' بغلان کې له دریو اونیو راهیسې جګړه روانه ده '

د افغانستان په بغلان ولایت کې چارواکي وايي له تېرو دریو اوونیو راهیسې د دغه ولایت په دهنه غوري او ډنډ غوري سیمو کې د حکومتي ځواکونو او له طالبانو سره د تړلو کسانو تر منځ سختې نښتې روانې دي.
د دوی په وینا په دغو نښتو کې طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په دې اړه د بغلان ولایت د رسنیو مشر ذبیح الله شجاع بي بي سي سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل:
' له نږدې دریو اوونیو راهیسې د دهنه غوري او ډنډ غوري، د نوي ښار په مربوطاتو کې، د درقد او ګنجشکک پله سیمو کې د حکومتي ځواکونو او د طالبانو تر نامه لاندې د حکومت مخالفینو، تر منځ سخته جګړه روانه ده.امنیتي ځواکونه د ځینو هغو سیمو د تصفیې او پاک کارۍ هڅې کوي چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي. تر اوسه امنیتي ځواکونو نږدې ۱۳ کلي د طالبانو له شتونه پاک کړي دي.په نښتو کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي، اووه ټپیان او دوه نور یې بې درکه دي. اوسمهال وضعیت نورمال دی او امنیتي ځواکونه د مهماتو او ځواک له پلوه هېڅ کمی نه لري. '
د روانې اګست میاشتې نیمايي کې د بغلان پوليسو ویلي و، چې د پلخمري ښار سره نژدې ډنډ غوري سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو تر منځ جګړو کې شاوخوا ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان دي.
د بغلان د پوليسو مشر عبدالجبار پردلي په خبره امنيتي ځواکونو دغه عمليات په سيمه کې د وسله والو مخالفانو د فعاليتونو له منځه وړلو لپار ترسره کړي دي.
د بغلان ولايت د کابل- مزار شريف پر لويه لار پروت دی چې د افغانستان اته شمالي ولايتونه له کابل سره نښلوي.
دغه سيمه له مرکزي اسيا څخه کابل او جنوبي ولایتو ته د توکيو د لېږد مهمه لار ګڼل کېږي.
په بغلان ولايت کې د طالبانو سره تړلې ډلې او د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي فعال دی. مخالفو وسله والو کسانو تراوسه د دې جګړې او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
څو ورځې وړاندې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ ډنډ غوري سيمه کې د جګړو له کبله دغې ډلې په شاتګ کړی و.








