو توکو د پاکولو چاره پیل کړې ده.
د سیمې خلک هم له تاله او برفک ولسوالۍ د طالبان پر شاکېدنه مني، خو وايي د ولسوالۍ مرکز ته لا افغان ځواکونه نه دي ورغلي.
عیني شاهدان وايي، طالبانو د پلونو پر ړنګولو، ماینونو پر ښخولو سربېره د تاله او برفک ولسوالۍ وداني هم زیانمنه کړې ده.
د تاله او برفک ولسوالي د بغلان ولایت اړوند ده چې بامیانو ته پر غځېدلي سړک پرته ده.
بغلان ولایت په وروستیو کلونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتو شاهد و.









