''د طالبانو یوه زېرمه کې 'ایران کې جوړ' ماینونه موندل شوي''

د عکس سرچینه، .
د افغانستان مرکزي بامیانو والي وايي، د طالبانو د وسلو او مهماتو په یوه نیول شوې زېرمه کې داسې ماینونه موندل شوي، چې په ایران کې جوړ شوي. والي محمد طاهر ظهیر وویل، پوځي کارپوهانو ومونده چې دا ماینونه په ایران کې جوړ شوي.
ښاغلي ظهیر بي بي سي ته وویل، که څه هم پر ماینونو د جوړې شوې فابریکې نوم او ځای توږل شوي، خو ''ډېر باور'' دا دی چې دا ماینونه دې په ایران کې جوړ شوي وي.
دی وايي: ''د انسان ضد دغه ماینونه د پوځي او امنیتي چارو د کارپوهانو په اند د ایران په اسلامي جمهوریت کې جوړ شوي''.
د ښاغلي ظهیر ویاند عبدالرحمن احمدي ویلي، موندل شوي ماینونه ۳۲ دي، خو نه ښاغلي احمدي او نه هم والي وویل چې آیا دا ماینونه څرنګه بامیانو ته لېږدول شوي.
د ښاغلي احمدي په وینا، د بامیانو ولایت په شمال لوېدیځ ''دره شکاري'' کې له ماینونو سره ځینې وسلې هم موندل شوې دي، چې دا سیمه بغلان ته څېرمه ده.
طالبان د بغلان ولایت پر ځینو سیمو واکمن دي، چې ویل کېږي ددغه ولایت له بامیانو سره پر پوله تاله او برفک ولسوالي یې د دوو ورځو لپاره په لاس کې وه.

د عکس سرچینه، Bamian Governors Office
د بامیانو چارواکو وړاندې په ځینو سیمو کې د طالبانو د نفوذ په اړه رپوټونه ورکړي وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.








