"ویل کېږي، طالبانو په بغلان کې هندي انجینران تښتولي"

د عکس سرچینه، Getty Images
انډیا ایکسپریس ورځپاڼې لیکلي، داسې ویل کېږي چې په بغلان کې د اوو تښتول شویو هندي انجینرانو په تښتونه کې وسله وال طالبان لاس لري.
ورځپاڼې د هند د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خولې لیکلي، د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر د هند د بهرنیو چارو وزیرې ته د هغو هڅو په اړه معلومات ور کړي دي چې د تښتول شویو هندیانو د ژغورلو لپاره دوام لري.
ورځپاڼې لیکلي، دا په تېرو څلورو کلونو کې درېیم ځل دی چې په افغانستان کې هندي وګړي د وسله والو له خوا تښتول کېږي.
تهران ټایمز ورځپاڼه
تهران ټایمز ادعا کړې ده چې امریکا اوس عملا د یمن په جګړه کې ښکېله شوې ده. ورځپاڼه وايي، امریکايي ځانګړي ځواکونه د یمن او سعودي پر ګډه پوله ځای پر ځای شوي دي.
د ورځپاڼه په خبره په دې سره اوس د یمن د جګړې نوی پړاو پیل شوی دی.
د سعودي عربستان په مشرۍ د عرب ټلواله وايي، ایران په یمن کې له حوثي وسله والې ډلې ملاتړ کوي او دغه ډله اوس د یمن پر پلازمېنه سربېره یو شمېر نورې سیمې په واک کې لري او د سعودي پر خاوره یې څو ځله د بالستیک توغنديو ګوزارونه کړي دي.
ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
ایکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې لیکلي، د "ضرب عضب" او "رد الفساد" د عملیاتو په پایله کې په پاکستان کې د امنیت په ښه کېدو سره اوس د دغه هېواد پوځ په دې باور دی چې له هند سره د خبرو وخت را رسېدلی دی.
او دا ګام به په هېواد او سیمه کې د اقتصادي وضعې په غوړېدو کې مهم رول ولوبوي.
د ورځپاڼې اشاره د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزې راکړې ور کړې ته وه.
دغه مطلب د یوه برتانوي فکري بنسټ د څېړنې برخه ده، چې د هند او پاکستان د اړیکو په اړه یې خپور کړی دی.









