وسله والو طالبانو د بغلان ولايت تاله او برفک ولسوالي نيولې ده

بغلان
د عکس تشریح، د چارواکو په وينا د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته

د افغانستان په شمال ختيځ کې د بغلان چارواکي وايي وسله والو طالبانو د دغه ولايت تاله او برفک ولسوالي نيولې ده.

د بغلان ولايت د پوليسو وياند ذبيح الله شجاع وايي، دغه ولسوالي د سختې جګړې په ترڅ کې د سه شنبې مازديګر مهال د طالبانو لاس ته ولوېده.

د نوموړي په وينا د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.

د ښاغلي شجاع په وينا وسله والو طالبانو له څه مودې راهيسې هڅه کوله چې د تاله او برفک ولسوالي ونيسي او دې ځای ته تلونکي پلونه يې نړولي وو چې له امله يې امنيتي ځواکونه دغې ولسوالۍ ته نشوای لېږل کېدلی.

بله خوا د بغلان ولايتي شورا رئيس اسدالله شهباز هم دغه خبر تائيد کړی خو وايي له سيمې سره تيليفوني اړيکي پرې شوې دي.

په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو د کابل او افغانستان په بېلابېلو برخو کې بريدونه زيات کړي چې درنه مرګژبله يې اړولې ده.

دغه غرنۍ ولسوالي د بغلان- باميانو پر لویه لار پرته ده چې د او ستراتېژيک موقعيت له امله مهمه بلل کېږي.