د بغلان جګړې په اړه ځانګړی راپور
د افغان برېښنا شرکت ويلي اوس يې ځينې پرې شوي مزې بېرته سره تړلي، او ټول کار به يو څو ورځو کې بشپړېږي.
افغان پلازمېنه چې اوس یې د وګړو شمېر پنځو ميليونو ته رسېږي، بغلان کې د برېښنا ستنو ته له زيان اوښتو وروسته له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې بې برېښنا ده.
سیدعبدالله نظامي له کابله په خپل رپوټ کې د بغلان پر جګړې نور حال لري.