بامیان د نړۍ زړه راښکونکو ښارونو لیست کې راغلی

د افغانستان مرکزي بامیان ولایت د نړۍ د زړه راښکونکو ښارونو شبکې غړی شو. دا ځانګړتیا بامیانو ته د لاسي صنایعو او سوچه کلتور له برکته ورکړل شوې ده.
د نړۍ په ۳۳ هېوادونو کې ۴۷ ښارونه د ملګرو ملتونو د علمي او کلتوري ټولنې (یونیسکو) له خوا د نړۍ زړه راښکونکي ښارونه منل شوي دي.
په بامیانو ولایت کې ډېری لرغونې سیمې دي.
د یونیسکو چارواکي وايي، په ټوله منځنۍ آسیا کې بامیان ښار زړه راښکونکی ښار ګڼل شوی دی.
کابل کې د یونیسکو د دفتر سارا نوشادي بي بي سي ته وویل، بامیانو ته دا نوم د تېرې جمعې په ورځ ورکړل شو.

د عکس سرچینه، UNESCO
بامیان د افغانستان په زړه کې ډېرې تاریخي آبدې او د سیاحت لپاره ګڼ ځایونه لري، چې په ۲۰۱۵ کال د سوېلي آسیا د سیمه ییزو همکاریو (سارک) سازمان له خوا <link type="page"><caption> کلتوري پلازمېنه</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2014/05/140519_ma_bamyan_saark" platform="highweb"/></link> اعلان شو.
په تېرو څو کلونو کې د بامیانو د کلتوري پراختیا لپاره هڅې ډېرې شوې دي.

باميان د افغانستان هغه ولايت دى چې هسک غرونه او درې يې زړه راښکونکې منظرې او سيل ځايونه لري.
باميان د بودا د دوو سترو مجسمو په لرلو سره د نړيوالو سېلانيانو پام وړ ځاى و، خو وسله والو طالبانو په ٢٠٠١ ميلادي کال کې دغه مجسمې د باردو او لمبو په زور خاورې ايرې کړې.
اوس دغه څه نه شته خو لا هم يو شمېر سېلانيان د دغو بوتانو تشو ځايونو ته ورځي او ښايي د خيال په مرسته د ماضي په حافظه کې د دغو شهکارونو ننداره کوي.

دغو خورا ګران بيه اثارو تر ۱۶۰۰ کلونو ډېره تاريخي مخينه لرله.
هر کال ګڼ شمېر کورني او بهرني سېلانيان د باميانو د منظرو او ښکلاګانو د ليدلو لپاره دغه ولايت ته مخه کوي.








