بغلان کې ناپېژاندو وسله والو ۱۳ 'کان کیندونکي' وژلي

تر اوسه کومې ډلې د برید مسولیت نه ده منلې
د عکس تشریح، تر اوسه کومې ډلې د برید مسولیت نه ده منلې

د بغلان ولایت د والي ویندوی محمود حقمل بي بي سي ته وویل نن ماسپښین د تاله و برفک ولسوالۍ اناردره سیمه کې نا پيژاندو وسله والو پر کان کېدونکو برید کړی چې ۱۳ یې وژلي او درې تنه نور ټپیان دي.

د ښاغلي حقمل په وینا وژل شوي د دایکندي ولایت د شهرستان اوسېدونکي ول او د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي.

کان کیندونکي

د عکس سرچینه، Getty Images

تر اوسه کومې ډلې بغلان کې د معدن پر کارکوونکو د برید مسولیت نه ده منلې او د بغلان د والي ویاند هم وايي چې نه پوهېږي بریدکوونکي کومې ډلې پورې تړلي دي.

تر دې وړاندې هم پر لویو لارو د ګاډو پر سپرلۍ د وسله والو مخالفینو له خوا بریدونه شوي چې مسولیت یې بېلابېلو ډلو پرغاړه اخیستی دی.